د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۰

اسراییل حماس ته سخت خبرداری ورکړ


د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاتز
د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاتز

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاتز وایي، که حماس د بې وسلې کولو، د ټولو پاتې یرغمل شویو کسانو خوشې کولو او د اسراییل په شرایطو د جګړې پای ته رسولو سره موافقه ونکړي، غزه به ویجاړه کړي.

یسراییل کاتز په خواله رسنیو کې د جمعې په ورځ ولیکل، که چیرته د حماس تیري کوونکې او وژونکې ډله ژر تر ژره د جګړې د پای رسولو لپاره د اسراییل له شرایطو سره موافقه ونه کړي، د دې ډلې پرمخ به د دوزخ دروازې پرانیستل شي.

د اسراییل دفاع وزیر د غزې دوو ښارونو ته چې مخکې د عملیاتو په ترڅ کې تخریب شوې دي اشاره وکړه او زیاته یې کړه، که دوی موافقه ونه کړي، د حماس پلازمینه به د رفح او بیت حانون ښارونو په څیر شي.

کاتز دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د پنجشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې هغه د غزې په تړانګه کې د ټولو پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د سمدستي خبرو اترو وړاندیز کوي. نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیو بیان کې پرته له دې چې په دې برخه کې نور جزییات ورکړي، وویل چې دوه مسالې، حماس ته ماتې ورکول او د ټولو یرغمل شویو کسانو خوشې کول، سره یوځای غوټه شوې دي.

د اسراییل دفاع وزارت د دې اونۍ په پیل کې د غزې ښار د نیولو لپاره د شاوخوا ۶۰،۰۰۰ احتیاطي سرتیرې د جذب غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې خبرداری ورکړی چې د اسراییل دا پلان به چې په غزه ښار کې خپل پوځي عملیات پراخوي، د غزې تړانګې پر وار له مخه ځپل شویو خلکو ناوړه بشري اغیزې وشیندي.

له څو ورځو راهیسې، منځګړي منتظر دي چې د دوی د اوربند وړاندیز ته اسراییل څه ځواب ورکوي، حماس ډلې د اونۍ په پيل کې له دې وړاندیز سره موافقه وکړه.

فلسطیني سرچینو ویلي چې د نوي وړاندیز له مخې به برمته شوي کسان تدریجي خوشي شي، خو اسراییل ټينګار کوي چې برمته دې یوځای خوشي شي.

په غزه کې د اسراییل د جګړې د پراخولو او د غزې ښار د نیولو له پلانونو سره د اسراییل دننه او نړیواله کچه مخالفتونه شوې دي.

د فرانسې خبري اژانس په باور د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پر اسراییلو د حماس په برید کې چې جګړه ورسره پیل شوه، ۱۲۱۹ کسان ووژل شول چې ډېری یې ملکيان وو او دوه سوه یو پنځوس کسان برمته شول چې نهه څلویښت یې لاهم په غزه کې دي. د اسراییل پوځ د برمته شویو کسانو له ډلې تر دې دمه د اووه ویشت تنو د وژل کیدو خبر ورکوي.

د حماس تر واک لاندې غزې تړانګې کې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د جګړې له پيله تر اوسه لږترلږه ۶۲۱۹۲ فلسطینیان، چې ډېری یې ملکيان دي، د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG