د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۱

(RSF) : پاکستان کې د جلا وطنه افغان خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی


د بې پولي خبریالانو سازمان (RSF)  په پاکستان کې د جلا وطنه افغان خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. دغه ټولنې پرون د جون ۲۰ مه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې له نړېوالۍ ټولنې غوښتنه کړې چې د دغو خبریالانو خوندیتوب ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.

د بې پولي خبریالانو سازمان (RSF) ویلي په پاکستان کې میشت جلا وطنه افغان خبریالان اوس مهال د نیول کېدو، توقیف، اخراج او د پاکستاني پولیسو له زورونې سره مخ دي.

دغه سازمان د جون ۲۰ مه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې له ۲۰۲۱ کال اګسټ وروسته واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې رسنۍ له سخت محدودیت سره مخ شوي او سلګونه افغان خبریالان له دې هیواده وتلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې ډیری دغه افغان خبریالان پاکستان ته تللي هغه هیواد چې اوس مهال د جلا وطنه افغان خبریالانو لپاره په یو ناامنه ځای بدل شوی دی.

ار ایس ایف ویلي په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ویزې شرایط خورا سخت شوي او دوی او په دې هیواد کې جلا وطنه افغان خبریالان اړ دي چې هره میاشت خپله ویزه تمدید کړي هغه پروسه چې له اوږدو ستړیاوو او اداري خنډونو سره مخ ده.

په اعلامیه کې که څه هم راغلي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د دغه سازمان له لوري ملاتړ شوي خبریالانو له ډلې یوازې ۴۳ سلنه یې افغان خبریالان دي خو دغه سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د بېړنیو ویزو، اوږد مهاله اسنادو، بیا میشتندنې پروګرامونو او خوندیتوب په برخه کې دې جلا وطنه افغان خبریالانو ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.

ار ایس ایف ویلي پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته یې له ۵۵۰ جلاوطنه افغان خبریالانو سره چې ډیری یې په پاکستان کې دي مرسته کړې .

دا سازمان وایي چې د افغان ژورنالیستانو خوندیتوب یواځې د هغوی د ژوند ژغورنه نه ده، بلکې د ازادو رسنیو، معلوماتو ته د لاس‌ رسي او د ناسم تبلیغاتو پر ضد د مبارزې یوه مهمه برخه هم ده.

په همدې حال کې په پاکستان کې میشت یو شمېر جلا وطنه خبریالان وايي چې اوس مهال په دې هیواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي له یوې خوا اقتصادي مشکلات، بې کاري، د ویزو په تمدید کې ستونزې او له بله خوا د پولیسو ځورول او د ډیپورټ خطر هغه څه دي چې له دوی یې د ژوند لوری ورک کړی دی.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت یو افغان خبریال د نوم د ښودو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل د درې اولادونو او یوې میرمنې لپاره هره میاشت د ویزې د اخیستلو توان نه لري او دا چې د پولیسو له لوري له لوري سخت ځورول کیږي.

ویزې نه تمدیدیږي، دنده نشته، اقتصادي ستونزې شته، د ډیپورټ خطر موجود دی، پولیس ان د سفارتونو له لوري ورکول شویو لیکونو ته چې د پاکستان د حکومت لپاره موږ ته راکول شوي هغه لیکونو ته هم پام نه کوي، اوس که موږ افغانستان ته ډیپورټ کیږو هلته کوم ډول سرنوشت سره مخ کیږو دا هم یوه بله اندېښنه ده چې اوس مهال ورسره موږ مخ یو.


یو بل جلا وطنه افغان خبریال چې دا هم په اسلام اباد کې اوسیږي وايي د نوم د خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې له پاکستان غوښتنه وکړه چې له جلاوطنه افغان خبریالانو سره له نرمۍ کار واخلي.

اوسني وضعیت د خپل راتلونکې په اړه سخت اندېښمن کړی یو، غوښتنه مو داده چې لږ ترلږه په دوهم هیوادونو کې میشتو جلا وطنه افغان خبریالانو سره له نرمښت کار واخیستل شي، ځکه که دوی ډیپورت کیږي دوی به له سختو ستونزو سره مخ شي.


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلۍ واکمنۍ وروسته سلګونه افغان خبریالان د دوی د ادعا له مخې د سر د خوندیتوب په هدف ګاونډي پاکستان ته تللي چې اوس مهال له هغه ځایه هم د ډیپورټ له ګواښ سره مخ دي.

همدا تېره اونۍ په پاکستان کې د افغان خبریالانو یو شمېر ملاتړو بنسټونو له دې هیواده افغانستان ته د دوه افغان خبریالانو د ډیپورټ خبرونه خپاره کړل.

له دې وړاندې هم د بیلابیلو خبریالانو د نیولو، توقیف او د پولیسو له لوري د دوی د ځورولو راپورونه ورکول شوي دي.

د دې ترڅنګ په دې هیواد کې وخت ناوخت په خبریالانو نامعلومو وسله والو بریدونه هم کړي چې د افغان خبریالانو ترمنځ یې اندېښنې زیاتي کړي دي.

په پاکستان کې د میشتو جلا وطنه افغان خبریالانو دقیق شمېر نه دی معلوم خو غیر رسمي شمېري ښيي چې په دې هیواد کې لږ ترلږه ۱۵۰ جلاوطنه افغان خبریالان استوګن دي، چې ډیری یې نورو غربي هیوادونو ته د تګ کیسونه لري.

په پاکستان کې میشتو جلا وطنه افغان خبریالانو په وار وار غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه دې د بیا میشتندنې په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

دوی دا هم ویلي که افغانستان ته ډیپورټ کیږي ژوند یې د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

دا هغه څه دي چې له دې یې په اړه د خبریالانو ګڼو ملاتړو بنستونو او دبشري حقونو سازمانونو هم اندېښنې ښودلي دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې پاکستان له تېرو دریو کلونو راهیسې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې لا هم روانه ده او رسمي شمېرې ښیې چې په دې موده کې له یو میلیون ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG