د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۵

اوچا وايي چې د طالبانو لاسوهنې له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو پر وړاندې اصلي ستونزه ده


په فراه ولایت کې له بېځایه شویو کورنیو سره د نړیوالو مرستې (آرشیف)
په فراه ولایت کې له بېځایه شویو کورنیو سره د نړیوالو مرستې (آرشیف)

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، لا هم د طالب چارواکو مستقیمې لاسوهنې په افغانستان کې د بشري فعالیتونو پروړاندې تر ټولو لوی خنډ دی او د اپریل په میاشت کې ۴۴ داسې پېښې ثبت شوي، چې د مرستو په رسولو کې د محدودیتونو ۷۳ سلنه جوړوي.

د «اوچا» تازه راپور چې د "افغانستان بشري لاسرسي ته کتنه او د ۲۰۲۵ اپرېل» په سرلیک د یکشنبې په ورځ د می په ۲۵مه خپور شوی،پهکې راغلي چې دا شمیر د مارچ میاشتې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي او د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د ۳۵ بشري فعالیتونو د موقتي ځنډیدو لامل شوي دي.

وړاندې راغلي چې دې پېښو کې، د مرستو د ویش په بهیر کې لاسوهنه، د هوکړه لیکونو په لاسلیک کې ځنډ، د استخدام او تدارکاتو اود مرستو د اخیستونکو د نوملړ په تعینولو کې لاسوهنې، د کارکوونکو د لیست او نورو حساسو معلوماتو غوښتنه او په مرستندویه فعالیتونو کې دښځو پر ونډې د محدودیتونو لګول شامل دي.

اوچا وايي پر بشري مرستو ۷۳ سلنه محدودیت د طالبانو د لاسوهنو له امله وو.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې دغه مداخلې د ۲۰۲۴ میلادي کال د اپریل په پرتله ۵۲ سلنه کمې شوي، خو ټینګارکوي چې د شمېرو کموالی د وضعیت د ښه والي په معنا نه دی، بلکې په ټکو یې د امریکا د مرستو د بندېدو له امله د ډېریو مرستندویه بنسټونو دفعالیتونو د کمېدو یا بندېدو له امله دي.

د «اوچا» د راپور له مخې، د اپریل په میاشت کې د مرستندویه کارکونکو پر وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی، په داسې حال کې چې په اووپیښو کې د ۱۶ نارینه او ۱۳ ښځو په ګډون ۲۹ کارکوونکي نیول شوي دي.

راپور زیاته کړې چې په اپریل میاشت کې د ثبت شویو ټولو پیښو ۱۸ سلنه په ځانګړې توګه جنسیت پورې تړلې وې، چې ښځینه کارکونکي یې پهنښه کړي؛ هغه شمېره چې د تیرې میاشتې په پرتله د مرستندویه فعالیتونو په برخه کې پر ښځو باندې د فشارونو ۳۸ سلنه زیاتوالي ښیي.

د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې د مرستندویه ادارو په چارو کې د لاسوهنو ادعا رد کړې ده.

له دې مخکې سیګار هم د مرستو د رسولو په برخه کې د ورته ستونزو یادونه کړې وه.

تر دې مخکې هم د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) په ګډون ځینو بنسټونو ویلي چې په افغانستان کېبشري کارکوونکي د طالبانو مستقیم فشار، د پروګرامونو په طرحه، تطبیق او پلي کولو کې له لاسوهنو، د طالبانو له خوا ټاکل شویو کسانو ته دخوراکي توکو او نورو مرستو انتقال لاسوهنو او د استخدام په بهیر کې د طالبانو د کسانو په زوره ځای په ځایولو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې دا فشارونه او لاسوهنې د مرستو اغېزمن او پر وخت رسولو ته ګواښپېښوي او د دوام په صورت کې به یې افغانستان کې بشري ناورین لا پېچلی کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوچا له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې سږ کال نږدې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو تهاړتیا لري.

XS
SM
MD
LG