د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۸

د جرمني د تګ په تمه افغانان چې پاکستان افغانستان ته ډیپورت کړي، بیرته پاکستان ته ستنول کیږي


دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغانان چې د اسلام اباد یوه پارک کې یې اړولي
دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغانان چې د اسلام اباد یوه پارک کې یې اړولي

Summary

  • جرمني هڅه کوي هغه افغانان چې جرمني ته د کډوالۍ دوسیې لري او له پاکستان څخه افغانستان ته ډیپورټ شوي بېرته هغه هیواد ته ستانه کړي.

جرمني او پاکستان په دې اړه پرون جمعه خبرې پیل کړي دي. یو شمېر هغه افغانان چې جرمني ته د کډوالۍ دوسیې لري او افغانستان ته ډیپورټ شوي او یا هم په پاکستان کې دي هغه هیواد ته د لېږد تمه لري او وايي هیله ده دغه خبرې مثبتې پایلې ولري.

هغه افغان چې جرمني ته د تګ په تمه پاکستان کې دیره او اوس افغانستان ته ډیپورت شوی، د نامعلوم حالت کیسه کوي.

دی چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د هغو لسګونه افغانانو له ډلې دی چې پاکستاني پولیسو نیولی او افغانستان ته یې اړولی دی.

دی وايي په پاکستان کې د دوه کلونو انتظار وروسته شاوخوا یوه میاشت وړاندې له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره افغانستان ته وویستل شو."موږ په دې تمه پاکستان ته تللي وو چې د کډوالۍ دوسیه کې به موږ پرمختګ وشي او ژر به جرمني ته انتقال شو خو له بده مرغه داسې ونه شول او بېرته افغانستان ته ډیپورت کړل شو، اوس دلته له امنیتي اړخه خوندي نه یو، ډېرې ستونزې لرو، د جرمني له حکومت غوښتنه کوو چې زموږ وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي."

د پاکستان په راولپنډۍ کې یوه افغانه میرمن حدیثه هم وايي له تېرو دریو کلونو راهیسي جرمني ته د تګ په تمه له خپلې کورنۍ سره په دې هیواد کې میشته او اوس مهال په ناڅرګند وضعیت کې ژوند کوي"موږ له تېرو دریو کلونو راهیسې جرمني ته د لېږد په تمه یو، موږ د ملګرو ملتونو له لوري جرمني ته معرفي شوي یو، دوی زموږ قضیه منلې، دوه ځل مو روغتیايي معاینات او بایمټریک هم شوی خو اوس وضعیت ناڅرګند دی، په افغانستان کې موږ خپله ټوله دارايي پلورلې ده، هلته هیڅ نه لرو، که موږ بېرته افغانستان ته وشړل شو هلته به له ډېر بد وضعیت سره مخ شو، موږ د جرمني له حکومته غواړو چې هر څه ژر موږ ته ویزې راکړي."

دا اندیښنې په داسې حال کې دي چې تازه د جرمني حکومت پاکستان ته د هغه افغانانو د بېرته ستنولو هڅې پیل کړي چې په وروستیو کې پاکستان افغانستان ته ستانه کړي وو.

جرمني ورځپاڼې" یونګه فرآی هایت" پرون جمعه د سپتمبر په ۱۲مه راپور ورکړ چې جرمني او پاکستان په دې اړه خبرې پیل کړي دي ترڅو د هغو افغان اتباعو د بیرته ستنیدو اسانتیا برابره کړي چې جرمني ته د کډوالۍ قضیې لري.

ورځپاڼې ویلي دا اقدام وروسته له هغې کیږي چې په پاکستان کې د ۶۰۰ څخه زیاتو افغان اتباعو څخه شاوخوا ۲۵۰ چې ورسره جرمني ته د تګ ژمنه شوې وه افغانستان ته واستول شول.

په راپور کې راغلي چې د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ویلي برلین له اسلام آباد سره په نږدې اړیکه کې دی تر څو د دغه افغان اتباعو د اخراج لړۍ ودرول شي.

د جرمني د حکومت یوه ویاند ویلي د تېرې اګسټ له نیمايي په پاکستان کې د ۳۰۰ څخه د زیاتو افغانانو چې جرمني ته یې د تګ قضیې درلودې او د پولیسو له لوري بندیانو شوي وو د دوی په هڅو خوشې شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي ټول هغه افغانان چې دغه هیواد ته د کډوالۍ دوسیې لري په انفرادي ډول څېړل کیږي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دوی په شرایطو برابر دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وزیر اسحاق ډار شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د جرمني له بهرنیو چارو وزیر سره په پاکستان کې د میشتو دغه افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، دغه خبرې اترې تر ډېره په پاکستان کې د میشتو هغه افغانانو په اړه وې چې جرمني ورسره د منلو ژمنه کړې ده.

ویل کیږي چې اوس مهال له ۲۰۰۰ څخه ډیر افغانان په پاکستان کې انتظار باسي چې جرمني ته ولیږدول شي، او د جرمني حکومت غواړي چې د دې خبرو اترو له لارې د دوی حقونه خوندي کړي.

د جرمني ډي پي ای خبري اژانس نږدې لس ورځې مخکې راپور ورکړو چې د برلین اداري محکمې د جرمني د ژمنې په اړه د لسګونو بیړنیو قضیو په برخه کې د افغان پناه غوښتونکو په ګټه پرېکړه وکړه.

یو شمېر جرمني رسنیو نږدې دوه اونۍ دمخه له اسلام اباده د نږدې ۵۰ افغانانو د انتقال په اړه د جرمني د حکومت د پرېکړې راپورونه خپاره کړل.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار د وروستیو شمېر له مخې پاکستان د روان کال له اپریل راهیسي له ۵ لکه ۵۴ زره ډېر افغانان خپل هیواد ته ستانه کړي دي.

XS
SM
MD
LG