د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ یو اوسیدونکی وايي چې د چهارشنبې په ورځ، د زمري په لومړۍ نیټه سیلابونو دوی ته پراخ زیانونه اړولي دي.
ده چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه پورې دوی ته هیڅ مرسته نه ده رسېدلې.
نوموړی زیاتوي"څو ورځې وړاندې هم سیلابونه راغلي وه او ډېر زیان یې نه دی اړولی، خو له پرون راهیسې یې خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي. یوازې ما ته شاوخوا پنځه لکه افغانۍ زیان رسیدلی ځکه چې زما ځمکه ویجاړه شوې ده،خو موږ ته تر اوسه هیڅ مرسته نه ده رسېدلې."
ځینو سیلاب ځپلو د اړینو مرستو د نه ترلاسه کولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
راپورونه وايي چې وروستیو سیلابونو د پکتیا، بدخشان او خوست ولایتونو اوسیدونکو ته هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
په خوست ولایت کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د دې سیلابونو د ځاني تلفاتو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل. ښاغلي ګربز وویل"د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله دوه پیښې رامنځته شوې دي، لومړی، په سپېره ولسوالۍ کې د یوه کور چت راپرېوتی، چې له امله یې یو کس یې مړ او دوه ماشومان یې ټپیان شوي دي، یوه بله پیښه کې، چې د پکتیا ولایت اړوند ده، درې کسان د سیلابونو له امله نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته راوړل شوي چې دوی د ځایی اوسیدونکو له خوا له سیلابونو را ایستل شوي، چې یو یې ټپي و، او دوه نور مړه شوي وو."
په ورته وخت کې، د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو هم په دغه ولایت کې د سیلابونوله امله د زیانونو اوښتول تایید کړل.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند ذبیح الله امیري ازادي راډیو ته وویل چې له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره د دغه ولایت پېښو ته د رسېدنې ریاست له نړیوالو مرستندویه ادارو سره په همغږۍ هڅې کوي. نوموړی وايي“په کوفاب درواز ولسوالۍ کې ویجاړونکي سیلابونه راوتلي چې ډېر مالي زیانونه یې اړولي دي خو مرګ ژوبله نه لري، خلکو ته ډېر مالي زیانونه واوښتل، لکه باغونه، کرنیزې ځمکې او د اوبو کوچني بندونه چې په کلیو کې جوړ شوي وو، ویجاړ شوي. په ټولیز ډول په ټوله کې په کوفاب ولسوالۍ کې څو زیربناوې ویجاړې شوې دي.”
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) تازه ویلي چې وروستیو سیلابونو د افغانستان څو ولایتونه سخت زیانمن کړي دي او یوازې په میدان وردګو ولایت کې یې له ۱۴ زره او ۲۰۰ ډیر کسان اغیزمن کړي دي.
د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی شوی دی.
دې سازمان درې ورځې وړاندې هم په خپله ایکس پاڼه لیکلي و، چې په دې ولایت کې له ۵۰ ډیر کانالونه او ۸۸۵ هکتاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
تر دې مخکې د میدان وردګو او لوګر ولایتونو یو شمېر سیلاب ځپلو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومتي چارواکو او مرستندویه موسسو د مرستې غوښتنه کړې وه.
سیلاب ځپلو وړاندې تل شکایتونه کړي چې د طالبانو د حکومت د چارواکو او مرستندویه سازمانونو له ژمنو سره سره، دوی ته اړینې مرستې نه دي رسېدلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په دې وروستیو کې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې د زمري یا اسد د ۲مې نېټې لپاره په خپل ایکس پاڼه وړاندوینه کړې چې د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، کاپیسا، خوست، پکتیا او پکتیا ولایتونه به د دې سیلابونو شاهدان وي.