د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۶

د ایران او اسراییلو ترمنځ جنګ ; افغانستان کې د خوراکي موادو د بیو له لوړېدو شکایت


دکابل بازار یو انځور، آرشیف
دکابل بازار یو انځور، آرشیف

د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې سره همهال افغانستان کې یو شمېر خلک د لومړنیو خوراکي موادو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. په کابل کې د خوراکي توکو سوداګر هم وايي چې په تیره اونۍ کې بیې لوړې شوې دي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه تاییدوي چې روانې جګړې د تیلو او خوراکي توکو د بیو په لوړیدو اغیزه کړې ده.

د غور ولایت اوسېدونکې عبدالکریم وايي په وروستۍ اونۍ کې د تیلو او ګازو په ګډون د ټولو لومړنیو توکو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې د دې ولایت اوسېدونکې له دې امله سخت اندېښمن دي او که د دغه بیو کنترول ونه شي نو خلک یې د اخیستلو توان نه لري.

په بیو کې ډېر بدلون راغلی دی، یوه قطعې غوړي مخکې په ۹۲۰ افغانۍ وو اوس یې بیه ۱۱۵۰ ته رسېدلې ده، دغه راز اوړه چې مخکې په په زر افغانۍ وو اوس ۱۲ سوه افغانیو ته رسېدلي دي، تیل یو لیتر له ۶۰ نه ۸۰ افغانیو ته لوړ شوي دي او د لنیاتو په بیو کې هم بیو کې هم زیاتوالی راغلی او خلک یې د اخیستلو توان ننه لري.


د ننګرهار اوسېدونکی صبغت الله هم ورته اندېښنه لري.

دا منو چې تیل له ایرانه راوړل کیږي خو دلته یوازې د تیلو په بیو کې زیاتوتالی نه دی راغلی بلکې په ټولو خوراکي موادو کې لوړوالی راغلی دی، اوړه له ۱۳۵۰ نه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړ شوي دي، دغه راز، غوړي، بوره او نور د ټولو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی، د ننګرهار اوسېدونکې اوس مهال له دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي او هغسې چې لازمه ده د بیو کنترول نه کیږي.


په همدې حال کې د لومړنیو خوراکي موادو یو شمېر پلورونکي هم د بیو لوړېدو اندېښمن کړي دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو یو پلورونکي سید احمد ازادي راډيو ته وویل:

«بیې په ډېرې تېزۍ سره په لوړېدو دي، کله چې سهار موږ سودا کوو، غرمه مهال بیا په هماغه بیه پېر نه شو کولای، ورځ تر بلې په بازارونو کې بیې لوړیږي، د بېلګې په ډول یوه بوري قذاقي وړه یوه اونۍ مخکې په ۱۳۲۰ افغانۍ وو نن په ۱۵۰۰ افغانیو باندې پلورل کیږي.»

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونه هم په دې ولایت کې په وروستیو کې د خوراکي موادو په بیو کې د لوړوالي خبر ورکوي.

د دې خونۍ اجرايي امر یوسف امین ازادي راډيو ته وویل:

« دا اغیز لري، اوس چې د تیلو او ګازو بیې لوړې شوي دي، طبعا په خوراکي موادو هم اغیز لري، ځکه په انتقالاتو کې له تیلو او ګازو استفاده کیږي، د دې ترڅنګ د وړو یو مقدار او ځینې نور خوارکي مواد هم له ایران راوړل کیږي چې اوس مهال یې انتقال له ستونزو سره مخ دی، نو همدا جګړه یې لوی لامل دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال د جون په درېیمه اونۍ کې، په افغانستان کې د ډیری خوراکي توکو منځنۍ قیمتونه د تیرې اونۍ په پرتله لوړ شوی دی.

دغه سازمان په ځپل وروستي راپور کې ویلي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ روانو شخړو د افغانستان په سویلي او لویدیځو ولایتونو کې چې له ایران سره پوله لري، سوداګریزې او ټرانزیټ لارې ګډوډې کړې دي.

ډبیلو ایف پي ویلي دې ګډوډۍ په ترانسپورتي لګښتونو کې زیاتوالی راوستی دی، چې د تیلو د بیو د زیاتوالي او د بازار د بې ثباتۍ له امله دی.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د تیلو د بیې وروستی زیاتوالی، ښايی په راتلونکو اونیو کې د نورو توکو په بیو هم ناوړه اغیزه وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاء الله عمري د روسیې د سینټ پیټرزبورک د اقتصادي ناستې په څنډه کې رویټرز ته ویلي چې افغانستان له روسیې سره د ځینو خوراکي توکو د واردولو په اړه خبرې کوي.

نوموړي ویلي افغانستان چې اوس مهال له ایرانه د ځینو خوراکي توکو په واردولو تکیه کوي خو که هلته ستونزې دوامداره کیږي بې له شکه چې په افغانستان اغیز کوي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان یو واردونکی هیواد دی چې تل په بهرنیو بازارونو پورې تړلی دی، د ګاونډیو هیوادونو په ګډون په بیلابیلو هیوادونو کې د ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال افغانستان هم د سوداګرۍ له اړخه زیانمینږي او دغه راز په دې هیواد کې د بیلابیلو توکو بیې ورسره لوړیږي.

XS
SM
MD
LG