د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۹

د طالبانو حکومت بهر ته مسلکي کارګر استوي، کارګران یې پر روڼتیا شک لري


کندهار کې د څوکیو جوړولو مسلکي کارګر، ارشیف
کندهار کې د څوکیو جوړولو مسلکي کارګر، ارشیف

یو شمېر افغان ځوانان په ځانګړې توګه مسلکي کارګران وایي، سره له دې چې په هېواد دننه او بهر د کلونو مسلکي کارونو تجربې لري، خو ادعا کوي چې له افغانستانه بهر د کارګرانو د لېږد بهیر کې شفافیت نشته چې په قانوني لارو او د دولت له لارې د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول شي.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنې او شکایتونه مطرح کړل چې افغانستان کې د بې کارۍ کچه اوج ته رسېدلې او که ورته کاري فرصتونه برابر نه شي، د ژوند کړاونه به پرې لا اضافه او د خپلو کورنیو د سرپرستۍ له مسؤلیته به ونه شي وتلی.

د خوست ولایت یو ۴۰ کلن مسلکي کارګر چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې په متحده عربي اماراتو کې د نجارۍ برخه کې کلونه کار کړی، اوس په د ویزې نه درلودو له کبله وطن کې بند پاته دی.

دی وایي، داسې شرایطو کې ژوند کوي چې د خپلې کورنۍ نفقې ګټلو ته حیران دی.

زه هره ورځ هڅه کوم چې بهر ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شم، خو ویزې په اووه یا اته زرو ډالرو دي
یو مسلکي کارګر

ده چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د خپلې ۱۷ کسیزې کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده، په هېواد دننه کار موندلی نه شي او له هېواد بهر د ده په خبره، بهر ته د مسلکي کارګرانو د لېږد بهیر کې د شفافیت د نشتون له امله په تګ توانېدلی نه شي: "زه دوبۍ کې وم تر درېیو کلونو مې په ډېر سختو حالاتو کې کار کړی دی، زه هره ورځ هڅه کوم چې بهر ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شم، خو ویزې په اووه یا اته زرو ډالرو دي او دوی (طالبان) خو یوازې هغه کسان له (هوکړې) قانوني لارې لېږي چې واسطې ولري چې اصلا هېڅ مسکلي کارګران نه دي، موږ له اسلامي امارته غواړو چې مسلکي خلک ولېږئ چې هغوی په رښتیني توګه په کار بلد دي، دلته چې ورشو موږ ته وایي چې مخکې دې چا سره کار کړی و، داسې او هغسې دې کړي و، ټوله ورځ په کار پسې ګرځو، خو هېڅ کار نشته، نور څه وکړو، ګڼو ځوانانو مو له همدې امله ځانونه ووژل."

د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکی چې دی او ګڼ ملګري یې په بېلابېلو برخو کې په مسلکي کارګرۍ بلد دي، هم ورته اندېښنه او ادعا مطرح کوي.

ده هم چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې په شخصي ډول د بهرنیو په ځانګړې توګه عربي او خلیجي هېوادونو د ویزو د ترلاسه کولو وسه نه لري او په هېواد دننه ورته د ده په ګډون زرګونو خلکو ته د کار زمینه نه ده برابره: "دا پروسه شفافه نه ده چې دوی کارګران بهر ولېږي، دوی تر څو چې څوک واسطه ونه لري، دې نظام د کسانو خپل خپلوان نه وي نه شي تللی، دلته هم د کار زمینه نشته، د هر چا کار او بارونه بېخي په ټپه ولاړ دي، اقتصادي وضعیت هم صفر دی، دا هېوادونه چې دا کارګران غواړي باید د شفافیت څارنه یې هم وکړي، بل دوی نه مو غوښتنه ده چې افغان کاګرانو ته زیات چانس او د کارګرۍ فرصتونه برابرل کړي."

دا پروسه شفافه نه ده ، تر څو چې څوک واسطه ونه لري، د نظام د کسانو خپل خپلوان نه وي نه شي تللی
د پکتیا یو کارګر

دا ځوانان او مسلکي کارګران دغه راز ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د بېلابېلو ادارو لخوا ورسره تبعیضي چلند کېږي او ورته ویل کېږي چې که یې د دوی په لیکو کې مخکې په جهاد «جګړو» کې برخه نه وي اخیستي، دې بهیر کې د شاملولو وړ نه دي.

دوی د طالبانو له حکومته په هېواد دننه او بهر ورته د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي، هغه څه چې د افغانستان د کارګرانو ملي اتحادیه «امکا» ځینې مسؤلین هم پرې ټینګار کوي.

دغه اتحادیه بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد په بهیر کې د شفافیت د نشتون د تأیید ترڅنګ د طالبانو حکومت له لوري د دوی لپاره د منظم، واضح او هر اړخیز طرزالعمل غوښتنه کوي.

د افغانستان د کارګرانو ملي اتحادیې د رهبرۍ یو غړي او مسؤل چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو سره یې خبرو کې وویل چې د طالبانو حکومت ورسره په تېرو ۴ کلونو کې د افغان کارګرانو اړوند هېڅ ډول طرزالعمل نه دی شریک کړی او نه هم د دوی د غوښتنو او پوښتنو اورېدو ته ورسره همغږي کوي "له بده مرغه موږ تر اوسه نوي دولت (طالبانو) سره هېڅکله نه یو توانېدلي، دوی سره وګورو یا خبرې وکړو چې دوی دا کارګرانو ته څه ډول طرزالعمل برابر کړی چې موږ د هماغې له مخې کارګران وروپېژنو او دوی یې انتقال کړي، باید نورو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د استولو لپاره یو واضح طرزالمعل جوړ شي چې له مخې یې هلته د کارګرانو حقونه خوندي او پوښتنه یې وشي، خو له بده مرغه تر اوسه دې لپاره کوم جدي کار نه دی شوی او نه هم زموږ مشورې اوري، نه کوم شفاف طرزالمل شته چې مسلکي کارګرانو نه ازموینه واخیستل شي."

که څه هم د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د دغو ادعاوو او شکایتونو اړوند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو دغه وزارت تازه ویلي چې بهر ته یې له قانوني لارې د افغان کارګرانو د لېږد بهیر پیل او دوه زره افغان کارګران به دوشنبه «د جولای په ۲۸» قطر ته واستوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه راز پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) په یوه خبرپاڼه کې د یکشنبې په ورځ ویلي چې قطر سره د شوې هوکړې له مخې یاد هېواد ته په لومړي پړاو کې د برېښنا انجنیرۍ، د برېښنايي موټرو د مستریتوب، شیدو لوشلو، د اشپزۍ او هوټل کې د لارښوونې او پاک کارۍ په برخو کې کاریګر لېږي.

‏د خبرپاڼې له مخې، نوم لیکنه به د هېواد په بېلابېلو زونونو او ولایتونو کې د ځانګړو ادرسونو له لارې د روانې زمري میاشتې په ۷مه نېټه پیل شي.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د یاد وزارت له سرپرست عبدالمنان عمري سره په لیدنه کې په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بېکدلي هم ویلي چې تهران هم له کابل سره د کاري ځواک تبادلې ته لېواله دی څو ماهر افغان کارګرانو ته د ایران په بازار او ماهرو ایراني کارګرانو ته د افغانستان په بازار کې د کار زمینه برابره شي.

د یادونې ده چې له دې مخکې د کار نړیوال سازمان (ای ال او) په ګډون د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو او په افغانستان کې دننه ګڼو خلکو د بېکارۍ د لوړې کچې راپورونه ورکړي او ویلي دي چې ورځ بلې ته دا برخه لا کړکېچنه کېږي.

XS
SM
MD
LG