د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د کوکنارو د کرندو د ویجاړولو په سر رامنځته شوې شخړه که څه هم اوس مهال کراره شوې، خو د سیمې اوسېدونکو اعتراض دوام لري او د بدخشان د والي په ګډون د یو شمېر چارواکو د لیرې کېدو غوښتنه کوي.
د جرم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د مخدره موادو پر ضد د ځواکونو او د سیمه ییزو بزګرانو ترمنځ دا شخړه او لاریونونه د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په سر رامنځته شو.
دغه سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډيو ته ادعا وکړه چې د سیمه ییزو بزګرانو د لاریون پر مهال د طالبانو په ډزو کې د دوی یو تن ووژل شو او څو تنه نور ټپیان شول.
نوموړي وویل دوی غوښتل چې د وژل شوي کس جسد د لاریون په ډول مرکز فیض اباد ته یوسي، خو طالبانو اجازه ورنکړه: "موږ ته باید د کوکنارو پر ځای بدیل راکړل شي، زموږ سیمه چې غریزه علاقه ده هواره ځمکه کمه لري، که بل هر څه کښت شي ګټه نه کوي، تېره ورځ د لاریون پر مهال زموږ یو کس ووژل شو، د طالبانو په ډزو کې، لاریون اوس هم شته، زموږ غوښتنه دا ده چې والي باید له خپلې دندې لیرې شي او د بدخشان والي باید د خلکو له منځه وټاکل شي."
دغه سرچینې وویل چې سیمه ییز بزګران د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو سره مخالفت نه لري، خو د ده د ادعا په بر بنسټ چې په ګاونډیو ولایتونو کې د کوکنارو کروندې له منځه نه وړل کېږي او دا له دوی سره توپیري چلند دی.
د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد یو بل اوسېدونکې او مدني فعال عرفان الله چې له سیمې معلومات لري ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال لاریون کوونکو د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز قاري فصیح الدین په غوښتنه د وژل شوي کس جسد خاورو ته سپارلی دی.
نوموړي وویل چې د طالبانو ځواکونه هم له فرغامنج کلي وتلي او د قلعه تک سیمې ته ستانه شوي، خو د ده به خبره سیمه ییز بزګران لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي: "خلک ډېر په قهر و او لا هم قهرجن دي، دوی نه غوښتل وژل شوی کس خاورو ته وسپاري، خو د قاري فصیح الدین په منځګړیتوب چې بار بار یې خلکو سره اړیکه نیوله دفن شو، طالبان هم له سیمې ووتل او د قلعه تک سیمې ته ستانه شول، خو سیمه ییز خلک لا تیار دي چې که طالبان بیا ورځي چې دوی دفاع وکړي."
په ټولنیزو رسنیو کې په یو شمېر خپرو شویو وېډیوګانو کې چې د ثبت دقیق وخت یې نه دی معلوم هم ښودل کېږي چې لسګونه کسان د یو وژل شوي کس جسد لېږدوي او د طالبانو د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي، خو ازادي راډيو د دغه وېډيو کره والی نه شي تأییدولی.
دا تاوتریخوالی او شخړه د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې پیل شو چې طالبانو د جرم ولسوالۍ په فرغامنج سیمه کې د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو هڅه وکړه، خو خلکو یې مخه ونیوله.
سرچینې دغه راز ادعا کوي چې په دې تاوتریخوالي کې د یو تن د وژل کېدو ترڅنګ اووه تنه ټپیان شوي هم دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار له ازادي راډیو سره په خبرو کې په جرم کې رامنځته شوې شخړه نه تأیید او نه هم رد کړ.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته د طالبانو مشر ملاهبتالله اخندزاده د کوکنارو پر کښت او قاچاق د بندیز فرمان صادر کړ او د کوکنارو له کښت سره پر مبارزه یې ټینګار وکړ.
د یو شمېر نړیوالو سازمانونو د راپورونو او موندنې له مخې دې بندیز د کوکنارو کښت ډېر راکم کړی، خو په افغانستان کې تولید شوي مخدره مواد لا هم نړیوالو بازارونو ته رسېږي.
د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې له دې وړاندې هم د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر سر د بزګرانو او طالبانو ترمنځ نښتې او لاریونونه رامنځته شوي چې مرګ ژوبله یې هم لرله.