د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۷

افغانستان ته ستنې شوې کډوالې مو د ژوند له ترخو خبروي


ارشیف
ارشیف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو ان اچ سي ار) وایي، افغاستان ته له ایران او پاکستانه ستنې شوې مېرمنې له خورا سخت وضعیت سره مخ دي. «یو اېن اېچ سی ار» زیاتوي چې دوی د اوبو، روغتیاتي خدمتونو او حقوقي مرستو ترلاسه کولوکې له ستونزو او خنډونو سره مخ دي.

له پاکستانه ستنه شوې د شپږو لور ګانو مور او د خپلې کورنۍ سرپرسته چې نږدې لس کاله د پاکستان په پلازمینه اسلام اباده کې له ژوند کولو وروسته افغانستان ته ډیپورت شوې او په خبره یې اوس یې خپل هېواد کې د طالبانو حکومت د محدودیتونو له امله هم خپل او هم د لوڼو ژوند له ننګونو سره مخ دی، وایي:

" دلته نه ما کار ته پرېږدي او نه مې لوڼې درس او تعلیم ته!"

دا مېرمن چې نږدې دوه میاشتې مخکې ستنه شوې او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې په یوه نا مناسبه سرپناه کې په بد حال کې اوسېږي:

"د پاکستان پولیسو موږ داسې حال ته ورسولو چې تر افغانستانه یې بدتره کړو، هره ورځ به مو پولیس د کور دروازه کې ولاړ و,، بالاخره یې راډیپورت کړو، نیم یې یو ځل او نیم یې بل ځل راوشړلو، دلته (افغانستان) کې هم نه مې د لورګانو او نه زما کار شته، تعلیم ته یې هم پرېږدي،هلته مې لوڼۍ ټولې ښځوونځیو کې وې، خو دلته پرې هر څه تړلي دي، ښځې بېرون نه پرېږدي، اقتصادي وضعیت مو خراب دی،بل هېڅ د کور نارینه کاریګر نه لرم."

له ایرانه راستنه ۱۶ کلنه معصومه هم ورته شکایت کوي.

معصومه په تهران کې زېږدلې او اوس له خپلې کورنۍ سره د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې په یو ډاګ کې تر خیمې لاندې ژوند کوي:

"موږ لا هم خیمه کې اوسېږو، طالبان مو کار موندلو ته نه پرېږدي، موږ هم همداسې ناستې یو، هېڅ هم نه لرو چې ویې خورو، ما ایران کې درس وویل, غواړم چې دلته مې هم زده کړو ته دوام ورکړم خو طالبان مو کله پرېږدي، زما غوښتنه دا ده چې طالبان دې موږ ته د کار اجازه راکړي چې خپل ژوند (دلته) جوړ کړو، ښوونځي دې بېرته پرانیزي ښځې دې کار ته پرېږدي او پر ښځو دې نورې دومره سختیانې نه راولي."

افغانستان له ګاونډویو هېوادونو دا ستنې شوې افغانان داسې مهال د طالبانو لخوا د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې د کړکېچن ژوند شکایت کوي چې تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) هم د دوی د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

«یو ان اچ سي ار» د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۱مه، په خپله وېب پاڼه خپور کړي ۴۰ مخه ییزه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د اوسنیو «حاکمو چارواکو» له خواپه سیستماتیک ډول له زده کړو، کارکولو او په عامه ژوند کې له ګډونه محرومې دي.

دې ادارې زیاته کړې چې له ایران او پاکستانه راستنیدونکو میرمنو لپاره وضعیت خورا سخت دی.

راپور کې راغلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د ښځینه راستنیدونکو لپاره اړینو خدماتو ته لاسرسی کم شوی دی، هغه څه چې مخکې یو شمیر راستنو شویو ښځو هم ازادي راډیو سره خبرو کې دا ستونزې یادې کړې دي.

د دې راپور معلومات ښیې چې د راستنیدونکو میرمنو ۲۱ سلنه اوبو ته د لاسرسي په برخه کې، ۲۲ سلنه روغتیاتي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې او ۲۸ سلنه د حقوقو مرستې ترلاسه کولو لپاره له ستونزو او خنډونو سره مخ دي.

د «یو ان اچ سي ار» په ټکو، راستنیدونکې میرمنې د نورو په پرتله ډېرې منزوي دي او رواني فشار سره مخ دي، یوازې ۱۹ سلنه هره ورځ د نورو میرمنو سره د تعامل راپور ورکوي او ۴۰ سلنه ښځې بیا خپل رواني حالت "ډیر خراب"بولي.

راپور کې ټینګار شوی چې د ښځینه وو په مشرۍ د ۶۱ سلنه کورنیو غړو ویلي چې د اوږدو ساعتونو لپاره کار کوي، او دې حالت یې د ژوندانه په هوسیاینې منفي اغیزې کړې دي.

راپور کې زیاته شوې چې د خوړو نا امني د ښځینه وو په مشرۍ کورنیو کې د هغو کورنیو په پرتله زیاته ده چې نارینه یې مشري کوي.

د راپور په ټکو، د راستنیدونکو میرمنو د ادغام لپاره د پیژندنې د اسنادو نشتوالی لاهم له لویو ننګونو څخه ده.

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې په خبره، دوه پر دریمه برخه کورنیو راپور ورکړی چې د دوی د ملکیت یا مدني اسناد نه لري او د نارینه سرپرست (محرم) اړتیا او د اداري پروسیجرونو محدود پوهاوی د پیژندنې کارتونو او اسنادو ترلاسه کولو لپاره د دوی پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د خپلې بیا واکمنۍ له پیله تر اوسه پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون په بېلابېلو برخو کې محدودیتونه لګولي چې نه یوازې په هېواد دننه مېشتې ښځې یې له سختو کړاونو سره مخ کړي بلکې دغه هېواد ته د تازه ستنو شوېو او ستنېدونکو مېرمنو او نجونو ژوند هم ننګوي.

XS
SM
MD
LG