د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۵

افغان سوداګر وايي، د دوی د صادراتو د وخت له تېریدو وروسته پاکستان دانګور اډې لار پرانیسته


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په دویمه، په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه ولیکل چې د دې لارې بیا پرانیستل به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي فعالیت او اړیکې پیاوړې کړي.

د افغان سوداګرو له خوا د پاکستان له خوا افغانستان سره په پولو کې د ستونزو د رامنځته کولو په اړه تر اندیښنو وروسته، د "انګور اډې" لاره له نږدې دوه کلن ځنډ وروسته، بېرته د ټرانزیت او ترانسپورت پرمخ بیا پرانیستل شوه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د پنجشنبې په ورځ، "د اکتوبر په ۲مه" په خپل ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) ولیکل چې د دې لارې بیا پرانیستل به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي فعالیتونه او اړیکو د بیا اتصال او پیاوړتیا لامل وګرځي.

طالبانو او د پاکستان حکومت د روان کال په جولای میاشت کې د دې لارې د بیا پرانیستلو موافقه کړې وه.

د پاکستان د ملي لوژستیک مرکز (ان ال سي) ویلي چې دا لاره اوس د ترانیزیت او مسافرو د تګ راتګ لپاره په عصري امکاناتو سره سمبال ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د هوکړې له مخې، ټاکل شوې وه چې دا لاره د اګست په ۳۱مه پرانیستل شي، خو د پاکستان د لوژستیک ملي مرکز ویلي چې د معیاري سړک،د اوبو برابرولو، بریښنا رسولو او مخابراتي سیسټمونو د امکاناتو د نشتوالي له امله د دې لارې فعالولو ډیر وخت ونیوه.

د دې مرکز د معلوماتو له مخې، د انګور اډې لاره اوس د کانټینرونو او لاریو لپاره د تمځای، بانکي خدمتونو، د نوري فایبر انټرنیټ و وصل، او ګمرکي سیسټمونو په ګډون په اسانتیاوو سمبال شوې ده.

د انګور اډې لارې بیا پرانیستل د افغان سوداګرو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ځینې یې بیا پرانستلو ته خوښ دي، خو ځینې نور بیا وايي، اوس چې د افغانستان د صادراتو موسم د پای ته رسېدو په حال کې دی، د دې لارې پرانیستل د پاکستان په ګټه دي.

د تازه میوې یو سوداګر حاجي عطاالله د دې لارې د پرانیستلو هرکلی کوي:

“هر څومره چې بندرونه پرانیستل کېږي، هومره سوداګرو ته اسانتیاووې رامنځته کېږي، هغه صادرات چې له غزني، کندهار او میدان وردګو کېږي، ټول همدې لارې ته نږدې دي، کرایې ارزانه دي، بیې یې ټیټېږي او بل د انګور اډه د پاکستان په یوه منځنۍ سیمه کې ده چې پنجاب ته نږدې ده او د دې لارې پرانیستل کېدل مثبتې اغیزې لري.”

خو د میوو او سبزیو یو بل سوداګر عبدالغفور بیا بل نظر لر:

"زموږ ډېری سبزۍ او مېوې خرابې شوې، په تورخم کې مو حتا تر پنځو ورځو موټر ولاړ وو، اوس چې زموږ د مېوو فصلونه په پای ته رسېدو دي، د دې لپاره چې د پاکستان د خپلې مېوې واردات پیلېږي ځکه د کېنو، کېلو او مالټو رسېدو فصل یې دی، د دې لپاره یې لاره پرانیستله، که تر ۲۰ نورو ورځو زموږ جنسونه ولاړ شي نور خلاص دي، له دې وروسته یې خپل مالونه انتقالېږي، ښایي موږ ته تر یو حده ښه وي خو ډېره ګټه یې پاکستان ته رسېږي."

په ورته وخت کې، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې ګډه خونه هم وايي چې انګور اډه د افغان او پاکستاني سوداګرو لپاره مهم بندر دی.

د دې خونې سلاکار ډاکټر مخلص احمد ازادي راډیو ته وویل:

"مخکې د دې لارې تړل کېدو د سوداګرۍ برخه کې درانه زیانونه اړولي وه، د سوداګرۍ بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی و، دوه میاشتې مخکې چې د غلام خان بندر هم وتړل شو، ډنډ پټان، انګور اډه ټول تړلي وو، ټوله ګڼه ګوڼه په تورخم او سپین بولدک لارو وه."

نوموړي وويل چې دا لاره دوه کاله وړاندې د سرحدي نښتو، ګمرکي شخړو، او سياسي او امنيتي مسایلو له امله د پاکستان لخوا تړل شوې وه.

د انګور اډې لاره په پکتيا ولايت او جنوبي وزيرستان سيمه کې موقعيت لري.

دا لاره داسې وخت بېرته پرانيستل کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري له ګڼو ستونزو سره مخ وه.

افغان سوداګرو تل شکایت کړی چې د پاکستان حکومت لخوا په مختلفو پلمو د لارو تړل، په ځانګړي ډول د تورخم لارې تړلو له امله دوی ته لوی زیانونه وراوښتي او مالونه یې زیانمن شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم مخکې ویلي وو چې له پاکستان سره د سوداګرۍ حجم ۶۰ سلنه کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG