د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت الله چې د تېرې اګسټ په ۳۱ مه د مرګونې زلزلې له امله سخت زیانمن شوی وايي میرمن او دوه ماشومان یې په دې زلزله کې مړه او کور یې ونړیده.
کور مې ونړیده، ښځه او ماشومان مې مړه شول، موږ اوس تر خیمې لاندې سخت ژوند تیروو، موږ غواړو چې له موږ سره مرسته وشي، ځکه ژمی راروان دی او تر خیمې لاندې ژوند سخت دی، موږ کورونو ته اړتیا لرو ځکه موږ اوس مهال له جدي ستونزو سره مخ یو.د کونړ د مرګونې زلزلې یو زیانمن شوی کس
په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې له دې مرګونې زلزلې وړاندې په وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر نورو برخو کې هم ګڼو طبیعي افتونو بې شمېره کسان اغیزمن کړي دي.
د بغلان یوه اوسېدونکی دوست محمد چې د دې ولایت د بورکې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د تېر کال سیلابونو له امله ورته زیانونه رسېدلي ازادي راډيو ته وویل:
«زموږ په سیمه کې سیلابونو ټولو خلکو ته ګڼ زیانونه واړول، زموږ په کلي کې ۱۸ کورنۍ اوسېدې د ټولو کورونه یې ونړل او زموږ توکي او لوښي یې ځانه سره یوړل، په دې سیلابونو کې اوه کسان هم شهیدان شول، زموږ د کورنۍ په ګډون ټول کلی سخت زیانمن شو او اوس ټول له جدي ستونزو سره مخ یو، موږ سره لازمې مرستې نه دي شوي اوس مهال ان د څښلو اوبه نه لرو او یو بایلر په ۲ سوه افغانیو اخلو.»
نن دوشنبه د اکتوبر ۱۳ مه د ناورین د خطر کمولو نړیواله ورځ ده.
ملګرو ملتونو په دې اړه ویلي د اقلیمي بدلون د پراختیا د مخنیوي په اړه د کمزرو پرېکړو له امله د طبیعې پېښو په زیانونو کې زیاتوالی راغلی دی.
دغه سازمان ویلي اوس مهال د اقلیمي بدلون او د خطرونو د کمولو لپاره د برنامو په نظر کې نیولو پرته ټوله نړۍ له سختو طبیعې پېښو سره مخ ده
د ۲۰۲۵ کال د ناورین د خطر کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو د دوه بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان ویلي چې د ناورین د خطرونو د کمولو لپاره باید عامه او نړیوال تمویل زیات شي او دا چې ډاډ ترلاسه شي چې ټولې پراختیایي او خصوصي پانګونې د خطرونو او انعطاف په پام کې نیولو سره ترسره شي.
په ورته وخت کې، د اسلامي د اسلامي افغانستان د مرستو بنسټ په یو راپور کې ویلي چې اوس مهال افغانان د طبیعې پېښو او اقلیمي بدلونونو له سختو زیانمنونکو کسانو له ډلي دي.
دغه بنسټ د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې وروستۍ زلزلې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په دې زلزله کې له ۲۲ سوه ډېر کسان مړه شول او شاوخوا ۶۳۰۰ کورونه ویجاړ شول خو د یاد بنسټ په خبره لا هم خلکو ته کافي مرستې نه دي رسېدلي.
په راپور کې راغلي چې زلزله ځپلي کسان د یوې میاشتې له تېرېدو لا هم بې کوره دي او د ژمي په رارسېدو سره دوی په خلاصه فضا کې ژوند کوي.
په همدې حال کې په کور دننه یو شمېر خیریه بنسټونه وايي د کونړ زلزله ځپلي بنسټیزو مرستو ته اړتیا لري.
د یو خیریه بنسټ مسوول عطاالله ازادي راډيو ته وویل:
«باید دې خلکو سره بنسټیزې مرستې وشي، سړکونه، روغتیايي مرکزونه او ښوونځي جوړ شي، تر ټولو مهم دا چې خلک کورونه نه لري باید دوی سرپناوې جوړي شي، دلته بارانونه کیږي، واورې ویریږي همدا اوس ډېر کسان ناروغان دي باید د دوی غم وخوړل شي.»
د طبیعې پېښو او چاپیریال یو شمېر کارپوهان د افتونو د مخنیوي لپاره پاملرنه خوار مهمه ګڼي او وايي په افغانستان کې د غیر معیاري کورونو شتون خلکو ته د تلفاتو او زیانونو د اوښتو یو مهم عامل دی.
د تېر جمهوري حکومت پر مهال د لغمان ولایت د چاپیریال ساتنې پخواني ریس احمد جاوید نور ازادي راډيو ته وویل:
«په تېرو څلورو لسیزو کې چې کومې ودانې جوړې شوي دي دا د ملي او نړیوالو نورمونو خلاف جوړې شوي دي، او هیڅ نورم ته پام نه دی شوی، او تر ډېره د افتونو پر مهال هماغه کسان ډېر زیانمن کیږي چې کورونه یې غیر معیاري جوړ شوي وو، که سیلابونه راغلي هم د دوی کورونه یې وړي او که نور افتونه راغلي هم دغه خلک یې زیانمن کړي دي.»
ملګرو ملتونو مخکې ویلي چې په نړۍ کې اقلیمي بدلون له یوې خوا د درنو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو لامل شوی له بلې خوا د افغانستان په ګډون یې په ټوله نړۍ کې ویجاړونکې وچکالۍ لامل شوی دی.
په افغانستان کې د اوبو د کچې ټېټدل یې یوه بله پایله ده.
د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۱ ملیونه خلک د اقلیم د بدلون له امله د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.
ملګرو ملتونو هم په خپل راپور کې افغانستان د هغو لسو هیوادونو څخه یو بللی چې د اقلیم د بدلون له امله له زیانونو سره مخ دی.
د پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص تېر کال په باکو کې د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې د ګډون پر مهال اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي وو چې ټول هیوادنه باید په ګډه د اقلیم بدلون سره د مبارزې لپاره لاسونه یو کړي په ځانګړي ډول د هغو سیمو لپاره چرته چې زیانونه زیات دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې که څه هم افغانستان د نړیوال اقلیم د بدلون له امله د زیانونو له پراخې کچې سره مخ دی داسې مهال چې پوره چمتوالی نه لري او افغانان ممکن اړ شي چې د ژوند په بیلابیلو برخو کې د اقلیمي بدلون د اغیزو د کمولو لپاره په نویو حل لارو غور وکړي.