د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۰

اسلام اباد کې له کورونو ایستل شویو افغانانو یوه پارک ته پنا وړې او خیمو کې اوسیږي


د اسلام اباد یوه پارک کې افغان کډوال
د اسلام اباد یوه پارک کې افغان کډوال

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې سلګونه افغان کډوالې کورنۍ له خپلو کورونو تر ایستل کېدو وروسته د دغه ښار د "جي ۶"سیمې یوه پارک ته پناه وړې ده. يو شمېر دغه کورنۍ وايي چې د کورونو مالکانو د پاکستان د حکومت د فشارونو له امله دوی له کورونو ایستلي

رقیه رضايي د پاکستان په اسلام اباد کې یوه افغان کډواله ده چې له خپل زوی سره یوځای له هغو سلګونو کورنیو سره یوځای شوې چې له کوره تر ایستلو وروسته یې د دغه ښار د "جي ۶" سیمې یوه پارک ته پناه وړې ده.

نوموړې وايي چې د کور مالک يې له کوره ایستلې او اوس له سرپناه پرته په ډېر سخت وضعیت کې په دې پارک کې په يوه خيمه کې اوسېږي.

دوی موږ له خپلو کورونو وایستلو او اوس موږ اړ یو چې پارکونو کې په بې برخلیکه حالت کې ژوند وکړو
پاکستان کې میشته کډواله رقیه رضایي

مېرمن رضايي چې څلور کاله وړاندې پاکستان ته تللې او تر نن ورځې یې په اسلام اباد کې په یوه کرايي کور کې ژوند کاوه، د پنجشنبې په ورځ ( د زمري ۳۰مه) ازادي راډيو ته وویل: "د پاکستان حکومت د کورونو مالکانو ته ویلي چې افغانانو ته په خپلو کورونو کې د اوسېدو اجازه مه ورکوئ، دوی موږ له خپلو کورونو وایستلو او اوس موږ اړ یو چې پارکونو کې په بې برخلیکه حالت کې ژوند وکړو او هره شېبه د ډیپورت له خطر سره مخ یو او زموږ شاوخوا ته ډېر پولیس دي."

دیبا فرهمند یوه بله افغانه کډواله چې له خپلو ماشومانو سره یې په یاد پارک کې خیمه وهلې هم ورته شکایت کوي: "دوه کاله کېږي چې په پاکستان کې یم او هغه کېس چې په (یو. اېن. اېچ. سي. ار) کې لرم هېڅ پروسس شوی نه دی، مېړه مې پولیسو ډیپورت کړی، البته ۳۰۰ کورنۍ شپې د سختو بارانونو لاندې او ورځې تر سوځوونکي لمر لاندې تېروو، دلته ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زیانګالي دي، پاخه عمر لرونکي نارینه او ښځې هم شته."

دغو کورنیو چې د پاکستان د اسلام اباد ښار یوه پارک ته پناه وړې، وايي چې د څښاک له پاکو اوبو، خوړو او روغتیايي اسانتیاوو پرته خپلې ورځې او شپې تېروي او په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د حقونو یوه مدافع احمد ضیا فیض ازادي راډيو ته وویل چې دوی د جولای له ۲۸مې راهیسې د دغو کډوالو د حقونو د دفاع او د دوی د ستونزو د هواري په هدف اعتراضونه کوي او اوس له دغو ۳۰۰ کورنیو سره چې ټولې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د دوی ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي د دغو افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د دوی د اقداماتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا ځیني چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د «یو اېن اېچ سي ار» دفتر هڅه کوي چې د پاکستان له حکومت سره د دغو افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

هڅې روانې دي، ان شاءالله چې مثبته پایله به ترلاسه شي
د افغان کډوالو استازی میرویس عالمي افغان

د دې شورا مشر میوند عالمي افغان ازادي راډیو ته وویل: "د «یو اېن اېچ سي ار» د دفتر له خوا هڅې روانې دي چې د پاکستان له حکومت سره یوې هوکړې ته ورسېږي، څو هغه کډوال چې له ۲۰۲۱ کال وروسته پاکستان ته راغلي او د «یو اېن اېچ سي ار» په دفتر کې راجستر شوي دي، ډیپورټ نه شي، هڅې روانې دي، ان شاءالله چې مثبته پایله به ترلاسه شي."

ډېری هغه کډوال چې پاکستان ته له ۲۰۲۱ میلادي کال وروسته تللي، پخواني امنیتي ځواکونه، مدني فعالان، د ښځو او بشري حقونو فعالان، خبریالان او هنرمندان دي چې د دوی په خبره د امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو، تعلیمي ستونزو او په اروپايي هېوادونو او امریکا ته د دوی د کډوالۍ دوسیو د بهیر مخ ته وړلو لپاره دغه هېواد ته تللي او د نیولو او افغانستان ته یې د بېرته استولو په اړه اندېښمن دي.

کابو دوه میاشتې کېږي چې د پاکستان حکومت د دغو کډوالو د ویزو موده نه ده تمدید کړې او دا مهال ډېری یې په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته شپې ورځې تېروي او هره شېبه د نیولو او ایستلو له خطر سره مخ دي.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، تمه ده چې په راتلونکو میاشتو کې له یاد هېواده د افغان کډوالو د بېرته ستنېدونکو شمېر زیات شي.

دغه دفتر د جولای په ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د روان کال له پیله د جولای تر ۱۹مې نېټې پورې ۳۴۰ زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) خبرداری ورکړی چې که د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو کړکېچن وضعیت په سمه توګه مدیریت نه شي، ممکن د داسې خطر لامل شي چې د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG