دوی ازادي راډیو ته وویل چې دا اور د پنجشنبې ورځې له غرمې مخکې لګېدلی او نن، د دوهمې ورځې لپاره هم په ځینو برخو کې شته.
د دې ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو او قومي مشرانو ازادي راډیو ته وویل، چې په څوکۍ ولسوالۍ کې د دیوه ګل درې، دېکندې، څبري، کلي ګل او لام کنده سیمو په ګډون د ماڼوګي ولسوالۍ ځینې سیمې هم د اور له کبله ځپل شوې دي.
د څوکۍ ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي کامل خان ازادي راډیو ته وویل:
"پرون، د پنجشنبې له ورځې راهیسې د څوکۍ ولسوالۍ بدګوړ تنګي سر ځنګلونو اور اخیستی. دا اور لا هم روان دی. د سیمې خلک هڅه کوي چې دا اور مهار کړي، خو تر اوسه یې په مهارولو نه دي توانېدلي. دې اورونو کې د ځنګلونو ډېرو نښترو ته زیان رسېدلی دی."
د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکی خالد هم ازادي راډیو ته وویل، چې دې اور ګڼ زیانونه اړولي او که ژر مهار نه شي، نو د دې ولایت نورو سیمو ته به هم وغځېږي:
"علت معلوم نه دی، خو د پنجشنبې له ورځې راهیسې د بدګوړ تنګي سر کې اور لګېدلی دی. د سیمې خلکو له هڅو سره سره، اور لا هم کنټرول شوی نه دی. پر حکومت او مرستندویه ټولنو مو غږ دی چې د ولسونو سره د اور په مهارولو کې همکاري وکړي. که دا اور مهار نه شي، نو د کوړنګل او چلس ځنګلونو ته به سرایت وکړي او په زرګونو هکتاره ځنګلونه به له منځه یوسي."
د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دې سیمو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې وخت ناوخت په خپل سر اورونه بلېږي، چې ګڼ ځنګلونه یې سوځولي دي.
خو په کونړ کې د طالبانو د حکومت ځینو ځایي چارواکو هم ازادي راډیو ته وویل، چې اورلګېدنه ځايي خلکو تر یو بریده مهار کړې او هڅه کېږي چې نن په بشپړ ډول مهار شي.
د څوکۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د حکومت ولسوال حمزه ازادي راډیو ته وویل:
"اور اوس یو څه مهار شوی دی. کسان مو سیمې ته ورلېږلي دي او قوماندان صاحب مو هم له هغوی سره استولی دی."
ښاغلي حمزه ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې زیاته کړې:
"د لام کنده په سیمه کې د ځنګلونو اور تېره شپه تر یوه حده د ولس او امنیتي کسانو له خوا کنټرول شوی، خو اوس هم په ځینو برخو کې اور شته، او طالبان د مهار لپاره ورغلي دي."
په کونړ کې د طالبانو د حکومت د کرنې رئیس ملا سرور، د اطلاعاتو او کلتور رئیس نجیبالله حنیف او د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. خو په دې ولایت کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو او امنیتي ادارو ځینو مسوولینو، چې نه یې غوښتل نومونه او غږونه یې خپاره شي، ازادي راډیو ته وویل چې د څوکۍ ولسوالۍ د اورلګېدنې اړوند ځنګلونو ته یې کسان استولي، خو لا هم په ځینو برخو کې اور شته.
دوی هم وايي، تر اوسه د دې اور لګېدنې لامل روښانه نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې هم د کونړ او نورستان ولایتونو په ځنګلونو کې ورته اورونه لګېدلي، او د ځايي اوسېدونکو او چارواکو په هڅو بېرته کابو شوي دي، چې ان په لسګونو هکتاره ځنګلونو او نښترو ته په کې زیانونه اوښتي دي.
کونړ او نورستان د افغانستان تر ټولو ډېر شنه او ځنګل لرونکي ولایتونه دي، چې د افغانستان د لرګیو ډېره برخه له همدې ولایتونو تر لاسه کېږي.