د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۴

اوکراین پر روسیې د نورو بندیزیونو غوښتنه وکړه


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

اوکراین له نړیوالې ټولنې غوښتې دي چې پر روسیې نور بندیزونه ولګوي. کییف دا غوښتنه وروسته تر دې وکړه چې د روسیې د هوایي ځواکونو د تازه برید په ترڅ کې یوشمیر ملکیان ووژل شول.

د اوکراین ولسمشر وايي چې د اوکراین په ختیځ کې په یوه کلي باندې د روسیې د هوايي برید په ترڅ کې شل ملکیان وژل شوي. ولادیمیر زیلینسکي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د روسیې دې ظالمانه حملې ته مناسب ځواب ورکړي.

زیلینسکي زیاته کړه چې د سپتمبر په نهمه دا حمله د دونیڅک په یارووا کلي کې وشوه او مخامخ عام وګړي په نښه شول.

دا حمله دوه ساعته وروسته تر دې وشوه چې مسکو وویل چې اوکرایني ځواکونو د دونیڅک سیمې پر هغو دوو ښارونو چې د روسانو په واک کې دي د ډرون او توغندیو حملې کړې دي او دوه تنه یې وژلي دي.

د اوکراین ولسمشر په ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دونیڅک په یارووا کلي کې د روسیې وحشیانه برید هغه وخت وشو چې خلکو د تقاعد معاش اخیست.

ښاغلي زیلینسکي د قربانیانو له کورنیو او خپلو خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده او د دې حملې په خاطر یې د نړۍ د مناسب غبرګون غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې نړۍ باید غلې پاتې نه شي، د واشنګتن ځواب پکار دی، د اروپا ځواب پکار دی، د نړۍ د شلو صنعتي هیوادونو ځواب ته اړتیا شته چې روسیه د خلکو له وژلو نور لاس واخلي.

په دونیڅک کې د روسیې له لورې ګمارل شوی چارواکی دینیس پوشلین وایي چې د سپتمبر په اتمه نیټه ناوخته د دونیڅک پر ښار او شمال کې د ماکیوکا پر صنعتي ښارګوټي د اوکراین په بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپيان شوې دي.

د راپورونو له مخې په ماکیوکا کې یوه نهه منزله ودانۍ لګیدلې ده، هلته د پوځي څارنې یوه پخوانۍ ودانۍ لګیدلې او د توغندیو د بریدونو تصویرونه او ویډیوګانې په خواله رسنیو کې خپرې شوې دي.

د دونیڅک شاوخوا نژدې پنځه اویا په سلو کې سیمه د روسيي ځواکونو په لاس کې ده او روسان د دونیڅک د نورو سیمو د نیولو هڅې کوي.

د زیلینسکي لوړ پوړي سلاکار اندري یرمک وویل چې هغه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره د اوکراین په ښارونو او استوګنیزو ودانیو د روسیې د بریدونو په اړه خبرې کړې دي. دی د بریتانیا، جرمني، ایټالیا او فرانسې د ملي امنیت سلاکارانو سره د ویډیو کال په ترڅ کې د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه هم غږیدلی دی.

یرمک وویل چې د روسیې له یرغل سره د مقابلې لپاره د اوکراین دریځ باید پیاوړی شي. یرمک زیاته که چې له اوکراین سره دې نړیوال نورې مرستې وکړي په ځانګړي ډول د هوایي دفاع په برخه کې، پر روسیې دې نور بندیزونه ولګوي او نوموړي بیا وویل چې پر دې موضوعاتو یې له اروپایي سلاکارانو سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG