د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۱

طالبانو پر ایران د امریکا برید غندلی، کتونکي وایي هر هېواد باید خپلو ګټو ته په کتو دریځ غوره کړي


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر اټومي تاسیساتو د متحده ایالاتو هوايي بریدونه غندلي دي. په هغه خبر پاڼه کې چې د دغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي له خوا پرون ماښام پر ایکس پاڼه خپره شوې، له دواړو لوروغوښتل شوي چې د ستونزې د هواري لپاره دې له ډیپلوماسۍ کار واخلي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندلي دي.

د دغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي له خوا د یکشنبې په ماښام د ده د ایکس پاڼې (پخواني ټویټر) له لارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا دا ډول بریدونه به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي.

د خپرپاڼه په دوام کې له دواړو خواوو غوښتل شوي چې د ستونزې د هواري لپاره دې له ډیپلوماسۍ کار واخلي.

په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او دا برېدونه یې د سیمې او نړۍ امنیت ته لوی ګواښ بللي دي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ایران د اټومي پروګرام مسله باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د یکشنبې په ورځ سهار وختي د ایران پر دریو اټومي تاسیساتو هوايي بریدونه وکړل.

تر هغه وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هېواد یې د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو بریدونه کړي او ټینګاریې وکړ چې ایران باید سوله وکړي، که نه نو پر نورو اهدافو به یې بریدونه وکړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې برخه کې د طالبانو د حکومت دریځ ته په اشارې وايي چې حکومتونه باید د خپلو ګټو پربنسټ په داسې مواردو کې دریځ غوره کړي.

له دې ډلې پخوانی ډیپلومات، د سیاسي چارو شنونکي او په امریکا کې د اتلانتیک شورا لوړ پوړي غړي عمر صمد ازادي راډیو ته وویل "له سیاسي او سټراتیژیک اړخه زه فکر کوم چې بالاخره هېوادونه خپلې ګټې په نظر کې نیسي او باید یې هم ونیسي،په هغه کې راتلونکی باید وسنجوي چې که د ایران په نظام کې بدلون راځي ایا د دوی په ګټه دی؟یا نه راځي او څه ډول بدلون او نظام به وي،دا چې په ایران کې دوامداره ګډوډي یې په ګټه یا زیان ده؟په سیمه کې په قواوو کې ستراتیژیک بدلون یې په ګټه که په ضرر دی؟دا هغه مسایل دي چې معلومداره ده هېوادونه او حکومتونه یې په اړه غور کوي او د هغه پر بنسټ پرېکړه کوي اودریځ خپلوي، زه فکر کوم چې افغانستان «طالبان» له دې مسلې مستثنی نه دي."

بلخوا د سیاسي چارو ځینې نور پوهان په دې باور دي چې په ایران کې جګړه د افغانستان پر خلکو منفي پایلې پرېوېستلی شي.

د سیاسي چارو شنونکی او د ایرلنډ د بیلفاسټ کوئینز پوهنتون پروفیسور مایکل سیمپل ازادي راډیو ته وویل چې اقتصادي زیان به پر افغانستان د دې جګړې له اصلي پایلو وي.

ده زياته کړه، چې دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه ولاړه ده، خو په خبره یې که جګړه دوام وکړي، ښايي دغه حالت د ژوراقتصادي ناورین لامل شي "که جګړه دوام وکړي نه یوازې هغه افغانان چې غواړي د کار لپاره ایران ته ولاړ شي، تللی نه شي،ښایي یو شمېر هغه افغان کارګر چې د ایران پرېښودو او افغانستان ته پر ستنېدو اړ کېږي، د دې جګړې اغېزې به پر افغانستان تر ټولو ډېرې په اقتصادي برخه کې پرېوځي."

د ایران او اسرایلو ترمنځ له څه باندې لسو ورځو راهیسې نښتې روانې دي.

د دواړو هېوادونو له خوا د خپرو شويو راپورونو له مخې، په دې نښتو کې سلګونو کسان وژل او ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG