د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۱

له پاکستان سره د افغانستان د راکړو ورکړو اصلي لارې هم بندې دي


د لارو د تړل کېدو له امله اوس مهال دواړو لوریو ته سلګونه په سوداګریزو توکو بار لارې بندې پاتې دي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته نن د درېیمې ورځې لپاره هم د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې دروازې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلي دي.

تورخم، سپین بولدک –چمن، انګوراډه، غلام خان او دغه شان خرلاڅي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هغه پنځه دروازې دي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او مسافرو د تګ راتګ لپاره کارول کېدې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د لارو د تړل کېدو له امله اوس مهال دواړو لوریو ته سلګونه په سوداګریزو توکو بار لارې بندې پاتې دي.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي سه شنبه د اکتوبر په ۱۴ مه ازادي راډيو ته وویل که څه هم دوی په کابل کې د پاکستان له سفارت سره د دغه لارو په د خلاصېدو په خاطر ناسته کړې خو په خبره یې کومه لا ورته کومه هیله نه تر سترګو کېږي:

"جدي ستونزه ده، دواړو لوریو ته درانه زیانونه اوړي، پنځه واړه دروازې بندې دي، بلې غاړې ته چې موږ سوداګرو سره خبرې کړي دي هغوی هم باور لري چې لاره باید خلاصه شي، خو هیڅ د خلاصېدو څرک یې نه لیدل کیږي، دا کیسه د اقتصادي وزارتونو په لاس کې نه ده دا ځل دا مسله د پوځي وزارتونو په لاس کې ده."

نوموړي دا هم وویل چې اوس مهال په سوداګریزو توکو بار لاریو د درېدلو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته هره ورځ لکونه ډالره زیان رسیږي.

هغه دا هم وویل چې که د لارو تړل کېدل اونیو او میاشتو ته رسیږي نو د دواړو لوریو په ځانګړي ډول د افغانستان په بازارونو به منفي اغیز وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان یو شمېر سوداګر هم وايي د لارو د تړل کېدو له امله سوداګري په ټپه ولاړه ده او دوی ته زیانونه رسېدلي دي.

د تازه میوې یو افغان سوداګر شیر محمد شیر زاد سه شنبه د اکتوبر په ۱۴ مه ازادي راډيو ته وویل:

"د دغه لارو د بندیدو او جګړو له امله تاوان او زیان ټولو عوامو او سوداګرو ته رسېدلي دی، همدا اوس زموږ د تازه میوو د سوداګرو موټرې په دروازو کې ولاړي دي، زموږ زیاتې میوې نیمه خرابې شوي دي خو اجازه نه ورکول کیږي چې بلې غاړې ته واوړي."

دی وايي اوس مهال چې د افغانستان د تازه میوې په ځانګړي ډول انګورو، مڼو او انارو سیزن دی خو د لارو د بندیدو له امله به دوی ته ستر زیانونه ورسیږي.

نوموړي دغه شان ادعا وکړه چې پاکستان هر کال په یوه او بله پلمه د افغانستان د تازه میوې د رسېدو پر مهال لارې بندوي او دوی ته پراخه مالي زیانونه اړوي.

د کرښې بلې غاړې ته د خیبرپښتونخوا اوسېدونکی او سوداګر چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل که څه هم دوی د دې ایالت له مسولینو سره د دروازو د خلاصېدو په اړه خبرې کړي خو په وینا یې ورته ویل شوي چې لارې د پوځ له لوري تړل شوي او دوی یې د خلاصېدو صلاحیت نه لري:

"د لارو بندیدو له امله ټول سوداګر زیانمن شوي دي، همدا اوس ټرانزیټ په ټپه ولاړ دی، سوداګري نشته، په سرحدي سیمو کې بازارونه تړل شوي دي، موږ چې له چارواکو سره خبرې کړي دوی وايي دروازې پوځ تړلي دي او دوی یې د خلاصولو صلاحیت نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې د غیر رسمي شمېرو له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هره ورځ له ۱۵ سوه تر ۲ زره سوداګریزې لارې تګ راتګ کوي.

په دې کې افغانستان او پاکستان او دغه شان منځنۍ اسیا ته صادرات او واردات.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او سپین بولدک – چمن په ګدون ټولې لارې د اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر سختو نښتو وروسته وتړل شوې.

د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په دې نښتو چې څو ساعته یې دوام کړو دواړو لوریو یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم کړي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګي پرون د اکټوبر ۱۲مه په دې جګړه کې د خپلو ۲۳ عسکرو وژل کېدل او دغه راز د ۲۹ نورو ټپي کېدل تایید کړل او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې نښتو کې ۹ طالبان وژل شوي او نږدې ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

مجاهد د اکتوبر په ۱۲ کابل کې یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې دا بریدونه انتقامي وبلل زیاته یې کړه چې دوی پیل کړي وو او د شپې ۱۲ بجې یې د سعودي عربستان او قطر په غوښتنه ودرول.

دا نښتې ورسته تر هغې وشوې چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د اکتوبر په لسمه وویل چې پاکستان د اکتوبر په نهمه د شپې ناوخته د افغانستان هوايي حریم نقص کړی دی.

په دې اړه د دغه وزارت بّ بیان کې راغلي وو،« یوځل بیا پاکستان د افغانستان هوائي حریم نقض کړ، ډېورند کرښي ته څېرمه دپکتیکا په مرغۍ ساحه کی یې په یوه ملکي بازار بمبار وکړ او د کابل پلازمیني قلمرو یې هم نقض کړ. دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام دی…»

د پاکستان حکومت په دې اړه رسمي څه نه وو ویلي خو یو شمیر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې دا هوايي بریدونه د دې هیواد د هوايي ځواک له خوا د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د یو شمیر مهمو مشرانو د وژلو په هدف شوي دي.

XS
SM
MD
LG