د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۲

یوه پخواني افغان پوځي په پاکستان کې ځان وژلی


یو سړی چې غواړي ځان ووژني - عکس نمایشي بڼه لري
یو سړی چې غواړي ځان ووژني - عکس نمایشي بڼه لري

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د امنیتي ځواکونو یوه غړي چې د متحده ایالاتو ته یې د کډوالۍ قضیه درلوده په پاکستان کې ځان وژنه کړې ده. د هغه ګاونډیان او ملګري وايي چې دا پیښه د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۰مه، په راولپنډۍ کې رامنځته شوه.

د کډوالۍ کړکیچ او په پاکستان کې د افغان کډوالو بد وضعیت، له یو بل افغان قرباني واخیسته، په راولپنډۍ کې د افغانستان کې دملي اردو یو پخواني افسر عثمان ځانه وژنه کړې.

د هغه د ګاونډیانو په ګډون ځايي سرچیني وايي چې دا پیښه د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۰مه، رامنځته شوه.

د دوی په وینا، په پاکستان کې مخ په زیاتیدونکي ننګونې او متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د قضیې د پروسې اوږدېدل د نوموړي د ځان وژنې اصلي لاملونه دي.

د راولپنډۍ په سټلایټ ټاون کې یوه افغان کډوال امیر چې د عثمان ګاونډی وو ازادۍ راډیو ته وویل چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ملي اردو یو پخواني افسر عثمان متحده ایالاتو ته د هغه د لېږد د ځنډ له امله ځان وژنه وکړه:

«هغه د پي ۱ او پي ۲ کیس درلود، ای او ایم او د امریکا سفارت ورسره انټرویو هم کړې وه خو له بده مرغه وروسته دا پروسه وځنډول شوه او دا دی د درې میاشتو په تېرېدو لا هم په دې برخه کې کوم پرمختګ نشته، د هغو ستونزو له امله چې هغه ورسره مخ وو، مایوسه شوی وو او بالاخره ځان وژنې ته اړ شو.»

د ځايي سرچینو په خبره هغه دوه میرمنې درلودې او له څو کلونو راهیسې یې په راولپنډۍ کې له خپلې یوې میرمنې سره ژوند کاوه.

که څه هم دغه سرچیني د نوموړي د شخصي ژوند په اړه ډېر جزییات نه لري خو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، عثمان په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ملي اردو جګړن او د تخار د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې د تېر حکومت له ړنګېدو مخکې د هرات په قول اردو کې د یاور او دفاع وزارت په مرکزي قطعاتو کې یې دندې ترسره کړې وې.

پاکستاني پولیسو تر اوسه د دغه پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځان وژنې مخکنۍ قضیې

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د محمد شفايي په نوم یو افغان چې کاناډا ته د تګ کیس یې درلود په اسلام اباد کې ځان وژنه وکړه.

تر هغه مخکې په دې ښار کې یوې بلې افغانې کډوالې مریم سادات د یوې ودانۍ له پنځم پوړه ځان وغورځاوه او مړه شوه.

دغه راز په همدې کال کې دوو نورو افغانانو صایم او ذکریا بلوچ هم په پاکستان کې ځان وژنه کړې وه.

د دې ټولو پېښو لوی لاملونه په پاکستان کې د کډوالۍ سخت ژوند او کډوال منونکو هیوادونو ته د هغوی د لېږد د پروسې ځنډ بلل شوي وو.

په پاکستان کې میشت یو شمېر نور افغان پناه غوښتونکي چې له متحده ایالاتو سره د کډوالۍ قضیې لري هم سخت اندېښمن دي او وايي په دې هیواد کې اوسني وضعیت دوی له ستونزو سره مخ کړي او دا چې پروسه باید بیا پیل شي.

ناهید سادات چې د پي ۱ کیس لري ازادي راډيو ته وویل:

«موږ مخکې یو څه هیله من وو او فکر مو کاوه چې ښايي د اپریل له ۲۱ مې نېټې وروسته بدلون راشي، خو که دا پروګرام بیا پیل نه شي نو دا به د افغان پناه غوښتونکو لپاره یوه لویه او جدي ستونزه وي، په دوی کې داسې کسان شته چې افغانستان د بېرته ستنېدو لپاره هیڅ لاره نه لري، خلک له داسې یو وضعیت سره مخ دي چې ان هڅه کوي ځانونه ووژني، موږ هیله لرو چې د محکمې په ملاتړ سره به دا پروسه بیا پیل شي.»

د افغانستان د امنیتي ځواکونو پخوانی غړی رحیم چې دا هم امریکا ته د تګ کیس لري ورته اندېښنه لري:

«زه متحده ایالاتو ته د تګ کیس لرم، کارونه اوس مهال په ټپه ولاړ دي، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، که پاکستان په اجباري ډول موږ وباسي، نو په افغانستان کې له ډېرو ستونزو او امنیتي ګواښونو سره مخ کیږو، موږ هلته ژوند نشو کولی.»

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرام درې میاشتنی ځنډ د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۰ پای ته ورسید، خو د امریکا حکومت لا تر اوسه اعلان نه دی کړی چې ایا دا پروسه به بیا پیل شي او کنه.

مخکې له دې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته د روان کال د جنوري په ۲۰مه په یو اجرايي فرمان کې د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرام د دریو میاشتو لپاره وځنډاوه.

د دغه فرمان په پایله کې زرګونه افغانان چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره همکار وو او ډېری یې د پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او البانیا په څير هیوادونو کې د خپلو کیسونو د څېړلو په تمه دي، خورا اندیښمن شوي.

د امریکا حکومت ويلي، ان هغه افغان کډوال چې په افغانستان کې د امریکا حکومت پخواني همکاران وو او دې هیواد ته لېږدول شوي، په سمه توګه یې امنیتي څیړنه نه ده شوې، نو له همدې امله یې امریکا ته د نورو کډوالو د انتقال کار ځنډولی دی.

XS
SM
MD
LG