د «اوچا» په راپور کې چې د دوشنبې په ورځ «د نومبر په ۳مه» یې خپور کړی، ویلي چې په بلخ ولایت کې ۹ کسان او په سمنګان کې ۱۱ کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې په بلخ کې ۶۱۶ کسان او په سمنګان کې ۳۲۹ کسان ټپیان شوي دي.
وړاندې راغلي چې ښایي د ارزونې په دوام کې د مړو شمېر لوړ شي.
راپور کې زیاته شوې چې له ۹۰ زیات کورونه تخریب شوي، چې له ډلې یې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې له ۵۰ زیات دي، او په تاشقرغان تنګي کې د غره ښویېدو له امله د بلخ-کابل لویه لاره د ډبرو د رالوېدو له امله په موقت ډول تړل شوې وه ، خو له پاکولو وروسته بیا پرانیستل شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې تر اوسه پنځه ټیمونه بلخ او څلور ډلې سمنګان ته د لومړنیو ارزونو لپاره استول شوي دي.
د «اوچا» په ټکو، د بلخ ولایت چارکنت، چمتال، کشنده، مارمل، مزار شریف او شولګره ولسوالۍ او په سمنګان ولایت کې بیا فیروزنخچیر، حضرت سلطان او خُلم ولسوالۍ تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي.
«اوچا» زیاته کړې چې پر دې سربېره، په بدخشان ولایت کې د افغانستان د ناورین د مدیریت پیښو ملي ادارې (ANDMA) راپور ورکړی چې د تیشکان ولسوالۍ په مرکز کې څو کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي، او د بېړنۍ لېږد لپاره د ارزونې یوه ګډه ډله د جوړېدو په حال کې ده.
د متحده ایالاتو د ځمکې پېژندنې ادارې ویلي چې دا زلزله د یکشنبې شپې ناوخت/دوشنبې سهار وختي «د نومبر په ۳مه» د بلخ ولایت د مزار شریف ښار ته نږدې وشوه، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶.۳ وو.
ژوروالی یې ۲۸ کیلومتره وو او د سمنګان، بلخ، بغلان، کندوز او بدخشان په ګډون په څو شمالي ولایتونو کې احساس شوه.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) او د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) هم ویلي چې د دوی ټیمونه ټپیانو سره د مرستې او زیانګالو سره د بیړنیو اړتیاوو د ارزونې لپاره په سیمه کې دي.
بلخوا ملګري ملتونه وایي چې لومړني هوايي ارزونو ښودلې چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله د زیان کچه له تمې کمه وه.
دې سازمان د دوشنبې په ورځ «د نومبر په ۳مه» په یوه بیان کې وویل چې د ملګرو ملتونو د څارنې الوتنې د اغیزمنو سیمو د اوسیدونکو ترمنځ د پراخې بې ځایه کیدو هیڅ نښې نه دي ښودلي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۰ او د ټپیانو شمیر بیا ۵۳۴ ښودلی دی.
په ورته وخت کې د سمنګان لپاره د طالبانو د حکومت د والي مطبوعاتي دفتر هم، د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست لخوا د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، په یوه بیان کې ویلي چې په دې ولایت کې ۱۲ کسان مړه او ۳۲۹ نور ټپیان شوي دي.
په بیان کې ویل شوي چې ټپیان د دې ولایت د بیلابیلو ولسوالیو او سیمو دي، چې ۲۴۸ ټپیان د ایبک او پاتې نور د خُلم، حضرت سلطان، ښکته دره صوف، پورته دره صوف بازار، مقصود او له سرباغه دي.
په سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ یو روغتون کې یو روغتیایي مسوول سید عبداللطیف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«ډېریو ټپیانو موږ ته مراجعه کړې وه، وضعیت یې ښه نه وه، هغوی مو د مزار شریف ملکي روغتون ته واستول، د دې لپاره چې تر دېوال لاندې شوي وو په ملا او پښو ژوبل شوي وو.»د سمنګانو یو ډاکتر
د افغانستان په شمال کې د تاشقرغان د تنګي واټ په اوږدو کې په یوه بازار کې یو دکاندار وايي چې دکان یې په زلزله کې زیانمن شوی او د مالي مرستې غوښتنه کوي.
ده چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې دی له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د دې خوراکي توکو د دوکان مالک و.
«دلته مو کابو دوه لکه افغانۍ مال درلود، اوس ښایي د دېرش زرو افغانیو په ارزښت مال په کې پاتې وي نور ټول له منځه تللي، زموږ کورنۍ اته کسیزه ده، له دولت او موسسو غواړو چې هر څه یې په وس وي، موږ سره دې مرسته وکړي.»
دا زلزله چې د افغانستان شمال یې ولړزاوه، شاوخوا دوه میاشتې وروسته له هغې شوې چې د اګست په ۳۱مه د هیواد په ختیځ کې، په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې د ۶ درجې زلزله وشوه، چې له ۲۲۰۰ څخه ډیر کسان په کې مړه او نږدې ۴۰۰۰ نور یې ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا تر اوسه د هیواد په ختیځ کې د زلزلې له پایلو نه دی رغېدلی او د راپورونو له مخې، په زرګونو خلک چې په کونړ کې یې کورونه له منځه تللي، لا هم مناسبې سرپناوې نه لري او خپلې ورځې او شپې تر خیمو لاندې تیروي.