د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۴

ولسمشر ټرمپ له پوتین څخه د نهیلي کېدو له کبله د اوربند لپاره ټاکلی مهلت رالنډ کړ


ټرمپ په سکاټلنډ کې
ټرمپ په سکاټلنډ کې

«زه به له نننۍ نېټې څخه په شاوخوا ۱۰ يا ۱۲ ورځو کې نوی مهلت وټاکم.»

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې دی به د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د اوربند لپاره ټاکل شوی مهلت لنډ کړي او دا موده به له ۱۰ تر ۱۲ ورځو ته راکمه کړي، ځکه چې د اوکراین پر ضد د روسیې دوامداره بمبارۍ او د سولې پر لور د پرمختګ نشتوالي خوابدی کړی دی.

ټرمپ د جولای په ۲۸مه د سکاتلنډ په ټرنبرې (Turnberry) ښار کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل: «زه له پوتین څخه ډېر مايوس يم، دی انتظار ته اړتیا نه لري، که مسکو له کیف سره د سولې هوکړې ته ونه رسېږي، نو زه اړ نه يم چې د دې میاشتې په پیل کې ورکړل شوی ۵۰ ورځني مهلت ته تر پایه انتظار وکړم.»

ده زیاته کړه: «زه به له نننۍ نېټې څخه په شاوخوا ۱۰ يا ۱۲ ورځو کې نوی مهلت وټاکم.»

ټرمپ دا څرګندونې د بريتانيا له صدراعظم که‌‌‌یر سټارمر سره د ليدنې پر مهال وکړې. هغه وويل: «کله چې تاسې له يو چا سره ډېر وخت معامله وکړئ، پوهېږئ چې څه به وکړي – يا څه به ونه کړي. ما هغه ته (پوتین ته) يو چانس ورکړ، خو هغه ورڅخه استفاده ونه کړه.»

سپينې ماڼۍ تر اوسه دا نه ده روښانه کړې چې که روسيه د دې نوې مودې په ترڅ کې غبرګون و نه ښيي، نو څه به پېښ شي، خو ټرمپ وويل: «شاید موږ لا هم له روسیې سره يوې هوکړې ته ورسېږو، خو اوس ډېر ناوخته دی.»

تېره جمعه، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو وويل، ټرمپ د مسکو پر وړاندې «زغم له لاسه ورکوي» او «نور د انتظار کولو اراده نه لري»، چې ښايي جدي پایلې ولري.

اوکراين د ټرمپ د څرګندونو هرکلی کړی دی. د اوکراين د ولسمشر د دفتر مشر، اندرې يرماک، په ټیلیګرام کې وليکل:

«موږ د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د هغه د کلک دریځ او واضح پیغام مننه کوو — سوله د قدرت له لارې ترلاسه کېږي.»

روسیې تراوسه پورې د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG