ملګرو ملتونو ویلي، د اسلام قعله په پوله د ښځو پر کار د طالبانو د «نویو» محدودیتونو له امله، دغې ادارې او بشرپاله شریکانو یې دغلته خپل سرحدي فعالیتونه ځنډولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اندریکا راتوات، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، دا پرېکړه سه شنبه د نومبر په ۴مه، وروسته له هغې وشوه چې طالبانو ښځینه کارکوونکې د ملګرو ملتونو او د دوی د شریکانو په ادارو کې له کار کولو منع کړې.
هغه د دغو «نویو » محدودیتونو جزییات نه دي څرګند کړي، خو ویلي یې دي چې دې کار د بشري مرستو په بهیر کې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
راتوات ټینګار کړی چې د ښځینه کارکوونکو له شتون او فعالیت پرته، ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسونه ناشونې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د کهسان امر بالمعروف راغی او ویې ویل چې ستاسو د کار ډول چې کوې یې اسلامي نه دی
د اسلام قلعه په پوله کې د یوې نړیوالې ادارې یو کارکوونکي ازادي راډیو ته وویل، ملګرو ملتونو او شریکانو یې وروسته له هغې خپلې چارې ودرولې چې څو ورځې مخکې د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر مسوولینو ښځې له کاره منع کړې.
هغه، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، وویل چې شاوخوا ۶۰ ښځو په اسلام قعله کې په روغتیايي برخو له دې ډلې د زېږون، واکسین، تغذیې، رواني درملنې او په نورو برخو کې له نړیوالو ادارو سره کار کاوه: "د کهسان امر بالمعروف راغی او ویې ویل چې ستاسو د کار ډول چې کوې یې اسلامي نه دی، قانوني نه دی، څوک چې دلته کار کوي موږ پرې نه یو خبر، شکایتونه راغلي، داسې خبرې یې وکړې."
د کډوالۍ د برخې یو شمیر کارپوهان له دې ډلې عبدالرازق عدیل وایي، د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو د سرحدي مرستو ځنډېدل له دې ډلې نقدي ، روغتیایي او د سرپناه مرستې به بې وسه راستنېدونکي لا زیات فشار سره مخ کړي.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "دا ځنډونه بدې پایلې لري، د ښځو او ماشومانو د لا زیانمنېدو، د حیاتي خدمتونو د نشتون، د نقدي او غیرنقدي مرستو د بندېدو، د بشري ناورین د ژورتیا او د بې ثباتۍ د زیاتېدو لامل ګرځي."
یوازې سږ کال له دې لارې تر ۱.۲ میلیونه زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي، چې له دوی څخه شاوخوا ۶۰ سلنه یې ښځې دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو، این ، ایچ، سي، ار) د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه د سپمبر تر ۱۰ نېټې پورې له ایران څخه له ۲ میلیونو زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
اسلامقلعه د افغانستان او ایران تر منځ له مهمو سرحدي لارو څخه ده، او ډېری افغان کډوال له همدې لارې هېواد ته داخلېږي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، یوازې سږ کال له دې لارې تر ۱.۲ میلیونه زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي، چې له دوی څخه شاوخوا ۶۰ سلنه یې ښځې دي.
طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې ښځې په ډیری دولتي او نادولتي ادارو له کار کولو منع کړې، او دا بندیز یې په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته هم وغځاوه.
همدارنګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ( یو، این، ایچ، سي، ار) نږدې دوه میاشتې مخکې ویلي وو چې په دې اداره کې د ښځو په کار د طالبانو د بندید له امله یې د راستنېدونکو کډوالو په مرکزونو کې خپل فعالیتونه درولي دي.
که څه هم یو شمېر بېرته راستانهشوي افغانان شکایت کوي چې افغانستان تهپه راستنېدو سره یې له ملګرو ملتونو او نورو ادارو لازمې مرستې نه دي ترلاسه کړې، خو (یو، این، ایچ، سي، ار) ویلي چې دوی به راستنېدونکو سره نقدي او نورو مرستو ته دوام ورکړي، چې د بیا میشتېدنې بهیر یې اسانه شي.