د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۱

سویډني او اتریشي چارواکو د مجرمو او غیرقانوني کډوالو د ژر ایستلو غوښتنه وکړه


له جرمني او څو نورو اروپايي هیوادونو وروسته د سویدن او اتریش چارواکو هم د ناقانونه او مجرمو کډوالو په ځانګړي دول افغانانو د ژر بېرته ستنولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

سویدن غوښتنه کړې چې د اروپايي ټولنې کمیسیون دې داسې یو پروګرام جوړ کړي چې افغانستان ته د هغو کسانو د بېرته لېږلو چارې چټکې کړي چې په اروپا کې د پناه اخیستنې حق نه لري.

د European Newsroom وېب‌ پاڼې د راپور له مخې، د سویدن د کډوالۍ وزیر یوهان فورسل د سه‌شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۴مه، د اروپايي تولنې په یوه ناسته کې د دې موضوع په مطرح کولو سره وویل: «هغوی باید داسې لارې چارې پیدا کړي چې د ناقانونه کډوالو جبري بېرته ستنول عملي شي، او که څوک سویدن ته راغلی او جرم یې کړی وي، باید وشړل شي.»

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د مثال په ډول د اروپايي ټولنې د ګډو چارټر الوتنو له لارې ډېری هغه افغانان چې د پناه حق نه لري، بېرته واستول شي.

په راپور کې زیاته شوې چې په دغه ناسته کې د هغو کسانو د بېرته ستنولو د څرنګوالي په تړاو چې د پناه حق نه لري د اروپايي ټولنې د نویو قوانینو په اړه هم خبرې وشوې، خو د راپور په ټکو په دې اړه چې د اروپايي ټولنې له نورو هیوادونو د اخراج پرېکړې اجباري وي که اختیاري اختلاف موجود دی.

Eunews ویب پاڼې هم سه شنبه داکتوبر ۱۴ مه راپور ورکړی چې د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر هم د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د لا زیات سخت دریځ غوښتنه کړې او ویلي یې دي هغه کسان باید بېرته واستول شي چې جدي جرمونه یې کړي ان که په خبره یې، د هغوی د بېرته ستنونې هیوادونه افغانستان یا سوریه وي.

د هغه په حواله وړاندې راغلي چې «اوس ټولو ته څرګنده ده چې اروپا باید د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې لا سخت اقدام وکړي، په دې معنا چې مجرمین او ناقانونه کډوال باید بېرته واستول شي، ان د سوریې او افغانستان په شان هیوادونو ته.»

نوموړي دغه څرګندونې لوکزامبورګ کې د کورنیو چارو د شورا غونډې ته کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړې وه چې د دې هېواد یو پلاوي د طالبانو له چارواکو سره په کابل کې خبرې کړې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د دې هېواد بیلد ورځپاڼې ته ویلي چې د هغو کډوالو ایستل چې مجرم ثابت شوي، باید په منظم ډول ترسره شي، او له همدې امله دوی اوس په مستقیم ډول په کابل کې خبرې کوي څو مجرمین وایستل شي او له امله یې «راتلونکي احتمالي ګواښونه» په دوامدار ډول له منځه یوړل شي.

جرمني په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو ورسته په تېرو څلور کلونو کې ، د قطر په منځګړیتوب لسګونه افغانان چې په جرمونو تورن وو، په دوو چارټر الوتنو کې افغانستان ته استولي دي.

دغه شان شاوخوا یوه میاشت مخکې د اتریش ځینو رسنیو د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی و چې د طالبانو یو پلاوی اتریش ته تللی او د شلو افغان تورنو کسانو په پېژندنه کې یې مرسته کړې ده.

د سویس دولتي راډیو او تلویزیون هم شاوخوا شپږ اونۍ مخکې راپور ورکړی و چې د طالبانو څلور دیپلوماتان ژنیو ته تللي ترڅو د هغو افغانانو پېژندنه وکړي چې په جرمونو تورن دي او د بېرته ستنولو بهیر یې پیل شي.

د سویس د کډوالۍ دولتي ادارې ویلي چې دا ګام «حساس خو ضروري» دی.
سویس په ۲۰۲۴ کال کې پنځه افغانان چې د دې ادارې په وینا مجرمین وو او د کورني او بهرني امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېدل، بېرته افغانستان ته واستول.

خو د بشري حقونو یو شمیر فعالانو مخکې په دې کړنو نیوکې کړي ویلي یې دي چې ځینې اروپايي هېوادونه د خپلو کورنیو کډوالیو د پروګرامونو د تنظیم لپاره «د بشري حقونو له ناقضینو» سره تعامل کوي.

طالبانو بیا تل ادعا کړې چې د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تضمین شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېت مخکې له اروپا څخه د افغانان کډوالو د ایستلو د بهیر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دې لړۍ د درولو غوښتنه یې کړې ده، ځکه د ده په وینا، د دغو کډوالو بېرته استول ان که مجرمین هم وي مناسبه حل لاره نه ده.

د یادونې ده چې د اروپايي ټولنې او افغانستان ترمنځ د بېرته ستنولو هوکړه تر ۲۰۲۱ کال مخکې موجوده وه، خو کله چې طالبان په دغه کال کې په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، یاده هوکړه د امنیتی اندېښنو او د بشري حقونو د سرغړونو له امله وځنډول شوه.

XS
SM
MD
LG