د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۲

مسکو پر اوکراین د ډرون الوتکو له تر ټولو لویه حمله کړې ده


مسکو د اوکراین پر ضد د ډرون الوتکو برید کړی دی، چې هدف یې د کیېف او سومي شاوخوا سیمې وې.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین له مشرانو سره د جلا خبرو اترو اراده اعلان کړې ده. ده هیله څرګنده کړې چې د اوربند د ټینګښت په لور به ګام پورته شي.

د اوکراین پوځ ویلي چې د می د ۱۸مې په شپه، روسیې د اوکراین پر اهدافو ۲۷۳ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. دا په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د رسیې د بشپړ برید له پیل راهیسې یو له لویو بریدونو څخه دی.

د اوکراین پوځ ادعا کړې چې لږ تر لږه ۸۸ بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلي دي، او شاوخوا ۱۳۰ نورې یې خپلو اهدافو ته په رسیدو کې پاتې راغلې دي.

د سیمې والي وویل، له کیېفه دباندي په یوه ولسوالۍ کې په برید کې یوه ۲۸ کلنه ښځه ووژل شوه او یو څلور کلن ماشوم ټپي شو.

یوه ورځ مخکې، د روسیې پولې ته څېرمه په سومي سیمه کې د ملکي وګړو پر میني بس د روسیې بې پیلوټه الوتکې برید وکړ، چې له امله یې نهه کسان ووژل شول او څو نور ټپیان شول.

دا په داسي حال کې ده چې اټکل کیږي د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ به سبا د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره ټلفوني خبرې وکړي او له دواړو مشرانو به وغواړي چې روانه جګړه پای ته ورسوي.

ولسمشر ډونالډټرمپ پرون وویل چې د دوشنبې په ورځ به له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټلفوني خبرې وکړي او له هغه به د روانې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړي.

ښاغلي ټرمپ پر ټروت ټولنیزې شبکې په یوه بیان کې ولیکل، د دې خبرو موضوع به "د وینو بهېدو" د هغه بهیر بندول وي چې په اوسط ډول په اونۍ کې پنځه زره روسي او اوکرایني سرتېري پکې وژل کېږي.

روسیه د اوکراین له هغو سیمو د اوکرایني ځواکونو وتل غواړي چې دعوه پر لري.

ټرمپ لیکلي چې وروسته به د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د ناټو د یوشمېر غړو هېوادونو له مشرانو سره هم خبرې وکړي. ټرمپ هیله ښودلې چې د ده دا هڅې به نتیجه ورکړي او اوربند به ټینګ شي.

پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل تر شاوخوا ۴۰ میاشتو وروسته، روسیه اوس د اوکراین د خاورې شاوخوا پنځمه برخه کنټرولوي، خو د پوتین له اصلي هدفه پاتې راغلې ده چې د اوکراین بشپړ کنټرول دی.

XS
SM
MD
LG