د حماس د برید دوهمه کلیزه داسې مهال را رسېږي، چې له پرون (میزان ۱۴مه) راهیسې د اسراییل، امریکا، مصر او حماس استازو تر منځ په مصر کې د امریکا د ۲۰ مادهيي طرحې په اړه خبرې روانې دي. دا طرحه د اسراییلي بنديانو د خوشې کېدو او د غزې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه جوړه شوې ده.
دوه کاله وړاندې، د میزان په ۱۵مه، د سهار په ۶:۲۹ بجو، په هغه ورځ چې د یهودیانو د مذهبي جشن سوکوت وروستۍ ورځ وه او د تورات د نازلېدو جشن لمانځل کېده، له غزې څخه سلګونه راکټونه وویشتل شول.
وروسته څرګنده شوه، چې دا توغندي د هغه مهال د حماس د مشر، د یحیی سنوار، د هغه پلان پر اساس توغول شوي چې اسراییلي پوځیان د راکټونو په برید بوخت وساتي او په همدې وخت کې د حماس سلګونه وسلهوال د غزې د ازغنو کټارو له پرې کولو وروسته د اسراییل کیبوتصونو ښارګوټو او نورو مېشتځایونو ته داخل شي.
ویل کېږي چې د حماس مشرتابه د دغو عملیاتو لپاره کلونه کلونه پلان جوړ کړی و.
په څو ساعتونو کې، د حماس وسلهوالو او ورپسې د غزې د سلګونو ملکي کسانو یوې ډلې د اسراییل پر لسګونو ښارګوټیو او کورونو برید وکړ. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۲۱۹ اسراییلیان ووژل شول او ۲۵۱ نور غزې ته وتښتول شول. ډېری وژل شوي کسان ملکیان وو، چې په خپلو کورونو کې وو.
د حماس دا برید چې د اسراییل پوځ او امنیتي بنسټونه یې حیران کړل، په دغه هېواد کې د "تورې شنبې" په نوم یادېږي.
له برید یوه ورځ وروسته، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ژمنه وکړه چې هېواد به یې د منځني ختیځ «ډګر بدل کړي».
د اسراییل پوځ له شاوخوا څلورو اوونیو چمتووالي او د سلګونو زره زخیره سرتېرو له رابللو وروسته، په غزه کې جګړه پیل کړه چې لا هم روانه ده.
د اسراییل د پوځ د ارزونې له مخې، ۲۰ تنه اسیران لا ژوندی دي، او حماس د ۲۸ وژل شویو اسیرانو مړي ــ چې د یوې ځوانې نجلۍ جسد هم پکې شامل دی ــ د معاملې د فشار لپاره له ځان سره ساتلي دي.
همداراز د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس، په غزه کې تر ۶۷ زره ډېر کسان وژل شوي دي.