د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۸

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د افغانانو د کډوالۍ په اړه د خپلې سختې تګلارې ننګه وکړه


د برلین په یوه تاریخي سیمه کې میشت یوشمیر افغانان، ارشیف
د برلین په یوه تاریخي سیمه کې میشت یوشمیر افغانان، ارشیف

جرمني یو ځل بیا د افغانانو د منلو په اړه له خپلې سختې پالیسۍ دفاع کړې ده. د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د دوسیو د څېړلو د بهیر د چټکولو غوښتنه رد کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې د دوسیو دقیق څېړل وخت ته اړتیا لري.

د جرمني خبري آژانس (ډي. پي. اې) د شنبې په ورځ (د اګست په ۲۳مه) راپور ورکړی چې د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د جرمني د حکومت د بشري حقونو د کمېشنر هغه غوښتنه رد کړې چې په پاکستان کې د افغانانو د ويزې د بهير د ګړندي کولو په اړه یې کړې وه.

راپور کې راغلي چې هغه په یوه خبري پروګرام کې ژمنه وکړه چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه به په داسې طریقه وڅیړي چې دا یقیني کړي چې څوک دغه هیواد ته داخلیږي، له کوم ځای څخه راغلي، ولې د پناه غوښتنه کوي او ایا دوی واقعا د دې مستحق دي؟.

الکساندر دوبرینت ټینګار وکړ چې که دا منل موجه نه وي، دی به ترې ملاتړ ونه کړي.

د جرمني خبري آژانس (ډي پي اې) د ښاغلي دوبرینت له قوله ویلي چې د قضیو څیړنه په دقت ترسره کېږي او له همدې امله وخت نیسي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د جرمني د بشري حقونو کمېشنر لارز کاستیلوتسي د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزارته غوښتي چې هغو افغانانو ته چې په پاکستان کې دي جرمني ته د تللو وېزې ورکړي.

نوموړي د جمعې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ایتلافي حکومت د کډوالو پر یوه منظم او بشري پروګرام هوکړه کړې، خو دا چې د افغانانو د دوسیو اوږده کتنه له دې هوکړې سره سمون نه لري او د ده په خبره، د دوی کار باید چټک شي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د جرمني د پناه غوښتنې ځینې دوسیه لرونکي وايي چې له دغه هیواده د ایستلو په صورت کې به له جدي ګواښونو سره مخ شي او د جرمني حکومت باید د دغه بشري ناورین د مخنیوي لپاره د دوی د لیږد بهیر چټک کړي.

زما ټوله کورنۍ او ماشومان له رواني ستونزو سره مخ دي، ټول ناروغان شوي، له زده کړو پاتې دي او هېڅ څوک له کوټې نه شي وتلی
جرمني ته د تګ په تمه یو افغان

له دې ډلې يو کس چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله په راپور کې يې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وويل چې څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوليسو له خوا نيول شوى و او وروسته د جرمني د پرمختيايي ادارې (GIZ) په مداخله خوشې شو."زه له یو کال او اته یا نهو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې په تمه یم،موږ ته اپرول راکړل شوی، زما ټوله کورنۍ او ماشومان له رواني ستونزو سره مخ دي، ټول ناروغان شوي، له زده کړو پاتې دي او هېڅ څوک له کوټې نه شي وتلی، موږ د جرمني له دولته غوښتنه کوو چې دا پروسه چټکه کړي، که بیرته افغانستان ته واستول شو، د ژوند هیڅ هیله نه لرو."

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۱۱ افغانان چې جرمني ورسره د کډوالو په توګه د منلو ژمنه کړې وه، له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي.

د دغه وزارت یوه ویاند د اګست په ۱۸مه په برلین کې وویل چې په پاکستان کې ۴۵۰ نور افغانان بندیان شوي او د ایستلو له خطر سره مخامخ دي.

جرمني ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دی څو ډاډ ترلاسه کړي چې دغه کسان د پاکستان له خاورې نه ایستل کېږي.

د یادونې ده چې د راپورونو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۲۶۰۰ وړ افغانان جرمني ته د انتقال په تمه دي او د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه افغانان به په ۱۶ نورو الوتنو کې انتقال شي.

د جرمني ورځپاڼې «ولت ام زونټاګ» مخکې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ۳۵ زره او ۵۰۰ له خطر سره مخامخ افغان کډوال له پاکستانه جرمني ته لېږدولي دي.

په تېرو څلورو کلونو کې پر پاکستان سربېره یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو هم له خطر سره مخامخ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي شوي دي.

XS
SM
MD
LG