د بادغیس ولایت یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي جمعه د اکتوبر ۱۷ مه د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل"په لوبغالي کې یې د یاد کس په قصاصولو سره، زمونږ ذهیت بالکل لوبغالي ته د تګ په برخه کې بدل کړی دی او احساسوم چې لوبغالي ته ځوو نو په یو متفاوت ذهنیت سره به ځوو، د عوامو په ذهنیت یې اغیز کړی او زه خپله هم په هغه روحیه چې مخکې به تلم په شور، شوق او ولولو، هغه ډول تګ نور نه کېږي، ځکه هر وخت به همدا پېښه رایادېږي. "
ملګروملتونو په بادغیس کې د اعدام تازه مورد غندلی او دا کار یې د بشري حقونو او نړیوالو اصولو خلاف کار بللی.
د روان لمریز کال له حمل میاشتې راهیسې په بادغیس، فراه او نیمروز کې تر اوسه پنځه کسان ډیری په ورزشي لوبغالو کې په عام محضر کې اعدام شوي دي.
د طالبانو حکومت سترې محکمې د تازه اعدام شوي مورد په اړه پنجنشنبه د اکتوبر په ۱۶ مه په یوه اعلامیه کې چې په ایکس پاڼه یې خپره شوې ویلي، چې یاد شخص اسماعیل نومېده او ادعا یې کړې چې د دوست محمد او کلبرګې په نوم یې یوه نارینه او یوه ښځه چې دوی هم د جوند اوسېدونکي وو د ټوپک په ډزو وژلي وو.
په اعلامیه کې دا ادعا هم شوې چې یاده موضوع د درېوو محکو، ( لومړنۍ، مرافعې او تمی ) له خوا تر دقیقې کتنې ورسته سترې محکمې ته راجع شوې وه چې په پایله کې یې دا حکم صادر شو.
یو شمیر افغان ورزشکاران هم وايي ورزشي لوبغالي د ورزشي فعالیتونو د هڅونې او سالم رقابت لپاره دي، نه د دوی په خبره د ویرې او تاوتریخوالي د خپرولو لپاره.
د رزمي لوبو یو ورزشکار انجنیر محمد نعیم بارکزي ازادي راډیو ته وویل"ورزشي لوبغالي باید د تشویق او سالم رقابت، د ځوان نسل د روزلو او د ملي روحیې د پیاوړتیا لپاره وي نه د ویرې او تاوتریخوالي د غږ لپاره، د بشري حقونو له ملي او نړیوالو بنسټونو او د افغانستان له ورزشي ټولنې تمه لرو چې د داشان اندېښمنونکو اقداماتو په وړاندې غلې پاتې نشي. "
ورزشي لوبغالي باید د ځوان نسل د روزلو او د ملي روحیې د پیاوړتیا لپاره وي نه د ویرې او تاوتریخوالي لپاره.
یو شمیر افغان ټولنیزو فعالانو له دې ډلې مجیب لحاظ هم ازادي راډیو ته وویل، په ورزشي لوبغالو کې د طالبانو حکومت له خوا د تورونو کسانو اعدامول د خلکو په ذهن کې د دغه اماکنو تصوير تخریبوي او ټپي کوي یې:
ښاغلی لحاظ وايي"یوه موضوع چې دا دې په یو ورزشي لوبغالي کې وشي دا به همیش د خلکو په ذهنونو کې د یوې قتل ګاه انځور خپروي، او دغه شان ځایونه چې د خلکو رواني روغتيا تضمینیوي تر دې ورسته به د خلکو روان تخریبوي او هغه به تپي کوي."
د یادونې ده چې مخکې د بشري حقونو بیلابیلو نړیوالو سازمانونو او د د دې برخې افغان فعالانو هم د طالبانو حکومت له خوا په ورزشي لوبغالو کې په عام محضر کې اعدامونه غندلي وو.
تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کمشنر ولکر تورک او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د دغه سازمان ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بینیت، په بادغیس کې د طالبانو حکومت له خوا د اعدام تازه مورد غندلی، دا کار یې د بشري حقونو او نړیوالو اصولو خلاف ګڼلی او د دې لړۍ د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
ملګرو ملتونو مخکې هم ویلي چې اعدامونه وحشت زیاتوي او ټولنه د تاوتریخوالي په وړاندې بې حسه کوي، خو د طالبانو حکومت وايي شریعت تطبیقوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته په عام محضر کې د اعدامونو شمیر مخکې لس یاد کړی و چې اوس له دې تازه مورد سره یولسو ته لوړ شو.
ډیری دا اعدامونه په ورزشي لوبغالو کې شوي دي.