د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۳

د نجونو د زده کړو ملي کمپاین د نجونو پر زده کړو د محدودیت خلاف د مدني، سوله اییز او پیاوړي اعتراض غوښتنه کوي


په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د افغان نجونو د زده کړو د ملاتړ لپاره دفعالانو یو لاریون ، جنوری ۲۰۲۳ کال ، آرشیف
په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د افغان نجونو د زده کړو د ملاتړ لپاره دفعالانو یو لاریون ، جنوری ۲۰۲۳ کال ، آرشیف

د نجونو د زده کړو ملي کمپاین په افغانستان کې له ځوانانو غوښتي چې د نجونو پر زده کړو د محدودیت پرضد مدني، سوله اییز او پیاوړي اعتراضونه وکړي. دې کمپاین په یوه اعلامیه کې د دې محدودیت پرضد غلي پاتې کېدل د افغان نجونو په حق کې جفا ده.

د نجونو د زده کړو ملي کمپاین په یوه اعلامیه کې د افغانستان ځوانان او محصلین هڅولي چې د نجونو پر زده کړو د محدودیت پر ضد سوله ییز او مدني فعالیتونه وکړي.

په دغه اعلامیه کې چې یوه کاپي یې ازادي راډيو ته هم رالېږل شوی له ځوانانو او محصلینو غوښتنه شوې چې لږ ترلږه د هرې هجرې لمریزې میاشتې لومړۍ نېټه دې د نجونو په زده کړو او د محدودیت پر ضد اعتراضونو ته ځانګړې شي.

د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین د مشرتابه شورا غړي ډاکټر خوشحال روهي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، چې دا تر ټولو مهم مدني او اغیزناک حرکت دی:

زموږ غوښتنه داده چې په دې ورځ افغانان چې په هرشکل وي خپل غږ پورته کړي، له ځوانانو په ځانګړی ډول محصلینو غوښتنه کوو چې په دې ورځ دې ټولګیو ته نه ځي، له ملي رسنیو غواړو چې په دې ورځ دې خپل ټول پروګرامونه د نجونو پر زده کړو محدودیت ته ځانګړي کړي، بنسټونه او ټولنې باید په دې ورځ انلاین او حضوري غونډې او کنفرانسونه جوړ کړي.


نوموړي وویل دغه شان دې ځوانان او محصلین د دغه محدودیت په وړاندې هره اونۍ عملي اقدام وکړي، یو یادښت دې ولیکي، یا دې هم یوه ویډیو جوړه کړي او د یو واحد هشتک لاندې دې د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپلو خویندو غږ تر نړۍ ورسوي.

ښاغلي روهي له دینې عالمانو هم وغوښتل چې په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي او د نجونو د زده کړو لپاره دې غږ پورته کړي.

د دغه کمپاین په اعلامیه کې ځوانانو او مصحلینو ته په اشارې ویل شوي:( تاسو چې نن په ټولګیو کې ناست یئ، کتابونه لولئ، هیلې او د راتلونکي خوبونه جوړوئ… ایا پوهېږئ په ميليونونو خویندې مو یوازې دا چی نجونې دي له همدې حق – د زده‌کړې حق – نه محرومې شوي؟)

په ورته وخت کې یو شمېر افغان ځوانان وايي، دا احساس لري او په دې برخه کې یې هڅې هم کړي خو دا چې په کور دننه د طالبانو له لوري محدودیتونه زیات دي، د افغانستان ځوانانو ته ښايي په دې اړه د غږ پورته کول سخت وي.

د ختیځ لغمان يو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

د نجونو په زده کړو دبندیز مسله د طالبانو لپاره فکر کوم سره کرښه ده، زما په ګډون په وطڼ کې میشت ځوانان په دې برخه کې که څه هم هڅې کوي خو له ویرې هغسې نه شي کولای لکه څنګه چې پکار ده، په دې برخه کې ډېر مسولیت هغه ځوانانو ته راجع کیږي چې اوس مهال په بهر کې دي او لاس یې خلاص دی دوی باید لا ډېر کار وکړي، ځکه د نجونو د زده کړو مسله حیاتي موضوع ده.


له زده کړو راګرځول شوې یو شمېر نجونې وايي که څه هم هر ځل د نوي تعلیمي کال په پیلېدو هیله من وي چې د زده کړو د پیل اجازه به ورکول شي خو په خبره یې دا هیله یې همداسې هیله پاتې شي.

د کابل یوې اوسېدونکې سعیدې کوثر هاشمی چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو مخکې د لسم ټولګي زده کوونکې وه ازادي راډيو ته یې وویل:

(څلور کاله کیږي چې افغان نجونې له زده کړو لیرې دي، د جګړې یا ناروغۍ له امله نه بلکې یوازې د دې لپاره چې موږ نجونې یو، موږ هر سهار په یو نوي امید راپورته کیږو خو دروازې مو پرمخ تړلي دي، څلور کاله کیږي چې زموږ غږ یې خاموشه کړی، تاسو نه غواړو چې زموږ لپاره وجنګیږئ، زموږ د حق لپاره، د زده کړو د حق لپاره، موږ نه غواړو په تیارو کې ژوند وکړو بلکې غواړو ښه راتلونکې ولرو.)

نوموړې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د طالبانو په حکومت د نجونو په زده کړو د بندیز د لرې کولو له امله فشارزیات کړي تر څو دوی ته د زده کړو اجازه ورکول شي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له زده کړو راګرځول شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې ده خو طالبانو تر دې دمه په دې برخه کې کوم نرمښت نه دی ښودلي.

د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که په دغه هيواد کې د زده کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونو زیاتې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.

XS
SM
MD
LG