د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۳

د کډوالو نړیواله ورځ: "روحي حالت مو خراب دی، هېڅ سمې خبرې نه شم کولای"


د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال رارسېدلې چې په تېرو څلورو کلونو کې لکونه افغانانو د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو په ګډون د بېلابېلو دلایلو له امله خپل هېواد پرېښی دی. یو شمېر دغو افغانانو چې ایران او پاکستان ته یې پناه وړې چې ستونزو تل شکایت کوي.

هما د افغانستان د تېر جمهوري نظام پخوانۍ سرتېرې ده. دې د امنیتي ګواښونو له امله له څلورو کلونو راهیسې له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره پاکستان ته پناه وړې ده.

هما چې اوس مهال په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده او له ناخوالو ډک ژوند لري، وايي د امنیتي ستونزو له امله افغانستان ته د بېرته ستنېدو هېڅ لاره نه لري: "د ځان له یوې جوړې جامو، چادري او څپلکو کې پیاده راوتښتېدو، دلته مو ماشومان له زده کړو پاتې دي، څو ځلې د پولیسو لخوا ګواښل شوي یو، ماښام، نیمه شپه او هر وخت یې چې غوښتي راغلي، دا نه وایي چې دا ښځې دي، ماشومان دي، وېرېږي، ما ته یې څو ځلې ویلي چې تا ډیپورت کوو، که ما ډیپورت کړي، کار مې ختم دی، ما به څوک ژوندۍ پرېږدي."

د ژوند سختیو او د کډوالۍ ننګونو نه یوازې په پاکستان کې افغان کډوال اغېزمن کړي، بلکې په ایران کې یې هم له ګڼ شمېر افغان کډوالو لاره ورکه کړې ده.

په ایران کې ځیني افغان کډوال خو بیا د نورو ستونزو سربېره ان د ایران او اسرائیل ترمنځ له شخړې هم خوندي نه دي.

په ایران کې ځیني افغان کډوال خو بیا د نورو ستونزو سربېره ان د ایران او اسرائیل ترمنځ له شخړې هم خوندي نه دي.

دوی په دې اړه اندیښمن دي او وايي چې حیران پاتې دي چې له کډوالۍ بیا چېرې کډه بار کړي.

له دې ډلې مرضیه چې پخوا مدني فعاله وه او د امنیتي ګواښونو له امله یې له خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ سره ایران ته پناه وړې، ازادي راډیو ته په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه وویل: "دومره زموږ روحي حالت خراب دی چې هېڅ سمې خبرې نه شم کولای، په دوو لارو کې پاتې یو، هېڅ نه پوهېږو چې کومې خوا ته حرکت وکړو، په داسې وخت کې بیا د خلکو بانکي کارتونه هم بند شوي دي او پیسې په بانکونو کې پاتې دي، د کډوالو وضعیت شدیداً خراب دی."

سره له دې چې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال له دې ټولو ننګونو سره مخ دي، خو ډېری دوی بیا له یو بل داسې انتخاب سره مخ کېږي چې ښایي د دوی په خوښه نه وي.

خپل هېواد ته ستنېدل

ایران او پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې او هره ورځ له دې هېوادونو زرګونه کسان افغانستان ته ستنول کېږي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې وروستیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د دوی د بیاواکمنۍ له پیل راهیسې، له ایران، پاکستان او ترکیې نه له ۵ میلیونو او ۲۰۰ زره ډېر خلک افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه ډېری راستانه شوي د کوربه هېوادونو لخوا په زوره ایستل شوي دي.

د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د راستنېدونکو لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

خو ایا رښتیا د دوی لپاره کومه اسانتیا برابره شوې ده؟

له ایران او پاکستانه یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال د طالبانو حکومت د دغې ادعا په اړه مختلف لیدلوري لري او د طالبانو حکومت او نړیوالو ادارو له بې غورۍ شکایت کوي.

سید ګل چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راستون شوی او د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته یې وویل: "هېڅ پوښتنه نه شته چې موږ له کومه ځایه راغلي یو او څه کوو، هېڅ مرسته هم نشته، په درې زرو افغانیو د کرایې یو کور کې اوسېږو، همدا مو ستونزې دي."

خال محمد چې درې میاشتې وړاندې له ایرانه راستون او په جوزجان ولایت کې ژوند کوي، هم ورته شکایت لري: "کار نشته چې کار وکړو او نفقه پیدا کړو، کور نه لرو چې ژوند په کې وکړو، خوراکي توکي نه لرو، همدا سختۍ او بدمرغۍ موجودې دي."

نړیوال او غیرحکومتي سازمانونه څه وايي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارو په ګډون، بېلابېلو نړیوالو سازمانونو تل په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

تازه له ۸۰ زیاتو مدني ټولنو، د بشري حقونو سازمانونو او د معترضو ښځو خوځښتونو په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له دغو هېوادونو یې د دوی د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.

دغو بنسټونو د جون په ۲۰مه «د کډوالو د نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه پرانیستي لیک کې ویلي

چې زرګونه کډوال اوس د زده کړو، روغتیاي پاملرنې، د کار خوندیتوب، سرپناه او ان لومړنیو بشري حقونو ته له لاسرسي بې برخې دي

چې زرګونه کډوال اوس د زده کړو، روغتیاي پاملرنې، د کار خوندیتوب، سرپناه او ان لومړنیو بشري حقونو ته له لاسرسي بې برخې دي.

دې بنسټونو دغه راز زیاته کړې چې په سلګونو زره افغان کډوال چې ښځې، ماشومان، ډېر عمر لرونکي او ناروغان پکې شامل دي، د خوندیتوب له کوم مېکانیزم پرته افغانستان ته ستانه کړل شوي، داسې هېواد ته چې د دې بنسټونو په ټکو د داوطلبه بېرته ستنېدو لپاره په هېڅ معیار برابر، خوندي یا باثباته نه دی.

دغو بنسټونو په پاکستان او ایران کې د کډوالو وضعیت ته د مختلفو نړیوالو سازمانونو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

سږ کال د جون ۲۰مه "د کډوالو نړیواله ورځ" د ملګرو ملتونو لخوا «له کډوالو سره د پیوستون" تر شعار لاندې اعلان شوې او یاد سازمان ویلي چې اړینه ده د خبرو پر ځای حرکت وشي او د هغو کسانو د ملاتړ لپاره معنی لرونکي اقدامات ترسره شي چې تېښتې ته اړ شوي دي.

خو د کډوالو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره کوم اقدامات ترسره کېدای شي؟

د کډوالو چارو ځیني پوهان وايي چې دا په نړیوالو کنوانسیونونو کې روښانه شوي او کوربه هېوادونه یې یوازې باید پلي کړي.

د دې کارپوهانو له ډلې عبدالرازق عدیل ازادي راډیو ته په دې په اړه وویل: "کوربه هېواد مکلف دی چې د پناه غوښتونکو لپاره د حقونو یو مجموعه تضمین کړي، له بنسټیزو حقونو یې یو د بېرته نه ستنولو حق دی، هېڅ پناه غوښتونکی باید بېرته داسې هېواد ته ستون نه کړل شي چې هلته یې ژوند ته ګواښ وي، دا دوی د ژوند، امنیت او انساني کرامت حق دی، شواهدو ته په کتو، له ایران او پاکستانه د ستانه شویو لپاره بشري او ټولنیز حقونه په بشپړه توګه نه دي تضمین شوي، د حقونو دا سرغړونه په کوربه هېواد کې هم د ایستلو په څرنګوالي او په مبدا هېواد کې د منلو او ساتنې په څرنګوالي کې رامنځته شوې ده."

ښاغلی عدیل زیاتوي چې هغه کډوال چې له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي دي په خبره یې د کډوالۍ د غیر عادلانه پالېسیو او په هېواد کې د حکومت د ضعیف مدیریت قربانيان دي.

د یادونې ده چې ګڼ افغانان له څو لسیزو راهیسې، خصوصا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د مختلفو دلایلو له امله له هغې ډلې د امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله له افغانستانه ګاونډیو او د نړۍ نورو هېوادونو ته تللي دي چې اوس په دغو هېوادونو په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې په سخت حالت کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG