د کندهار ولایت یو شمیر اوسېدونکي وايي، د سې شنبې د ورځې له ماښام (د اکتوبر له اوومې ۷ نېټه) راهیسې د دې ولایت نوري فایبر انټرنېټ له جدي ستونزو سره مخامخ شوی دی.
دوی وايي چې د کورونو او تجارتي شرکتونو وای فای یې بند شوی او لا هم د ستونزې لامل هم نه دې څرګند.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د ده د تجارتي شرکت وای فای انټرنېټ بند شوی دی:
"هو، وایفای انټرنېټ بند شوی او کار نه کوي. دا انټرنېټ له ماښام وروسته پرې شو او معلومه نه ده چې تر کله به بند وي."
له دې مخکې د دوشنبې په ورځ ( د اکتوبر شپږمه) د کندز ولایت نوري فایبر انټرنېټ هم پرې شوی و، خو د سې شنبې په ورځ بېرته وصل شو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت د ۴۸ ساعتونو لپاره په ټول افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه بند کړي وو.
د هرات یوې اوسېدونکې، بهار نیل، ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار د نوري فایبر انټرنېټ د بندېدو له خبر وروسته اندېښنه لري چې ښايي دا حالت یو ځل بیا په ټول هېواد کې تکرار شي:
"ټول اندېښمن یو، ځکه د خلکو ژوند اوس ډېر له انټرنېټ سره تړلی دی. د ژوند هره برخه ورسره تړلې ده، له کار او وظیفې نیولې تر زده کړو پورې چې اوس هم بندې دي، خو نجونې هڅه کوي چې انلاین زده کړې وکړي. که انټرنېټ بند شي، دا به د دوی لپاره ډېر ستونزمن او دردوونکی حالت وي. هیله ده دا حالت تکرار نه شي او د دې مخه ونیول شي."
د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت او ځايی مسوولیو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا هم په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ (د میزان په ۱۵ مه) په کندهار کې د طالبانو حکومت د ټولو والیانو او ولسوالانو درې ورځنی سمینار پای ته ورسېد.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت، په خپله ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې د طالبانو مشر، هبتالله اخندزاده، په دې غونډه کې خپلو چارواکو ته ویلي چې دوی د حکومت استازي دي او باید په تقوا، عدالت او د شریعت په چوکاټ کې عمل وکړي، ځکه د دوی چلند د خلکو پر ذهنونو اغېز کوي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د میزان له ۷ مې تر ۹ مې پورې په ټول افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتو ټول خدمتونه بند کړي وو، چې دا کار د خلکو، مدني فعالانو او نړیوالو ادارو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.
د بخښنې نړیوال سازمان د انټرنېټ بندېدل په افغانستان کې «ناسم اقدام» او د نړیوالو معیارونو خلاف وبللو، او ویې ویل چې دا پرېکړه د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز لري.
یو شمېر افغانانو هم مخکې ویلي وو، چې د انټرنېټ د دوو ورځو بندېدو پر مهال د دوی کارونه، انلاین زدهکړې او تجارتي فعالیتونه سخت زیانمن شوي دي.
دغه شان د اسعارو راکړې، ورکړې، ګمرکي چارو، د هوایي شرکتونو فعالیتونو، سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو کې هم جدي ستونزې رامنځته شوې وې.
طالبانو څه موده مخکې د لسو څخه په ډېرو ولایتونو کې په تدریجي ډول د نوري فایبر انټرنېټ بند کړی و، او وروسته یې د ټول هېواد په کچه د انټرنېټ او مخابراتو خدمتونه د دوو ورځو لپاره بند کړل.
ځینو طالب سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې دا کار د دوی د مشر په امر د «منکراتو د مخنیوي» په موخه شوی و.
خو طالب چارواکو تر اوسه په ټول افغانستان کې د انټرنېټ د بندېدو په اړه هیڅ رسمي وضاحت ورنه کړ.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو څېړونکې سحر فطرت،، مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې په خلکو انټرنېټ بندول، پټ کار، د بشري حقونو سرغړونې او د خلکو د غږ ځپلو ته لاره هواروي.
هغې ټینګار کړی و چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه کولای شي په ډیپلوماټیکو فشارونو ، له رسنیو او خپلواکو مدني بنسټونو د ملاتړ، او حسابورکونې او د نړیوالو میکانېزمونو له لارې ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان بیا ورته اقدام ونهکړي، او که یې وکړ، مسؤل کسان یې باید ځواب ویلو ته اړ کړل شي.