د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۰

د امریکا استازیو جرګې د طالبانو په ګډون ټولو وسله والو ډلو ته د مالي مرستو د بندولو لایحه تصویب کړه


د امریکا د کانګرس ودانۍ
د امریکا د کانګرس ودانۍ

د استازو جرګي غړي ټیم برچېټ «ترهګرو ته د مالیاتو نه ورکولو»  لایحې د تصویب وړاندیز د ۲۰۲۴کال په جنورۍ میاشت کې کړی وو.

نوموړي نن سې شنبه د جون ۲۴ مه په خپله اېکس پاڼه په یو ویډیویي بیان کې ویلي " نور د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د "ترهګرو"لپاره نشته" او دا اقدام د کلونو دوامداره هڅو پایله وه.
نوموړي ویلي:

«اوس دا موضوع سنا ته لېږدوو. زما د ایالت سناتور هېګرتي (د تینیسي ایالت سناتور بېل هګرتي) او بلکبرن (د تینیسي ایالت سناتوره مارشا بلکبرن) له دې طرحې ملاتړ کړی دی او فکر کوم سناتور شيهي (د مونتانا ایالت سناتور تیم شیهي) او تامي تابرویل (د الاباما ایالت سناتور) به دا مخ ته یوسي. نو تاسو کولای شئ خپلې اندېښنې سنا ته ورسوئ ترڅو دا قانون تصویب شي.»

هغه زیاته کړه:

«اوونۍ کې ۴۰ میلیونه ډالره او تر اوسه فکر کوم ۵ میلیارده ډالره، دا پیسې طالبانو ته ځي. دا ستاسو د مالیاتو پیسې دي. دا خندوونکې او د نه منلو ده. باید ژر تر ژره داسې قانون تصویب شي چې دا بهیر ودرېږي.»

هم مهاله امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر برایان مسټ تازه ویلي دغه لایحه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مکلفوي چې د بهرنیو هیوادونو او غیر دولتي سازمانونو له لوري د طالبانو د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره یوه تګلاره جوړه او عملي کړي.

طالب عسکر کابل کې
طالب عسکر کابل کې

د یادونې ده چې مخکې د بایډن ادارې افغانستان سره اوونۍ کې ۴۰ ملیونه ډالره مرسته کوله، چې هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو سازمان او د طالبانو حکومت ویلي وو چې دا مرستې بشري دي او د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا بې وزلو افغانانو سره کېږي.
خو د امریکا د سنا مجلس د اندېښنې په څرګندونو سره ویلي وو چې دا مرستې د طالبانو لاس ته ورځي.

طالب چارواکي
طالب چارواکي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) په خپل وروستي راپور کې چې د روان کال د مارچ په لسمه خپور شوی ووویلي وو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا د مرستو د څارنې تګلاره نه ده موجوده او د دې تګلارې نه موجودیت لامل شوی چې طالبان له دې پیسو استفاده وکړي.
په راپور کې راغلي وو چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر جون پورې امریکا د نړیوالو مرستندویه سازمانونو له لارې له افغانستان سره څه باندې درې ملیارډه ډالره مرسته کړې ده.

خو په افغانستان کې یو شمېر بې وزله خلک د امریکا له حکومت غواړي، داسې یو مکانیزم رامنځته کړي چې پر بنسټ یې افغانانو سره د دعه هیواد بشري مرستې دوام ومومي، ځکه د دوی په خبره لا وړاندې خلک له پراخې بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي.

د کابل یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

«که امریکا پر طالبانو هر ډول فشار راوړي هغه د دوی خپل کار دی خو زما هیله داده چې زموږ په ګډون ټولو بې وزله وګړو ته یې چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، زور ونه رسیږي، زموږ هیله داده چې داسې یو میکانیزم رامنځته شي چې له بشري مرستو نه د طالبانو لاسونه لنډ شي خو ولس سره باید مرستې جاري وساتل شي.»

د امریکا مرسته شوي اوړه چې نور نشته
د امریکا مرسته شوي اوړه چې نور نشته

د ننګرهار اوسېدونکي شکرالله هم ازادي راډيو سره په خبرو کې د سختو اقتصادي ستونزو یادونه وکړه.

«د امریکا د بشري مرستو پرته به افغانان له لار نورو اقتصادي ستونزو سره مخ شي، بې روزګاري اوس ډېره زیاته شوې ده، همدا اوس تاسو چوک کې وګورئ له مزدورانو ډک دی خو څوک نشته چې کار ورکړي، نو د نړیوالو مرستې ډېرې اړیني دي د افغانانو لپاره او باید دا مرستې دوام پیدا کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په دې هیواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ د کچې د لوړېدو راپورونه ورکول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیالې همغږې کوونکې جویس مسویا پرون دوشنبه د جون ۲۳ مه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته وویل چې افغانان له دوامدارو او شدیدو بشردوستانه اړتیاوو سره مخ دي.

نوموړي وویل چې لسیزو جګړو، فقر، اقلیمي بدلونونو، د نجونو او مېرمنو پر وړاندې پراخو محدودیتونو او د بودیجې کمښت وضعیت ترینګلی کړی دی، او دا چې په افغانستان کې له هرو پنځه افغانانو یو یې له لوږې سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا د راپور له مخې سږ کال په دې هیواد کې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG