یو شمېر دغه راستنې شوې ښځې او نجونې بیا وایي چې په افغانستان کې له خپلو ټولو اساسي حقونو محرومې شوي او اوس له تیاره اوناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.
“زه مې خپل ښوونځي، ټولګیوالو او درسونو پسې خفه شوې یم“
دا د افغان کډوالې هیلۍ خبرې دي چې په دې ورستیو کې له پاکستانه افغانستان ته راستنه شوې ده.
دا وايي چې په پاکستان کې د نهم ټولګي زده کوونکې وه، خو افغانستان ته له راستنېدو راهیسې د طالبانو د حکومت له خوا له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله د خپلو زده کړو له دوامه بې برخې شوې ده.
“موږ دلته د استوګنې نه ځای او نه کور لرو، ما په پاکستان کې په نهم ټولګي کې زده کړې کولې، خو دلته افغانستان کې دنجونو لپاره ښوونځي نشته، نه پوهېږم چې زموږ راتلونکی به څنګه شي“.
له پاکستانه راستنه شوې یوه افغان ښځه هم وایي چې په افغانستان کې یې له ټولو بنسټیزو حقونو بې برخې ګرځول شوې ده.
دې د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل “ موږ د همدې شته ستونزو او محرومیتونو لپاره چې ښځو نه شو کولای بیرون ولاړې شي او کار وکړي،اړ شوو چې په ډېرېسختۍ ویزې واخلو او پاکستان ته ولاړ شو، خو هلته هم د ویزې د نه لرلو لپاره د ځورونو له امله مجبور شوو چې بېرته وطنته راشو،خو اوس دلته د پرمختګ او ترقۍ ټولې دروازې زموږ پر مخ تړل شوې دي.”
دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انترنشنل) اعلان کړی چې د روان میلادي کال د اپریل له پیل راهیسې او په پاکستان کې د ناقانونه کډوالو د ایستلو د بهیر د دوهم پړاو له پیل وروسته، ۱۱۵زره او ۳۱۹ افغان ښځې او نجونې افغانستان ته ستنې کړل شوې دي.
دې سازمان د شنبې په ورځ، د جون په ۲۱مه، په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې دا ښځې او نجونې اوس په داسې هیواد کې ژوند کوي چیرې چې دوی د کار، زده کړو او په عامه ژوند کې د ګډون حق نه لري.
راپور کې وړاندې د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) په حواله راغلي چې د اپریل له پیله تر اوسه ، په ټولیزه توګه ۲۲۶ زره او ۲۷۹ افغان کډوالله پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې شاوخوا ۴۲ زره او ۳۰۹ یې په زوره ایستل شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د ایستلو دا ناقانونه بهیر ودروي او د نړیوالو قوانینو له مخې د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.
تر دې مخکې هم یو شمېر نړیوالو سازمانونو داسې هېواد ته چې د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونې کېږي، د جبري ستنولو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې وه.
که څه هم د پاکستان لخوا د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوی وه، خو دا پروسه وروسته له هغه چټکه شوې چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نیټې وروسته به د افغان تابعیت (اې سي سي) کارت لرونکي له دغه هیواده وباسي.
یوازې پاکستان نه، بلکې له ایرانه هم د ښځو او نجونو په ګډون زیات شمیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي، چې اوس له بې برخلیکه حالت او د ژوندانه لومړنیو اړتیاوو له نشتوالي سره مخ دي.