د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۰

ملګري ملتونه: ښځې او نجونې د کونړ له زلزلې تر نورو زیاتې زیانمنې شوي


h
h

Summary

  • د ملګرو ملتونو د ښځو اداره یو این ومن وايي د افغانستان په ختیځه سیمه کې د وروستیو زلزلو له امله ښځې او نجونې تر ټولو ډیرې زیانمنې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (د جنسیت خبرداری) په نوم په یو راپور کې چې پرون د سپټمبر په ۱۲ یې خپور کړی ویلي چې په زلزله کې د ټولو مړو شویو کسانو په منځ کې ۵۲ سلنه یې میرمنې وې.

د کونړ په زلزله کې د طالبانو د حکومت د رسمي شمېرو له مخې څه باندې ۲۲ سوه کسان وژل شوي او له ۳۶۰۰ ډیر نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، وژل شویو کې ۵۲ فییصده او ټپيانو کې ۵۴ فیصده ښځې او نجونې دي.

یو این ومن ویلي د زیانمنو شویو له ډلې یې ۳۶۷ میرمنې د کورنۍ سرپرساتې او دغه راز ۹۱۵ نور امیندواره پېژندل شوي خو په راپور کې اټکل شوی چې ښايي په ټوله کې ۱۲۵۵۵ امیندواره میرمنې زیانمنې شوي وي.

په راپور کې راغلي دي چې اوس مهال په زلزله ځپلو سیمو کې معلوماتو او مرستو ته د ښځو لاس رسی محدود دي او دغه راز ډیری ښځې د فرهنګي محدودیتونو له امله مرستې نه شي ترلاسه کولای.

د اوبو راوړل، پخلی کول، د ماشومانو پالنه چې د راپور په ټکو په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو مسولیت دی تر خیمو لاندې په سخته فضا کې یې د دوی پر فزیکي او رواني روغتیا اغیز کړی دی.

په راپور کې خبرداری ورکول شوی چې اوس مهال د زلزله ځپلو لپاره په جوړو شویو کمپونو کې د ښځو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ ده او د دوی لپاره روغتیايي خدمتونه او د مور او ماشوم د روغتیا ساتنه محدوده او کافي نه ده.

یو شمېر زلزله ځپلې میرمنې چې اوس مهال د زلزله ځپلو لپاره په جوړو شویو کمپونو کې اوسیږي وايي د کورنۍ ډېر غړي یې له لاسه ورکړي او دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

زما ملا ډېر درد کوي، تیږه راباندې راغورځېدلې ده، هیڅ نه شم خوځیدلای
د کونړ زلزله کې ټپي شوې میرمن

د څوکۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکې چې د شپږو میاشتو حامله ده د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې له بیلابیلو دردونو کړیږي. "زما ملا ډېر درد کوي، تیږه راباندې راغورځېدلې ده، هیڅ نه شم خوځیدلای، دلته یې راته د درد دوا راکړې خو ورسره نه یم لا ښه شوې، زموږ د کور درې تنه شهیدان شوي دي، لیور مې او ماماګان مې، یو زوی مې زخمی شوی دی"

په ننګرهار کې یوه روغتیا پاله چې په وروستیو کې د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوې وړاندې کولې ازادي راډيو ته وویل ډیری میرمنې له فزیکي او رواني پلوه سختې اغیزمنې شوي دي.

نوموړي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په سیمه کې د ښځینه روغتیا پالو کمښت د زیانمنو میرمنو ستونزې لاپسې زیاتې کړي دي."هلته د ښځینه ډاکترانو شمېر ډېر محدود وو خو اړتیا یې ډېره لیدل کېده، بیلابیلې ښځینه ناروغانې راتلې، زیات شمېر یې په تیږو زخمې شوې وې، امیندواره میرمنې هم په کې وې چې وضعیت یې ډېر خراب وو، دوی نه غوښتل چې نارینه ډاکتر ته ځانونه وښيي دوی غوښتل چې ښځې ډاکترانې یې وګوري خو د ښځو ډاکترانو شمېر په نشت حساب وو، نور داسې څوک نه وو چې فزیکي او روحي صدمه یې نه وه لیدلې وضعیت ډېر بد وو."

هلته د ښځینه ډاکترانو شمېر ډېر محدود وو خو اړتیا یې ډېره لیدل کېده
ختیځ کې هغه روغتیاپال چې زلزله ځپلې یې لیدلي

دا په داسې حال ده چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو د ستونزو په اړه خبرداری ورکړی وو د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې وه چې د ښځینه مرستندویانو په تګ راتګ لږېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي چې زیانمنو میرمنو ته بیړنۍ روغتیايي مرستې ورسیږي.

د ملګو ملتونو د ښځو ادارې په خپل راپور کې په بشردوستانه ډلو کې د ښځو په ګډون او کورنیو ته د مرستو په مستقیم ویش ټینګار کړی او ویلي یې دي،په زلزله ځپلو سیمو کې د حفظ الصحې د وسایلو،کافي طبي او رواني خدمتونو، او د ښځو او نجونو لپاره د خوندي ځایونو رامنځته کول بیړني لومړیتوبونه دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د دوی په ښځینه کارکونکو د محدودیتونه له زلزله ځپلو او دغه راز ایران او پاکستانه ایستل شویو کسانو سره د دوی بشري مرستې اغیزمنوي.

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې د اګست په ۳۱مه زلزلې پراخه مالي او ځاني زیانونه واړول.

راپورونه وايي چې د دغه زلزلې له امله د دې ولایتونو په ۲۹ ولسوالیو کې لږ ترلږه ۷ زره کورونه ویجاړ شوي او په ټوله کې نږدې نیم میلیون کسان اغیزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG