د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۹

اوچا: له پاکستانه به د راستنېدونکو افغان کډوالو شمیر کې د پام وړ زیاتوالی شي


له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال، ارشیف
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال، ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي تمه ده چې په راتلونکو میاشتو کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات شي. دغه دفتر ویلي په پاکستان کې مېشت د «پي او ار» کارت لرونکو د مودې د نه غځولو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه د دې زیاتوالي لامل دی.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده او «اې سي سي» کارت لرونکو افغان کډوالو د جبري ستنونې لړۍ په تېزۍ روانه ده، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې په راتلونکو میاشتو کې ښايي له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات شي.

دغه دفتر په یو بیان کې چې یکشنبه د جولای په ۲۷مه یې خپور کړی په دې هېواد کې د مېشتو ۱ عشاریه ۴ میلیونه «پي او ار» کارت لرونکو ته اشاره کړې چې د پاکستان حکومت یې د مودې د نه تمدید پرېکړه کړې ده.

اوچا وايي چې همدا پرېکړه د دې زیاتوالي لامل دی.

د دغه کارت لرونکو د اوسېدو موده د جون په ۳۰مه پای ته رسېدلې ده.

د روان ۲۰۲۵ کال له پیله د جولای تر ۱۹مې ۱۵ لکه ۴۱ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي
اوچا

اوچا ویلي د روان ۲۰۲۵ کال له پیله د جولای تر ۱۹مې ۱۵ لکه ۴۱ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي چې په دې کې څه د پاسه ۱۲ لکه یې له ایرانه راستانه شوي دي.

په بیان کې راغلي چې که څه هم په وروستیو ۱۰ ورځو کې له ایرانه د راستنېدونکو په شمېر کې تدریجي کمښت لیدل شوی، خو د جولای له لومړۍ نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۱۹مې د هغه افغانانو شمېر چې له یاد هېواده ستانه شوي ۴ لکه ۶۰ زره کسانو ته رسېږي.

په بیان کې راغلي چې ښايي دا کمښت د ایران او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د وروستیو خبرو پایله وي.

اوچا ویلي دغه راز د روان کال له پیله د جولای تر ۱۹مې ۳ لکه ۴۰ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په وروستیو کې له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تېزه کړې ده.

په دې هېواد کې مېشت یو شمېر افغانان وايي پاکستان له یوې خوا د افغانانو په وړاندې د ویزې تمدید بند کړی او له بله خوا یې د دوی د نیولو او شړلو لړۍ تېزه کړې ده.

په پاکستان کې مېشت زیات شمېر هغه کسان چې نورو هېوادونو ته د تګ کېسونه لري تر ډېره په ویزو اوسېږي، خو د تېر جون له ۲۶مې وروسته د دوی د ویزو تمدید بند شوی چې له امله یې په دې هېواد کې مېشت زرګونه افغان پناه غوښتونکې له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

که څه هم پاکستان په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ظاهرا ویل کېږي چې د افغان پناه غوښتونکو د کېسونو نامعلوم برخلیک پاکستان اړ کړی چې کېس لرونکي کسان افغانستان ته ډیپورټ کړي.

اوس چې موږ ویزې نه لرو د جبري اخراج له خطر سره مخ یو او که ډیپورټ شو هلته مو ژوند ګواښل کېږي
پاکستان کې میشت افغان کډوال

په اسلام کې اباد کې مېشته د بشري حقونو یوه افغانه فعاله چې د خپلې کورنۍ له ۴ نورو غړو سره یوځای دغلته اوسېږي او د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم او اصلي غږ خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د پولیسو د نیولو له وېرې ان له کوره بهر نه شي وتلی او ژوند یې له سختو کړاوونو سره مخ شوی دی: "د ویزو د تمدید بندول د همدې لپاره دي چې دوی موږ ډیپورټ کړي، اوس چې موږ ویزې نه لرو د جبري اخراج له خطر سره مخ یو او که ډیپورټ شو هلته مو ژوند ګواښل کېږي، تاسو پوهېږئ چې له دې مخکې د بشري حقونو فعالان، خبریالان، نظامیان چې ډيپورټ شوي او یا افغانستان ته تللي طالبانو نیولي، بندیان کړي یې دي، شکنجه کړي یې دي او تاوتریخوالی یې ورسره کړی دی."

یوه بله مېرمن چې تازه له پاکستانه یوه ورځ وړاندې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره یوځای ډیپورټ شوې او اوس مهال په تورخم کې ده وايي پولیسو په داسې حال کې د اسلام له «E 11» سیمې ونیوله چې دوی د سهار چای ته ناست وو.

نوموړې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وویل چې د کور وسایل یې هلته پاتي دي او دا له دوه ورځني بند وروسته په تورخم راړول شوې ده: "کور مو خلاص پاتې شو، په یوه جوړه جامو کې یې راوویستو، ویل یې بېرته به راستانه شئ، داسې ځای ته یې یوړو چې د چا خبره هلته سپی هم شپه نه شي تېرولی، موږ یې دوه نیمې ورځې هلته وساتلو، بیا یې راوویستو او همدا ۲۰ دقیقې مخکې یې تورخم ته راوستو او افغانستان ته یې راواړلو، وږي تږي، پیسې نه لرو، ځای نه لرو هېڅ نه پوهېږو چېرته لاړ شو، هېڅ نشته، هېڅ نشته."

نوموړې ادعا وکړه چې ډېری نیول شوي کسان چې پاکستاني پولیسو ته پیسې ورکړي خوشې کېږي، خو په خبره یې هغه کسان چې د پیسو د ورکړې توان نه لري، ډیپورټ کېږي.

پاکستان له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل کړه.

که څه هم د پاکستان دا پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې، خو پاکستان په وار وار ویلي چې بې اسناده افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه شي.

خو د بشري حقونو ګڼو بنسټونو اندېښنه ښودلې چې د ستنېدونکو په منځ کې داسې کسان بې شمېره دي چې ژوند یې په افغانستان کې د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم په خپل وروستي راپور کې ویلي افغانستان ته راستانه شوي یو شمېر کسان د طالبانو تر ولکې لاندې له شکنجې، ناوړه چلند، له غیر قانوني توقیف او د شخصي امنیتي ګواښونو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG