قطر هغه راپورونه د سپتمبر په یولسمه رد کړل چې دغه هیواد غواړي د امریکا له متحد ایالتونو سره د امنیتي شراکت بیا ارزونه وکړي.
د قطر د نړیوالو رسنیو دفتر دا راپور بې بنسټه وباله او د چارواکو په وینا یې څرګنده کړه چې له واشنګتن سره یې امنیتي او دفاعي اړیکي تر بل هر وخت پياوړې دي او لاپسې وده کوي.
د دوحې او واشنګتن د امنیتي روابطو موضوع وروسته تر دې مطرح شوه چې د سې شنبې په ورځ اسراییل په دوحه کې د حماس ډلې سیاسي دفتر بمبارد کړ. په قطر کې د امریکا د متحد ایالتونو ستره پوځي اډه ده. د قطر په پلازمینه کې د اسراییل د حملې په تړاو د حماس په وینا چې واشنګتن او اروپایي اتحادیه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، د دې ډلې کوم مشر نه دی وژل شوی خو د دوی د یوه مهم مشر خليل الحيه د زوی په ګډون د دې ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.
د قطر کورنیو چارو وزارت نن په خپله ایکسپاڼه کې په خپاره کړي بیان کې وویل چې د دغو وژل شویو د خاورو ته سپارلو او فاتحې مراسم به نن په دوحه کې ترسره شي.
په دوحه کې د اسراییل برید د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، اروپایي ټولنې او یوشمیر عربي او اسلامي هیوادونو غندلی دی. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ قطر ته خبرداری ورکړ چې د حماس ډلې مشران دې یا له خپلې خاورې وباسي یا دې عدالت ته راکاږي او که دوحه دا کار نه کوي اسراییل به یې ترسره کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نتنیاهو دغه څرګندوې د دغه هیوادو په چارو کې مداخله ګڼلې او د نورو بریدو لپاره یې یو څرګند ګواښ بللی دی.
قطر تر دې ګواښ وروسته خبر ورکړ چې د عربي او اسلامي هیوادو مشران یې یوې غونډې ته وربللي دي.
په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په پلازمینه دوحه کې پر قطر د اسراییل د برید مساله وڅیړل شي.