د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۹

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د ختیځ په زلزلو کې د مړینو د نوې څپې له کبله اندېښنه ښودلې


داسې مهال چې هوا په سړېدو ده، د کونړ په زلزله کې بې کوره شوي په خېمو کې اوسېږي. (آرشیف)
داسې مهال چې هوا په سړېدو ده، د کونړ په زلزله کې بې کوره شوي په خېمو کې اوسېږي. (آرشیف)

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو- اف- پي) خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې له ویجاړونکې زلزلې د یوې میاشتې په تېرېدو سره، دغه هیواد لاهم د هغې له پایلو ځورېږي.

(ډبلیو اف پي) د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲مه) په یوه راپور کې چې پر خپله ویب پاڼه یې خپور کړی او عنوان یې دی "له زلزلې وروسته وږی افغانستان، له ژمي سره مخ دی" ویلي دي چې د هېواد په ختیځ کې له زلزلو ورسته د مړینې د یوې نوې څپې په اړه اندیښنه لري.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې له دې زورورې زلزلې یوه میاشت وروسته، هم دا هیواد د هغې له پایلو ځورېږي.

په راپور کې د خوړو د نړیوال پروګرام د مشر او استازي جان ایلیف په حواله چې زلزله ځپلو سیمو ته تللی و، ویلي چې "اجازه نه شو ورکولای، هغه کسان چې له دې سختې زلزلې ژوندي پاتې دي په راتلونکي ژمي کې د لوږې له امله مړه شي. موږ به د خوړو له مرستو پرته، دلته (د افغانستان په ختیځ کې په زلزله ځپلو سیمو کې) په واقعیت کې په ټول هیواد کې د مړینې د دوهمې څپې شاهدان یو.”

ښاغلي ایلیف په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه اندیښنه ښودلې او زیاتوي چې افغانان په دوامداره توګه په کړکېچن حالت کې ژوند کوي، او زلزله له څو هغو ناورینونو یوه ده چې سږکال یې دغه هیواد ځپلی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په زیاتیدو ده.

د کونړ ولایت د بیلابیلو سیمو زلزله ځپلي هم وايي چې هوا باراني ده، په دې وضعیت کې ژوند ورته سخت دی.

دوی دغه شان د ژمي د راتګ او د اړینو ژمنیو اسانتیاوو د نشتوالي په اړه اندیښمن دي.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د چلس سیمې اوسېدونکی فرید چې په اګست میاشت کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو او د یوې۲۲ کسیزې کورنۍ مشر دی وايي، په وروستیو ورځو کې د سړې هوا له امله، د ټولو لپاره د خیمو لاندې ژوند کول ستونزمن شوي او دوی د ژمي لپاره اړین چمتووالی یا اسانتیاوې نه لري.

ده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"اوس هوا ډېره سړه ده او ماشومان، ښځې او سپین ږیري ناروغان کېږي، او موږ د ژمي په راتګ ښځو او ماشومانو ته مو ژمنیو توکو، کمپلو او ګرمو جامو ته اړتیا لرو، ځکه ورځ په ورځ هوا سړېږي، کور نه لرو او دلته خیمو کې ستونزې ډېرې دي مونږ غواړو چې خیریه موسسې او بنسټونه مو ستونزو ته رسېدنه وکړي."

د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالباسط هم ورته ستونزې مطرح کړې او ویې ویل چې دا مهال هم ورښتونه روان دي:

"وضعیت خراب دی، ژمې هم نږدې دی، نن هم دلته باران ورېږي، له دې وروسته هوا سړېږي، موږ چې ټول ماشومان لرو او د بخارۍ او تودخې سیسټم هم په خیمو کې نشته، زموږ د ټولو کورونه ویجاړ شوي او هغه کورونه چې پاتې دي ټول تخریب دي او هلته ژوند کول ممکن نه دي، دا مو ستونزې دي."

په کونړ ولایت او شاخوا سیمو کې یې خونړۍ زلزلې سلګونه کورونه ونړول.
په کونړ ولایت او شاخوا سیمو کې یې خونړۍ زلزلې سلګونه کورونه ونړول.

په ورته وخت کې ځینې رضاکاران چې زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره تللي دي هم د سړې هوا او د زیانمنو خلکو ستونزې تاییدوي.

له دې ډلې ناصر احمدي ازادي راډیو ته وویل: "

“هغو سیمو کې چې زلزلې شوي اکثریت یې غرنۍ سیمې دي او هلته هوا ډېره سړه ده، همدا اوس تر خیمو لاندې ژوند ډېر ستونزمن شوی دی، ورښتونه شروع شوي او ښايي څو ورځې وروسته هلته واورې ووري، لومړنۍ واوره هم همدې سیمو کې کېږي، د دوی ګذاره په یوه کمپله نه کېږي، اړتیا ده چې په کمه موده کې ورته ژر سرپناوې جوړې شي.”

په وروستیو ورځو کې د سړې هوا له امله تر خیمو لاندې ژوند ستونزمن شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په خپل راپور کې زیاته کړې چې په افغانستان کې اړتیاوې پراخې دي، په دغه هیواد کې له نهو میلیونو ډیر افغانان د خوړو له سختې یا بدترې نا امنۍ سره مخ دي او سږکال د ماشومانو خوارځواکي د تاریخ ترټولو لوړې کچې ته رسیدلې، چې درې نیم میلیونه ماشومان یې اغیزمن کړي دي.

«ډبلیو اف پي» ټینګار کړی چې د افغانستان په ډیرو برخو کې سختې وچکالۍ او له ګاونډیو هیوادونو د نږدې دوه ملیونه افغانانو جبري راستنیدو د لوږې وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې ان خوړو ته د شدېدې اړتیاوې سربېره، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د فعالیتونو د ملاتړ لپاره مالي ملاتړ په ختمېدو دی او د لا زیاتې بودجې له تمویل پرته به د ژمي په میاشتو کې د خورا زیاتو زیان ګالو افغانانو یوازې یوې کوچنۍ برخې سره د خوړو او تغذیې مرسته وکړای شي.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کوي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د افغانستان له ۹ میلیونو څخه زیاتو زیان ګالو خلکو ته د ژوند ژغورنې خوراکي مرستې چمتو کولو لپاره په بیړني ډول ۶۲۲ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون (ای اف ار سي) د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو په اړه په یوه نوي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په لومړۍ نیټه یې خپور کړی، خبرداری ورکړی چې که په راتلونکو اونیو کې بیړني اقدامات ونه شي، ممکن زرګونه افغان کورنۍ د سخت ژمي او له امله د مړینې د شمیر له زیاتوالي سره مخ شي.

د دغه فدراسیون په ټکو، له ۱.۳ میلیونو ډیر خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول د زلزلې له امله اغیزمن شوي دي.

د اګست په ۳۱مه د کونړ او ننګرهار په ګډون د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې مرګونې زلزلې زرګونه کورونه ویجاړ او اوسیدونکي یې بې ځایه کړل.

د رسمي راپورونو له مخې، په دې مرګونې زلزله کې له ۲۲۰۰ څخه ډیر کسان مړه او نږدې ۴۰۰۰ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG