خو شته داسې یو کس هم، چې لسګونه عامه کتابتونونه یې جوړ کړي دي.
دا څوک دی، دا کتابتونونه یې چيرې جوړ کړي، ولې او څه ګټه یې خلکو ته رسېدلې ده؟
د کلي په نوم د عامه کتابتونونو مسوول مجیب الرحمن محمودي وايي: "زمونږ ډیر فعالیت په کلیوالو سیمو کې دی نو ځکه مو د کلي عامه کتابتون نوم ورکړی دی"
نوموړی وايي، لومړی پیل یې هم له خپل کلي د میدان وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ له بخشک وکړ، کابو ۱۲ کاله مخکې، او اوس یې د کار ثمره په درې ولایتونو کې ۲۹ عامه کتابتونونه دي:
"مونږ د وردګ ولایت په مختلفو ولسوالیو کې دا کتابوتونونه جوړ کړي دي، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې مو درې کتابتونونه جوړ کړي، او په خوست ولایت کې چې یو په مرکز کې دی، بل په تڼیو او بل ګربز ولسوالۍ کې . "
ښاغلی محمودي وايي، دوی دا کتابتونونه چې ډیرې په ښوونځیو، او یو شمیر نورو علمي مرکزونو ان جوماتونو او دیني مدرسو او یو د میدان ښار په زندان کې هم جوړ کړی، په هر یو کې له ۵۰۰ ټوکو نیولې تر ۴۰۰۰ پورې کتابونه موجود دي، چې په سایسني علومو، ادبیاتو، ارواپوهنې، ریاضیاتو، تاریخ، دیني علمومو او نورو برخو کې دي.
خو نوموړي زیاتوي چې دوی په دې کتابتونونو کې ګوندي سیاسي کتابونه نه لري، داسې چې په خبره یې د یو په پلوئ او د بل په ضد لیکل شوي وي او ستونزې وزېږوي.
ښاغلی محمودي د دې کتابتونونو له جوړولو هدف، د مطالعې فرهنګ پراختیا او د خلکو د عامه پوهاوي لوړول ګڼي په ځانګړي ډول د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو چې په خبره یې له هر ډول امکاناتو بې برخې دي.
د کلي په نوم د عامه کتابتونونو مسوول مجیب الرحمن محمودي وايي، تر اوسه دوی د کومې رسمي ادارې مرسته نه تر لاسه کړې او د عامو خلکو په همکارۍ مخته ولاړ دي، داسې چې په خبره یې په فیس بوک پاڼه او د بنسټ په نورو ټولنیزو پاڼو کې یې کمپاینونه ورته کړي دي:
" په عموم کې مونږ سره تر اوسه رسمي ادارو که هغه موسسات دي، که دولتي ادارې دي کومه همکاري نه ده کړې، دا ټوله همکاري د ځوانانو ده، د با احساسه خلکو ده، د خویندو چې هم یې نغدي مرستې کړي او هم یې مونږ سره د کتابونو مرستې کړې دي. "
۴۳ کلن مجیب الرحمن محمودي چې د لسانس تر کچې یې په اقتصاد کې زده کړې کړي وايي، له دې کار خوښ دی، ځکه په خبره یې ګټه یې خلکو ته رسېدلې ده، نوموړی دې د یو کس کیسه کوي چې له همدې کتابتونونو د یو له برکته یې لور کافي پوهه ترلاسه کړې ده:
" زه یو وخت ښار ته تللم، د چک ولسوالۍ یو سپین ږیری راسره موټر کې ناست و، ما نه پېژندو چې څوک دی، په مجلس کې د نجونو په تعلیم پورې یادونه وشوه، ده وویل چې زمونږ سیمه کې خو د نجونو ښوونځی نشته خو زما لورګانې دي تر زامنو مې ډیرې تکړه دي، زوی مې په لسم ټولګي کې دی، خو لور مې پرې تکره ده، ځکه مطالعه کوي ډیر کتابونه لولی، ما ورنه پوښتنه وکړه چې کاکا مکتبونه چې نشته لور دې له څه نه تکړه شوه، ده بیا وویل خدای دې اجر ورکړي یو چا زمونږ په لیسه کې کتابتون جوړ کړی، ویل زامن مې همغه کتابتون نه خپلې خور ته کتابونه راوړي، ویل له همغه نه دا جنۍ دومره ځای ته رسېدلې ده."
د طالبانو حکومت په افغانستان له واکمنېدو ورسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راګرځولې دي.
دوی له کتاب پلورنځیو سلګونه ټوکه کتابونه هم راټول کړي او ویلي چې اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي، هغه ادعا چې د دې کتابونو ځني لیکوالو مخکې رد کړې ده.
دغه شان یې له تعلیمي مرکزونو د هغو کتابونو د ټولولو امر هم کړی و چې په وینا یې حنفي ققې سره اړخ نه لګوي.
د یادونې ده که څه هم په افغانستان کې د شخصي کتابونو تر څنګ څه په ښارونو کې دولتي عامه کتابتونونه هم شته، دغه شان بیلابیلې علمي ادارې لکه د علمومو اکاډیمي، پوهنتونونه، انسټيټيوټونه او ښوونخي هم کتابتونونه لري خو یو شمیر افغان فرهنګیانو مخکې ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو چې په دغه هیواد کې د مطالعې فرهنګ ډیر تیټ دی.
داسې مهال چې د دوی په خبره، نورو هیوادونو کې ان په تم ځایونو، موټرو، ټرینونو، هواي ډګرونو، الوتکو او پارکونو کې خلک له وخت نه په استفادې سره مطالعه کوي او کتابتونونه ته تګ او مطالعه خو د ډیریو په ورځني مهالویش کې شامله ده.