د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۵

یوناما له پاکستان سره تر نښتو وروسته په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې تازه ارقام خپاره کړل


د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو کور چې د پاکستان په هوايي برید کې ویجاړ شوی دی.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو کور چې د پاکستان په هوايي برید کې ویجاړ شوی دی.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په وسله والو نښتو کې ملکي مرګ ژوبلې، په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د کابل ښار د تایمنیو سیمې یوه اوسېدونکې وایي چې د چهارشنبې ورځې ناوخته په یاده سیمه کې د پاکستان له لوري هوایي بریدونو سخت وېرولي او د دوی ګڼو ګاونډیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دې مېرمنې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل"موږ د تایمني په دریم سړک کې اوسېږو او دا چاودنې په پنځم او څلورم سړک کې شوي دي. په دویم سړک یې یوه مدرسه هم ویشتلې ده. هماغه وخت چې خلکو د چاودنو غږونه واورېدل ټول ووتل. اوس ډېر کورونه تایمني کې خالي دي، خلک تللي. ډېره وېره شته، ټپیان او مړي هم خورا زیات وو. یو بلاک یې سم نیمایي ویجاړ کړی او مدرسه هم د دې لپاره چې مازدیګر و، کسان په کې زیات وو، د نجونو مدرسه وه، د مصباح مکتب څنګ کې ، زما وروڼه ورغلي وو ویل یې چې ټپیان او مړه ډېر وو. ماښام ټولې لارې بندې وې، خو سهار خلاصې شوې."

یاده مېرمن زیاتوي چې د سیمې خلک سخت وېرېدلي او د نورو وختونو په شان ګڼه ګوڼه نه شته.

یوناما وايي، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو په شخړو کې نژدې څلورو سوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چهارشنبې د ورځې د «اکتوبر د ۱۵ نیټې» د مازدیګر د شاوخوا څلورو بجو له چاودنو وروسته د کابل ایمرجنسي روغتون ته ۵ وژل شوي او ۳۵ ټپیان انتقال شوي دي.

په دې اړه د دې روغتون په خبرپاڼه کې د ۱۰ ټپیانو حالت نازک ښودل شوی او ويل شوي چې د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر لا څرګند نه ‌دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران تر دې چاودنو وروسته پر خپلو اکس پاڼو یوازې ولیکل، چې د تیلو یوه ټانکر اور اخیستی دی.

خو مجاهد، ځدران او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا نن په دې اړه چې د پاکستان په هوایي حملو کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر څومره دی، د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په ورته وخت کې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ یو شمیر اوسېدونکي وایي چې نن تر غرمې پورې جګړه نه وه، خو په خبره یې د تېرو ۴ ورځو جګړو عام خلک سخت ځپلي او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي غفار کاکړ ازادي راډیو ته وویل"ډېر خلک تر خاورو لاندې شول، تر تېرې شپې یې چې خلک روغتون ته راوړل او لیستونه یې لیکل تر ۴۸۰ کسان مړه او ټپیان وو تر هغه وروسته نه پوهېږم. ډېر خلک الوتکو وویشتل، خو د پرون ماښام له ۷ بجو راهیسې بیا په بولدک کې ټک نه دی شوی، اکثریت خلک چې له کورونو وتلي وو اوس بېرته راروان دي."

په دې حملو کې ملکي مرګ ژوبلې ګڼ غبرګونونه راپارولي.

د کابل ښار د استوګنې په سیمه، تایمني کې د چارشنبې ورځې د چاودنې شېبه
د کابل ښار د استوګنې په سیمه، تایمني کې د چارشنبې ورځې د چاودنې شېبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) نن پر خپله وېبپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د اکټوبر له ۱۰مې راهیسې یې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د شخړې له امله د کرښې دواړو خواوو ته د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو کره راپورونه ترلاسه كري دي.

یوناما د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ د اعلان شوي اوربند هركلى کړی او له دواړو لورو یې غوښتي چې روانه شخړه ودروي او د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته دې پام وکړي.

یوناما لیکلي چې دوی لاهم د وژل شويو او ټپیانو دقيقه شميره ارزوي، که څه هم په ټکو یې، اوسني معلومات ښیي چې په سپین بولدک کې شاوخوا ١٧ ملكي وګړي وژل شوي او ٣۴۶ تپیان دي.

يوناما په پكتيا، پكتيكا، کونړ او هلمند ولايتونو كي د اکتوبر له لسمې نېټې راهیسې د سرحدي نښتو په پايله كي د لږترلږه یوه کس وژل کېدل او د ۱۵ کسانو ټپیي کېدل مستند كري دي.

خو د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د عامې روغتیا رییس کریم الله زبیر اغا د پنجشنبې په ورځ اسوشیتید خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې نښتو تر اوربند مخکې ۴۰ ملکي وګړي وژلي او ۱۷۰ نور یې ټپیان کړي دي.

غلیظ لوګی دچارشنبې په ورځ د کابل په فضا کې خپور شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00

دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې دواړو لوریو اوربند اعلان کړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اوربند د چهارشنبې په مازیګر نافذ شو.

مجاهد ویلي چې دا اوربند به تر هغې دوام وکړي چې مقابل لوری برید ونه کړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اوربند به یوازې ۴۸ ساعته وي.

ملګروملتونو له دواړو خواوو غوښتي دي چې شخړې پای ته ورسوي او د ملکي وګړو د ساتنې مسوولیت ادا کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا پر خپله ایکس پاڼه د چهارشنبې په ورځ د دې شورا د عالي کمیشنر ولکر ترک په حواله لیکلي، چې ده هم د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې، او ټینګار یې کړی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو ملکي وګړو ته سخت زیان رسولی دی.

هغه له دواړو خواوو غوښتي چې سمدلاسه تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیټ هم د اکټوبر په ۱۵مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د روانو وسله والو نښتو له امله د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او بېځایه کېدو راپورونو په ژوره توګه اندېښمن کړی او د شخړو د پای غوښتنه یې کړې.

دې نښتو یو شمېر پخواني افغان سیاسي مشران او چارواکي هم په غوسه کړي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا نښتې د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاورې تېری بللی او ویلي دي چې پاکستان د «خپلو غیر منطقي او بې فکره پالیسیو» پایلو سره لاس او ګرېوان دی او د افغانستان پر خلکو په برید کولو نه شي کولای له هغو پایلو خلاص شي.

کرزي ټینګار کړی چې د پاکستان لپاره غوره خبره دا ده چې تیری ودروي او په خپلو زیان رسوونکو پالیسیو په بیاکتنې سره، د ګاونډیتوب د اصولو او نړیوالو معیارونو پراساس له افغانستان سره دوستانه اړیکې وپالي.

د یادونې ده چې د همدې نښنو له امله پاکستان افغانستان سره خپلې ټولې ترانزیتي لارې هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي چې نن یې پنځمه ورځ ده.

XS
SM
MD
LG