د افغانستان د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې نن یې ټلیفوني شبکو کار پیل کړو.
د هرات ولایت یوه اوسېدونکې یوسف ازادي راډيو ته وویل:
" له نیکه مرغه له دوه نیمو یا ۴۸ ساعته وروسته قطع شوی انترنیت بیرته نن نږدې ۴ نیمې بجې په افغانستان کې فعال شو او ټول خلک اوس کولای شي ګټه ترې واخلي."
خو له افغانستانه بهر یو شمېر کسان وايي لا هم نه دي توانېدلي چې په کور دننه له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي.
په افغانستان کې انټرنیټ او ټلیفونې شبکې د روانې اونۍ د دوشنبې ورځې د سپټمبر له ۲۹ مې راهیسي په بشپړ ډول پرې وې.
د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو شمېر سرحدي ولایتونو اوسېدونکې وايي چې په تېرو دوه نیو ورځو کې اړ شوي چې د انټرنیټ او ټلیفوني شبکو د قطع کېدو له امله سرحدي سیمو ته لاړ شي او د ګاونډیو هیوادونو د سیمکارتونو نه په استفادې خپلې ستونزې حل کړي.
له ایران سره په پوله پروت د نیمروز یوه اوسېدونکې د اسعارو د بدلولو کاروبار کوي او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وویل د ایران رسحدي سیمې ته ځي او د ایراني سیم کارت په کارولو سره خپلې ستونزې حل کوي.
هغه د چهارشنبې په ورځ د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: "زه د نیمروز له سرحدي سیمې نه تاسو سره په اړیکه کې یم، په داخل د ښار کې هیڅ موبایل کار نه کوي، موږ مجبور یو د یوې اړیکې لپاره دلته له ایران سره سرحدي سیمې ته راشو، له همدې ځایه د خپلو مشتریانو سره په اړیکه کې یو، حوالې اخلو او بیا بیرته خپل ځای ته ځو او هغه ځایه حوالې اجرا کوو."
د ننګرهار یوه اوسېدونکي چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې له خپلې کورنۍ سره د یوې اړیکې لپاره د ډیورنډ کرښې ته څېرمې سیمې ته راغلي او له پاکستاني سیم کارت یې ګټه اخیستې ده.
"زه دلته د پاکستان سره کرښې ته نږدې راغلی یم، له پاکستاني سیم کارت نه په استفادې مې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره چې په پاکستان او یا هم بهر دي اړیکه نیولې ده، په دې سیم کارت کې مې انټرنیټ فعال کړی، مجبور وو چې دغسې پاکستانی سیم پیدا کړو تر څو د خپلو خپلوانو له احواله خبر شو، تېره شپه سلګونه کسان تورخم ته راغلي وو او د پاکستاني سیم کارتونو نه په استفادې یې خپلې ستونزې حل کولې."
د ننګرهار یو بل اوسېدونکي چې مور یې ناروغه وه او پاکستان ته یې انتقال کړې وه دا هم اړ شو چې د هغې د خبر اخیستلو لپاره پرون پېښور ته سفر وکړي.
"مور مې چې د سرطان ناروغي لري پېښور ته د درملنې لپاره راغلې وه، خو هلته انټرنیټ قطع شو او زموږ اړیکه ورسره پرې شوه، ډېر ورته په اندېښنه کې وم، اخر مجبور شوم پرون سهار له کوره راووتم او مخ په پېښور مې حرکت راوکړو، اوس همدلته یم او شکر مور مې هم یو څه ښه ده."
په افغانستان کې د روانۍ اونۍ د دوشنبې له ماښام راهیسي انټرنیټ او ټلیفوني شبکې په بشپړ ډول بندې شوې وې.
مخکې تر دې په تېرو څو اونیو کې، د طالبانو حکومت د نوري فایبر انټرنېټ له لسو په زیاتو ولایتونو کې پرې کړی و.
ځینو طالب سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي چې دا اقدام د دوی مشر ملا هبت اله اخندزاده د "منکراتو د مخنیوي" په موخه کړی دی، خو د منکراتو د مخنیوي په اړه یې جزیات نه وو ورکړي.
د طالبانو دې اقدام په کور دننه او بهر پراخه غبرګونونه هم راپارولي ديږ
د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو ویلي دا له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.