د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۷

د عرفې ورځ کله ده؟ د طالبانو او سعودي عربستان اختلافونو افغانان سرګردانه کړي دي


د راتلونکې لوی اختر او عرفې د ورځې په ټاکلو کې د طالبانو حکومت او سعودي عربستان ترمنځ اختلاف د افغانستان خلک حیران کړي دي.

یو شمېر افغانانو ازادي راډيو ته وویل چې د مهمو مذهبي ورځو په اعلان کې د همغږۍ نشتوالی د اسلامي امت یووالي ته زیان رسولی شي.

د بلخ ولایت د مزار شریف یوې اوسېدوکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل پلان لري چې د عرفې د ورځې روژه ونیسي، خو نه پوهیږي په کومه ورځ.

" موږ حیران یو چې په کومه ورځ د عرفې د ورځې روژه ونیسو، عرفه خو یوه ورځ وي او حاجبان په سعودي عربستان کې په عرفاتو کې راټولېږي او موږ دلته روژه نیسو، اوس موږ نه پوهیږو چې د چا خبره ومنو او د دې ورځې روژه ونیسو. "

موږ حیران یو چې په کومه ورځ د عرفې د ورځې روژه ونیسو، عرفه خو یوه ورځ وي او حاجبان په سعودي عربستان کې په عرفاتو کې راټولېږي او موږ دلته روژه نیسو، اوس موږ نه پوهیږو چې د چا خبره ومنو او د دې ورځې روژه ونیسو


د کابل ښار یو اوسېدونکي چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي وویل چې عرفه د مسلمانانو ترمنځ یوالی ښيي ځکه د ټولې نړۍ مسلمانان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره یو ځای کیږي.

"دا سمه ده چې هر هیواد کولای شي د میاشتې د لیدلو پر بنسټ روژه ونیسي یا هم د قربانۍ اختر اعلان کړی، او عالمان هم په دې برخه کې اختلافات لري، خو ښه خبره داده چې د عرفې او د قربانۍ د اختر په اړه باید اختلاف نه وي موجود، ځکه دا د مسلمانانو یوالی ښيي، دغه شان د عرفې د ورځې روژه هم ده، که دلته خلک د عرفې د ورځې روژه ونیسي او هغه په اصل کې د اختر لومړۍ وي نو په دې صورت کې خو باید خلک روژه نه شي."

د طالبانو د حکومت سترې محکمې پرون د مۍ ۲۷ اعلان وکړو چې لس ورځې وروسته د جون ۷ مه ، به په افغانستان کې د لوی اختر د لومړۍ ورځې په توګه ونمانځل شي.

سترې محکمې په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د سپوږمۍ د لیدلو پر بنسټ د ذولحجې لسمه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

خو د سعودي عربستان په ګډون یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو بیا د جون ۶مه د جمعې ورځ د لوی اختر لومړی ورځ اعلان کړې ده.

د سعودي عربستان د سپوږمۍ د لیدلو کمېټې پروت اعلان وکړو چې پنجشنبه د جون ۵ مه به د عرفې او جمعه د جون ۶ مه به د لوي اختر لومړۍ ورځ وي.

یو شمیر دیني عالمان وايي چې د فقي له نظره، دا مسله "د مطالعې اختلاف" بلل کیږي، کوم چې یو شمېر عالمان یې معتبر ګڼي او یو شمېر نور یې معتبر نه بولي.

د مسلمانو عالمانو د نړیوال اتحاد غړي عبدالهادي وزین ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر عالمان او هیوادونه په دې باور دي چې په یوه سیمه کې د میاشتې لیدل د نورو سیمو لپاره بسنه کوي خو ځینې نور بیا وايي چې هره سیمه کې باید د نوې میاشتې سپوږمۍ ولیدل شي.

نوموړي وویل که څه هم د فقې له نظره دا مسله ستونزه نه لري خو په خبره یې بهتره داده چې د عرفې د ورځې په اړه اختلاف نه وي موجودي: "د دې لپاره چې د مسلمانانو یوالی وښودل شي او دا چې د حج ادا کول خپله د یوالي نښه ده دا بهتره ده چې په دې برخه کې د سعودي عربستان اعلان ته لومړیتوب ورکړل شي او په نورو هیوادونو کې هم هماغه ورځ عرفه وبلل شي."

د عرفي او لوی اختر او دغه شان د روژې د پیل او د کوچني اختر په اړه له سعودي عربستان سره د طالبانو حکومت اختلاف نوی نه دی بلکې په تېرو کلونو کې هم دغه ډول اختلافات موجود ول.

د اسلامي روایتونو له مخې، عرفه هغه ورځ ده چې حاجیان د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د عرفاتو په میدان کې سره راټولیږي.

له همدې امله، دا ورځ د هغو مسلمانانو لپاره هم نیکمرغه ده چې حج ته نه وي تللي، ډیری یې روژه نیسي او په دې ورځ عبادت کوي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې سږ کال د حج په مراسمو کې افغانستان ته د ۳۰ زره ګډون کوونکو برخه ورکول شوې ده، ۳۰ برخه ورکړل شوې او د هر حاجي لپاره د حج د مراسمو لګښت له ۲۸۲ زره افغانیو څخه زیات ټاکل شوی دی.


XS
SM
MD
LG