د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۵

مرګونې زلزلې کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ ماشومان هم مړه دي


کونړ کې د زلزلې قربانیان
کونړ کې د زلزلې قربانیان

د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سیف ده چلډرن) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي چې دا د ټولو قربانیانو له نیمایي ډیره برخه جوړوي. دې بنسټ د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه خپور کړی راپور کې لیکلي چې په دې مړو کې له ۵۰۰ څخه ډیرې نجونې او ۶۵۰ هلکان شامل دي. د کونړ ولایت د زلزله ځپلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي چې په دې پېښه کې یې ماشومان مړه شوي، وايي چې دوی اوس مهال د زلزلې له امله د ټپي شویو ماشومانو په اړه اندیښمن دي.

نعمت الله، چې د اګست د ۳۱مې نېټې د شپې ناوخته زلزلې له زیامنو شویو دی وایي زلزلې یې کور په بشپړه توګه ویجاړ کړ او په دې پیښه کې یې میرمن او دوه کوچني ماشومان مړه شول.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ دې اوسېدونکي د جمعې په ورځ، د سپتمبر په ۱۲مه، ازادي راډیو ته وویل چې د کور د چت د غورځیدو له امله دی خپله هم څو ځایه ټپي شوی او اوس تر درملنې لاندې دی:

«زما کور په بشپړه توګه ونړېد او ویجاړ شو چې په پایله کې یې میرمن مې، یو زوی او یوه لور مې شهیدان شول، زوی مې څلور کلن و او لور مې اته میاشتنۍ وه، زه هم سخت ټپي شوم، فعلاً له ټولو ادارو مې غوښتنه دا ده چې هوا په سړېدو ده او ژمی راروان دی، ویرېږم چې نور ټپیان شوي ماشومان د سړې هوا له امله له ستونزو سره مخ نه شي، موږ ته دې د سرپناه جوړولو لپاره زمینه جوړه کړي.»

د کونړ د زلزلې یو ټپي ماشوم
د کونړ د زلزلې یو ټپي ماشوم


د کونړ ولایت د نورګل درې یوه اوسېدونکي عبدالباسط هم وایي چې زلزلې یې کورونه تخریب کړل او په دې پېښه کې یې کوچني خورزه خوریی او د تره دوه ماشومان مړه شول:

«زموږ د کورنۍ شپږ غړي شهیدان شول، یوه خور مې، دوه خورزې مې، چې یوه یې د اتو میاشتو وه، یوه د تره لور مې چې میلمنه راغلې وه او دوه د تره زامن مې چې یو یې شاوخوا ۸ کلن او بل یې نږدې ۱۲ کلن و، ټول شهیدان شول، ډیره سخته ده چې لاس او پښې دې ماتې وي او دومره بې وسه اوسې چې د هغوی د ژغورلو لپاره هیڅ نه شې کولای، او دا چې دوی مړه کېږي یوه ډیره دردونکې صحنه وي.»

دوی وايي چې د دوی د کورنۍ پاتې غړي اوس له ډېرو ستونزو سره تر خیمو لاندې ژوند کوي او د طالبانو له حکومت او مرستندویه سازمانونو غوښتنه کوي چې د دوی د کورنۍ د پاتې غړو په ځانګړې ډول د ماشومانو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تازه د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سیف ده چلډرن) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي، چې د دې پیښې د ټولو قربانیانو له نیمایي ډیره برخه جوړوي.

د طالبانو حکومت د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو ټول شمیر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمیر نږدې ۴۰۰۰ ښودلی دی.

«سیف ده چلډرن» د پنجشنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۱مه، په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) خپور کړي راپور کې لیکلي چې په دې مړو شویو ماشومانو کې له ۵۰۰ زیاتې نجونې او ۶۵۰ هلکان شامل دي.

د ماشومانو د ژغورنې موسسې په راپور کې دا هم ویل شوي چې د دې ناورین زرګونه قربانیان بې کوره شوي او بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

دې بنسټ زیاته کړې چې له ۲۰۰ زرو ډیر ماشومان په کړکېچن حالت کې دي او خبرداری یې ورکړی چې د کونړ ولایت غرنیو سیمو ته د لاسرسي د ستونزو له امله ممکن د مړو شمیر لوړ شي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي چې د ۳۸ زرو زیاتو زلزله ځپلو چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي، کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

"په زلزله ځپلو سیمو کې د ماشومانو لپاره سمدستي لومړیتوبونه خواړه، سرپناه او پاکې اوبه دي، خو د وخت په تیریدو، هغه کورنۍ چې خپل کورونه او سرچینې یې له لاسه ورکړي د خپل ژوند د بیارغونې لپاره به دوامداره ملاتړ ته اړتیا ولري."
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې د موسسې استازې سمیرا سعید رحمان


تر دې وړاندې د ماشومانو د ژغورنې موسسې اعلان کړی و چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې له دو لکه او ۶۰ زرو څخه د زیاتو ماشومانو ژوند اغیزمن کړی دی.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په زلزله کې ۵۱۶ ښځې مړه شوي دي.

«اوچا» همدارنګه د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې زیاته کړې چې په دې زلزله کې ۴۷۶ نارینه هم مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG