د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۵

د طالبانو او پاکستان په نښتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې انتقادونه وپارول


د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په وسله والو نښتو کې ملکي مرګ ژوبلې، په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د کابل ښار د تایمني سیمې یوه اوسېدونکې وایي د چهارشنبې ورځې ناوخته په یاده سیمه کې د پاکستان له لوري هوایي بریدونو سخت وېرولي او ګڼو ګاونډیانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

دې چې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"موږ د تایمني په دریم سړک کې اوسېږو او دا چاودنې په پنځم او څلورم سړک کې شوي دي، په دویم سړک یې یوه مدرسه هم وهلې، هماغه وخت چې ټولو خلکو د چاودنو غږونه واورېدل (وتلي) اوس ډېر کورونه تایمني کې خالي دي، خلک تللي، ډېره وېره شته، ټپیان او مړي هم زښته زیات وو، یوه بلاک یې هم سم نیمایي ژوبل کړی او مدرسه هم د دې لپاره چې مازدیګر و کسان په کې زیات وو، د نجونو مدرسه وه، د مصباح مکتب څنګ کې ، زما وروڼه ورغلي وو ویل یې چې تپیان او مړه ډېر وو، ماښام مکمل لارې بندې وې، خو سهار لارې خلاصې شوې."

دا مېرمن وایي چې اوس یې په سیمه کې خلک سخت وېرېدلي او د نورو وختونو په شان ګڼه ګوڼه نشته.

په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د «اکتوبر د ۱۵ نیټې» د مازدیګر د شا او خوا څلورو بجو له چاودنو ایمرجنسي روغتون ته ۵ وژل شوي او ۳۵ ټپیان انتقال شوي دي.

په دې اړه د دغه روغتون په خبرپاڼه کې د ۱۰ ټپیانو حالت نازک ښودل شوی او په کې ويل شوي چې د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر لا څرګند نه ‌دی.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د کابل د امینه قوماندانۍ ویاند یې خالد ځدران تر دې چاودنو ورسته یوازې پر خپلو اکس پاڼو ولیکل، چې د تیلو یو ټانګر اور اخیستی دی.

خو ذبیح اله مجاهد، خالد ځدران او د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا پنجشنبه د اکتوبر په ۱۶ مه په دې اړه چې د پاکستان په دې هوایي بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر څومره دی د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، چې.

په ورته وخت کې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ یو شمیر اوسېدونکي وایي، نن پنجشنبه (د اکتوبر په ۱۶مه) تر غرمې پورې جګړه نشته، خو په خبره یې د تېرو ۴ ورځو جګړو عام خلک سخت ځپلي او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي غفار کاکړ ازادي راډیو ته وویل:

"ډېر خلک تر خاورو لاندې و,، تر تېرې شپې یې چې خلک روغتون ته راوړل او لیستونه یې لیکل تر ۴۸۰ کسان مړه او ټپیان وو تر هغه وروسته نه پوهېږم، ډېر خلک طیارو وویشتل، خو له پرون ماښام ۷ بجو راهیسې بیا په بولدک کې ټک نه دی شوی، اکثریت خلک چې له کورونو وتلي وو اوس بېرته راروان دي."

دې پېښو کې ملکي مرګ ژوبلې ګڼ غبرګونونه راپارولي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د اکتوبر پر ۱۶مه پر خپله وېب پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د اکټوبر له ۱۰مې راهیسې یې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د شخړې له امله د کرښې دواړو خواوو ته د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو کره راپورونه ترلاسه كري.

یوناما د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ د اعلان شوي اوربند هركلى کړی او له دواړو لورو یې غوښتي چې روانه شخړه ودروي او د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته دې پام وکړي.

یوناما لیکلي چې دوی لاهم د وژل شويو او ټپیانو دقيقه شميره ارزوي، که څه هم په ټکو یې، اوسني معلومات ښیي چې سپین بولدک کې شاوخوا ١٧ ملكي وګړي وژل شوي او ٣٢٩ تپیان شوي دي.

يوناما په پكتيا، پكتيكا، کنړ او هلمند ولايتونو كي د اکتوبر له لسمې نېټې راهیسې د سرحدي نښتو په پايله كي لږ تر لږه د یو کس وژل کېدل او د ۱۵ کسانو ټپیي کېدل مستند كري دي.

دا راپورونه داسې مهال دي چې دواړو لوریو اوس اوربند اعلان کړی دی.

ذبیح‌الله مجاهد او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چهارشنبې په مازیګر دا اوربند نافذ شو.

مجاهد ویلي چې دا اوربند به تر هغې دوام وکړي چې مقابل لوری برید ونه کړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اوربند به یوازې ۴۸ ساعته وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا پر خپله ایکس پاڼه د چهارشنبې په ورځ د دې شورا د عالي کمیشنر ولکر ترک په حواله لیکلي، چې ده هم د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې، او ټینګار یې کړی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو ملکي وګړو ته سخت زیان رسولی دی.

هغه له دواړو خواوو غوښتي چې سمدلاسه تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بنټ هم د اکټوبر په ۱۵مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د روانو وسله والو نښتو له امله د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او بې ځایه کېدو راپورونو په ژوره توګه اندېښمن کړی او د شخړو د پای غوښتنه یې کړې.

دې نښتو یو شمېر پخواني افغان سیاسي مشران او چارواکي هم په غوسه کړي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا نښتې د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاورې تېری بللی او ویلي دي چې پاکستان د «خپلو غیر منطقي او بې فکره پالیسیو» پایلو سره لاس او ګرېوان دی او د افغانستان پر خلکو په برید کولو نه شي کولای له هغو پایلو خلاص شي.

کرزي ټینګار کړی چې پاکستان لپاره غوره خبره دا ده چې تیری ودروي او په خپلو زیان رسوونکو پالیسیو په بیاکتنې سره، د ګاونډیتوب د اصولو او نړیوالو معیارونو پراساس له افغانستان سره دوستانه اړیکې وپالي.

د یادونې ده چې د همدې نښنو له امله پاکستان افغانستان سره خپلې ټولې لارې هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي چې نن یې پنځمه ورځ ده.

XS
SM
MD
LG