د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۷

د افغانانو د معلوماتو تر افشا وروسته زرګونه کسان بریتانیا ته د یوې پټې طرحې له مخې انتقال شوي


د افغانانو د معلوماتو تر افشا وروسته زرګونه کسان بریتانیا ته د یوې پټې طرحې له مخې انتقال شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

د بریتانیا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له لورې د افغانانو د شخصي معلوماتو له افشا کیدو وروسته څرګنده شوه چې د یوې پټې طرحې له مخې زرګونه افغانان بریتانیا ته انتقال شوي دي. رویترز خبري اژانس لیکلي، په دغو معلوماتو کې، چې د ۲۰۲۲کال په فبرورۍ میاشت کې په تیروتنه د دفاع وزارت د یوه چارواکي له لورې پر فیسبوک خپاره شوي وو، د شاوخوا ۱۹ زره افغانانو نومونه او معلومات شامل وو — دا هغه کسان وو چې غوښتنه ‌یې کړې وه چې بریتانیا ته انتقال شي. دا پېښه یوازې شپږ میاشتې وروسته له هغه وشوه چې طالبانو کابل ونیوه.

د افغانانو د معلوماتو تر افشا وروسته زرګونه کسان بریتانیا ته د یوې پټې طرحې له مخې انتقال شوي


XS
SM
MD
LG