د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

افغان فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی چې امریکا ته د افغانانو د لېږد بهیر بیا پیل کړي


د افغان کډوالو ډله چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته واشنګټن ډي سي ته ورسېدله
د افغان کډوالو ډله چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته واشنګټن ډي سي ته ورسېدله

په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو د ویزو د نه تمدیدېدو او د دوی د نیولو او ایستلو د بهیر له چټکېدو وروسته د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالدټرمپ څخه غوښتي دي چې امریکا ته د دوی د لیږد پروسه بیا پیل کړي.

د "پي یو" او "پي دوه" کیسونو لرونکو په یوه پرانیستي لیک کې چې یوه کاپي یې د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته هم رااستولې، شدید بد اقتصادي وضعیت، د روغتیایي او تعلیمي اسانتیاوو نشتون او د پاکستاني پولیسو له خوا د نیولو او جبري ایستلو د بهیر تېزېدو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې په بېړني بشري وضعیت کې ژوند کوي او د هغو ژمنو د عملي کېدو په تمه دي چې متحده ایالاتو له دوی څخه د ملاتړ په برخه کې کړي دي.

د دې پرانیستي لیک یوه لیکوال، عید محمد حکیمي د دې لیک د محتوا او نورو جزییاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل"موږ له څلورو کلونو راهیسې په پاکستان کې له مختلفو ستونزو سره مخ یو، له بده مرغه، موږ د امریکا له لوري هېر شوي یو، په دې څلورو کلونو کې مو ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي، موږ له اقتصادي ستونزو سره مخ یو، له بده مرغه په دې وروستیو کې د کوربه هیواد پولیسو یو شمیر کیس لرونکي نیولي، زموږ جدي غوښتنه دا ده چې د "پي یو" او "پي دوه" پروګرامونه بیا پیل شي او موږ، چې په دې هیواد کې په خورا بد حالت کې یو، امریکا ته ولیږدول شو ترڅو له دې برخلیکه خلاص شو."

له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ یو. له متحدوایالتونو څخه افغانان هېر شوي دي.

په پاکستان کې بله مېشته افغانه کډواله او د "پي یو" کیس لرونکې ناهید هم چې پاکستان کې له اوږدې مودې انتظار ستړې شوې او په یاد هېواد کې د خپل وضعیت په اړه خورا اندېښمنه ده.

نوموړې وايي"موږ اندېښمن یو، حتی ماشومان مو په روحي رواني ستونزو اخته شوي دي. زموږ ویزې نه تمدیدېږي او له دې وېرې چې ونه ایستل شو، له خپلو کورونو نه شو وتلی. که د کیسونو پروسس پیل نه شي او موږ په دې ناڅرګند حالت کې پاتې شو، دا وضعیت زما او زما د کورنۍ لپاره ډېر اندېښمنونکی دی او موږ ډېر مایوسه کوي. موږ افغانستان ته د بېرته ستنېدو لاره هم نه لرو. خدای مهربانه دی چې که زموږ غږ واورېدل شي او موږ انتقال شو او له دې ستونزو ووځو."

په دې سرخلاصي لیک کې چې د "پي یو" او "پي دوه" کیسونو د لرونکو ښځو، نارینه وو او ماشومانو په استازیتوب ولسمشر ټرمپ ته لیکل شوی، راغلي چې دوی درک کوي چې د امریکا ولسمشر د خپل هیواد د ګټو د ساتنې مسولیت لري، خو دوی له هغه غوښتي چې د دوی د نازک وضعیت په پام کې نیولو سره پر خپله پریکړه بیا غور وکړي او د دوی د کیسونو د بیاکتنې بهیر پیل کړي.

د لیک لیکوالان وايي چې ډیریو یې مخکې په افغانستان کې د متحده ایالاتو له پوځیانو او ملکي کارکونکو سره همکاري کړې او د ازادۍ او سولې ګډو ارزښتونو ته ژمن وو او اوس د یو داسې هیواد د ملاتړ په تمه دي چې په ټکو یې، تل د زیانګالو پناه ځای و.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې څلور ورځې مخکې ترې ښاغلي ټرمپ اعلان وکړ چې دی به له هغو افغانانو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي چې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته له کلونو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې په بې برخلیکه حال کې دي.

ټرمپ پر ټولنیزه رسنۍ «Truth Social» لیکلي "زه هڅه کوم چې دوی وژغورم، همدا اوس یې پیلوم؟ ټرمپ هغه راپور ته اشاره کړې چې ادعا یې کړې د متحده عربي اماراتو چارواکي طالبانو ته د یو شمېر افغان کډوالو د سپارلو لپاره چمتووالی نیسي.

ډونالد ټرمپ د جنورۍ کې د متحده ایالاتو د ۴۷م ولسمشر په توګه د لوړې له ترسره کولو وروسته، د بېلابېلو اجرایوي فرمانونو د لاسلیک کولو تر څنګ د ۹۰ ورځو لپاره متحده ایالاتو ته د ټولو کډوالو لیږد هم وځنډاوه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دریو میاشتو لپاره متحده ایالاتو ته د ټولو کډوالو لیږد وځنډاوه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د جنوري په ۲۸مه ویلي وه چې واشنګټن د ویزو او کډوالۍ غوښتنلیکونو د څار په بهیر کې د شفافیت د تضمین او ډاډمنولو بیاکتنه کوي او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه راپور ورکړي.

خو د یادونې ده چې د دغو کډوالو د کیسونو د ځنډولو او بیا کتنې په اړه د امریکا د ولسمشر له فرمانه له شپږو میاشتو زیات وخت کېږي او د امریکا حکومت لا هم د پاکستان په ګډون له مختلفو هیوادونو د دغو کډوالو د لیږد په اړه کومه مشخصه پریکړه نه ده کړې.

په پاکستان کې د "پي یو" او "پي دوه" د کډوالۍ د کیسونو لرونکو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په داسې حال کې د سرخلاصي لیک په استولو، امریکا ته د دوی د لیږد د بهیر د بیا پیل غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ویزو مودې د غځولو پروسه له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ناڅاپي ډول درول شوې ده.

د دغو کډوالو په خبره، له دې سره هم مهاله له دغه هیواده د ایستلو لپاره د افغان کډوالو ډله ییزې نیونې هم چټکې شوي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دغه هیواد کې د افغانانو د ویزو د غځولو د بهیر د ځنډولو په اړه رسمي او څرګند دلیل نه دی اعلان کړی.

XS
SM
MD
LG