د خوړو نړیوال پروګرام WFP په افغانستان کې د خوارځواکۍ او د خوړو د خوندیتوب د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې هیواد کې خوارځواکي او د خوړو د ناامنۍ بحران په چټکې سره مخ په زیاتېدو دی.
ډبیلو ایف پي د دوشنبې په ورځ د اکتوبر ۶ مه په یو راپور کې ویلي په بشري مرستو کې چټک کمښت او د تغذیې د سلګونو مرکزونو تړل کېدو افغانستان د شدېدې خوارځواکۍ او د ماشومانو د مخنیوي وړ مړینې د زیاتوالي له خطر سره مخ کړی.
په راپور کې راغلي دي چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې په ټول افغانستان کې د تغذیې ۲۹۸ مرکزونه تړل شوي او د تېر ۲۰۲۴ کال په پرتله د تغذیې د ګرځنډه ټیمونو په شمېر کې ۵۴ سلنه کموالی راغلی .
WFP ویلي په ژوند ژغورونکو خدمتونو کې سخت کمښت په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې د تغذیوي پروګرامونو پوښښ محدودکړي.
په راپور کې راغلي دي چې په دې ولایتونو کې د تغذیې د ۳۸ مرکزونو د تړلو له امله له ۱۴۱ زره ډېر خلک چې لږ ترلږه ۸۲ زره یې ماشومان دي درملنې ته له لاس رسي محروم شوي دي.
دغه سازمان ویلي په افغانستان کې د خوړو ناامني او د تغذیې بحران په چټکۍ سره مخ په پراخېدو دي او د بشري مرستو کمښت یې یو لوی عامل دی.
د ډبیلو ایف پي د ارزونو له مخې تمه کېده چې د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې به بیړنیو مرستو ته د اړتیا لرونکو کسانو شمېر له ۶ عشاریه ۱۲ میلیونو څخه ۵ عشاریه ۹ میلیونو ته راټیټ شي خو د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې یې په ۱۹ ولایتونو کې سختې وچکالۍ وضعیت نازک کړی دی.
ډبیلو ایف پي ویلي په افغانستان کې د پراخه بې وزلۍ او محرومیت له امله د خوړو په ناامنۍ کې ۲۶ سلنه زیاتوالی راغلی او دېرې کورنۍ یوازې په وچه ډوډۍ او چایو ژوند کوي.
دې ادارې ټینګار کړی چې له بیړني تمویل پرته به افغانستان د ماشومانو د مخنیوي وړ مړینو له زیاتوالي سره مخ شي.
په راپور کې راغلي دي چې د بودجې کمښت او د فقر زیاتېدو په افغانستان کې د ماشومانو کار، له وخت مخکې ودونه، د ماشومانو پلورل او ان د بې وزله کورنیو ترمنځ د بدنې د غړو د پلورلو په څېر پېښې عادي کړي دي.
په همدې حال کې یو شمېر بې وزله کورنۍ چې ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي له نړیوالې ټولنې د مرستو هیله لري.
د پلازمینې کابل د ۲۲ مې ناحیې اوسېدونکي ۴۲ کلن رحیم الله ازادي راډيو ته وویل چې ژوند یې دومره خراب دی چې څو ځله یې د خپل بدن د ځینو غړو د پلور فکر کړی دی.
"زه پنځلس کسیزه کورنۍ لرم، دواړه پښې مې پرې دي، ما غوښتل چې یو پښتورګی مې وپلورم، او ځان او کورنۍ لپاره مې یو کار برابر کړم، ماشومان مې ناروغان دي، نه پوهیږم دوی ته ډوډۍ پیدا کړم که د دوی نورې ستونزې حل کړم، ما څو ځل پوښتنه وکړه چې دا چرته پلورل کیږي خو ونه توانېدم."
د کابل په ۸ مه ناحیه کې میشت کشمیر خان چې ۱۴ کسیزه کورنۍ لري هم ورته ستونزه بیانوي.
"زه دوه زامن لرم، یو یې نهه کلن او بل ۱۲ کلن دی، دوی دواړه په لارو کوڅو کې کباړ راټولي، د ورځې ۷۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې کار کوي، دوی د اړتیا له مخې کار کوي موږ ډېرې زیاتې اقتصادي ستونزې لرو، زما دوه نور کوچني ماشومان د کافي خوړو د نه ترلاسه کولو له امله خوارځواکه شوي دي."
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف ازادي راډيو سره په یوه مرکه کې خبرداری ورکړی وو چې په راتلونکې ژمې کې ښايي افغانستان د بې سارې قحطۍ له احتمالي بحران سره مخ شي.
نوموړي ویلي چې په دې موسم کې د شاوخوا ۱۵ میلیونه اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره مالي وړتیا نه لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په جنوري میاشت کې د یو اجرایوي فرمان په ترڅ کې د دې هیواد ټولنې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولۍ او وې ویل چې دغه مرستې د امریکا له ګټو سره سمون نه لري.
د دغه مرستو کموالي د افغانستان د نورو سکتورونو ترڅنګ روغتیايي برخه ډېره زیانمنه کړه.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا مخکې ویلي چې د مرستو د کمښت له امله به د روان کال تر پایه په افغانستان کې له ۱۹۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه وتړل شي.