د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۳

افغان پناه غوښتونکو په اندونیزیا کې لاریون کړی دی


عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی
عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی

په اندونیزیا کې یو شمېر افغانانو په اعتراض کې ویلي چې له خپل نامعلوم برخلیک ستړي شوي دي. دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو او له کډوال منونکو هیوادونو غواړي چې د کډوالو اړوند خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

د چهارشنبې په ورځ (د مې ۱۴مه) د جاکارتا په ګډون د اندونیزیا په پنځو ښارونو کې دې اعتراض کوونکو له مسؤلو ادارو د خپلو غوښتنو په تړاو د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

جواد رباني، چې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې د اندونیزیا په ماکاسار ښار کې اوسېږي، ازادي رادیو ته یې وویل، په دغو اعتراضونو کې ګڼ شمېر افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دفتر مخې ته راټول شوي وو:

"د جاکارتا په ګډون د اندونیزیا په نږدې پنځو ښارونو کې د افغان کډوالو له خوا اعتراضونه وشول. چې موخه یې اندونیزیا کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د کډوالۍ د نړیوال سازمان (ای او ایم)، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سی ار) او همدارنګه د هغو هېوادونو د پالیسیو بدولون و کوم چې کډوال مني. افغان کډوال غوښتنه وکړه چې دوی ته قوانین ښه او انسان دوستانه پالیسۍ په تړاو عملي شي."

د اعتراض کوونکو په وینا، دا اعتراضونه جاکارتا ته د استرالیا د صدراعظم له سفر سره هم مهاله پلان شوي وو، او اعتراض کوونکو نېږدې د استرالیا تر سفارته پورې لاریون وکړ، ځکه د دوی په خبره، استرالیا د ډېری دې افغان کډوالو مقصد هېواد دی.

د اعتراض کوونکو په وینا، دا مظاهرې په مدان، ماکاسار، جاکارتا، سورابایا او پکنبارو ښارونو کې وشوې.

یو بل افغان کډوال چې خپل نوم «عزیزي» ښيي او له ۱۱ کلونو راهیسې په جاکارتا کې مېشت دی، ازادي راډیو ته یې وویل، کلونه کېږي په تمه دی، خو نه د کار اجازه لري او نه هم د زده کړو.

د ده په خبره، د اعتراض کونکو او لاریون کوونکو غوښتنه دا ده چې نور دې د دوی بې برخلیکه حالت ته پام وشي او په کډوالو منونکو هېوادونو کې ومنل شي.

"کډوال له ۱۳ کلونو راهیسې په اندونیزیا کې بې برخلیکه، له کوم حق او امتیازه پرته ژوند کوي. د دوی غوښتنه دا ده چې ستونزو ته یې د پای ټکی کېښودل شي. د نن ورځې مشخصه غوښتنه له اسټرالیا دولت څخه دا وه چې له اندونیزیا څخه دې د کډوالو د بیا میشتېدو او منلو بهیر زیات کړي. بله غوښتنه یې د ملګرو ملتونو د کډوالو له کمېشنرۍ دا وه چې پر هغو هېوادونو فشار راوړي چې کډوال مني."

په هغو ویډیوګانو کې چې ځینو اعتراض کوونکو ازادي راډیو سره شریکې کړي، لیدل کېږي چې په ځینو بینرونو دا شعارونه لیکل شوي «موږ مه هېروئ».

په ځينو نورو بیا لیکل شوي چې «موږ خوندي ژوند غواړو».

په اندونیزیا کې میشت دا افغان کډوال وايي، دوی مخکې هم څو څو ځله اعتراضونه او لاریونونه کړي، خو په خبره یې غوښتنو ته یې پام نه دی شوی.

مسؤلو ادارو تر اوسه د دغو اعتراضونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې اندونیزیا کې د افغانستان د سفارت یوه چارواکي ازادي راډیو ته ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ کولای شي په کال کې یوازې شاوخوا ۱۰۰۰ کډوال نورو هېوادونو ته واستوي.

د دغه سفارت د نهو میاشتو مخکې معلوماتو له مخې، د تازه ورغلو کډوالو په شمول نږدې ۵۵۰۰ افغان کډوال دا مهال په اندونیزیا کې ژوند کوي.

د یادونې ده چې اندونیزیا د ملګرو ملتونو د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی، او د دې هېواد حکومت کډوالو ته د کار، ښوونځي یا دولتي روغتونونو ته د لاسرسي اجازه نه ورکوي.


XS
SM
MD
LG