۲۰۲۵ کال لپاره په ښځینه شاعرانو کې د جنید شریف بنسټ جایزو د لومړي مقام ګټونکې اغلې اسد ازادي راډیو ته وویل: «د دغو ګټونکو په سر کې زما نوم راغلی، زما لپاره بیخي د خوښۍ خبره وه.»
عاقله وايي، د دې جایزې مادي اړخ په خپل ځای خو دا یې معنوي اړخ ته ډېره خوشحاله ده، ځکه په خبره یې د نن سبا وضیعت کې، په ځانګړي ډول نجونې ملاتړ او هڅونې ته ډېره اړتیا لري:
"ما لپاره یې معنوي اړخ ډیر زیات لوړ و، ځکه په داسې یوه ټولنه کې چې افغان نجونې نن سبا ډیر سخت وضعیت سره مخ دي، هغوی له ډیرو محدودیتونو سره مخ دي، هغوی هیڅ څه ته هم لاسرسی نه لري، بیا چې دغسې یوه کوچنۍ بریا هم د دوی په نوم باندې کېږي، دوی رامخته کېږي، نو دا ډیره د خوښۍ خبره وي او یوه نوې روحیه افغان جینکو ته ورکوي. "
په نارینه وو کې بیا لومړۍ جایزه فرید قربان خپله کړې ده.
نورې جایزې بیا مژدې باران، اجل احمدزي، همیم نیهام او سارا سایس ته ورکړل شوې دي.
د جنید شریف ادبي جایزه چې له ۲۰۲۲ زېږدیز کال راهیسې هر کال پښتنو شاعرانو ته ورکوله کېږي لومړي مقام لپاره جایزه ۵۰۰ ډالر او نورو غوره شعرونو لپاره بیا ۳۰۰ ډالره ده.
سارا سايس ته بیا سږ کال تشویقي جایزه ورکړل شوه چې ۱۰۰ ډالره وه.
د جنید شریف بنسټ د جایزې د داورانو په خبره، دې سیالۍ ته په لسګونو شاعرانو خپل شعرونه لېږلي وو.
دغه بنسټ سږ کال د ځلاند کلتوري مشر جایزه بیا شاعر، لیکوال او ژورنالیست مصطفی سالک ته ورکړې ده چې ۱۰۰۰ ډالره ده.
ښاغلي سالک له ازادي راډیوسره په خبرو کې وویل، هیله من دی چې دغه جایزه نوره هم پراختیا ومومي او تر ډیره دوام وکړي:
"شاعران، ادیبان، بې وزله طبقه ده، غریب خلک دي، نو د دوی لپاره دا یو لاس نیوی او لویه خبره ده، خدای دې وکړي چې دغه جایزه نوره هم پراختیا ومومي، چې تر ډیره پورې وچلېږي او ادیبانو او شاعرانو ته د افغانستان په کچه جایزې ورکړي."
د مصطفی سالک تر اوسه دوولس کتابونه چاپ شوي او په لسیزو د "پیلوزې" په نوم د یوې ادبي راډیويي خپرونې کوربه و.
د جنید شریف بنسټ کلنۍ جایزې تر اوسه د دغه بنسټ مشر جنید شریف له خپلې شخصي پانګې ورکوي.
هغه په امریکا کې د پوهنتون استاد، شاعر او لیکوال دی او ادبیاتو کې یې ډاکټري کړې ده.
نوموړي د دغو جایزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
" ځوان شاعران او شاعرانې چې دي، دوی ډیر تشویق ته اړتیا احساسوله، نو د دې لپاره مخکې هم ضرورت و، او اوس دا ضرورت زیات شوی دی، زه فکر په دې شرایطو کې په تیره ښځینه شاعرانو ته زموږ دا جایزې یو معجزه اسا غوندې یو څه دي. "
د یادونې ده چې یو شمیر نور بنسټونه هم هر کال افغان ادیباتو ته په بېلابیلو ادبي ژانرونه کې جایزې ورکوي.
لکه د زري کړکۍ جایزه چې تر ډیره چاپ شویو اثاروته ورکول کېږي.
او د اکرام عثمان جایزه د کیسو برخې ته ځانکړې ده.