د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۳

په سویس کې د افغانستان سفارت د قومیت پر اساس له سویسه د افغانانو د ایستلو ادعا رد کړه


په سویس کې د افغانستان سفارت او دایمې استازولي وايي د سویس د کډوالۍ ادارې هغه راپورونه رد کړي چې له مخې یې د قومیت پر بنسټ له دې هیواده پښتانه افغانان ایستل کیږي.

دغه سفارت په خپله اېکسپاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې، د سویس د پناه غوښتنې په پالیسیو کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، سویسي چارواکو ډاډ ورکړی چې له دې هیواده د قومیت پر بنسټ د افغانانو د ایستلو موضوع هیڅ وخت تر بحث لاندې نه وه.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ یوې سویسې ورځپاڼې خبر ورکړی وو چې د دغه هېواد د کډوالو د ادارې چارواکو په خپلو اسنادو کې د قومیت پر بنسټ له دې هېواده د افغان کډوالو په ځانګړي ډول پښتنو د ایستلو یوه حساسه نظریه مطرح کړې ده.

له سویس نه د قومیت پر بنسټ د افغان کډوالو په ځانګړي ډول پښتنو پناه غوښتونکو د ایستلو د نظریې د مطرح کېدو په اړه له پراخه غبرګونونو وروسته د سویس د کډوالو ادارې دغه موضوع رد کړې ده.

په سویس کې د افغانستان سفارت او دایمې استازولۍ ویلي چې، د سویس د پناه غوښتنې په پالیسیو کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

په دې اړه د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د سویس حکومت ډاډ ورکړی چې دغه ادعاوې بې بنسټه دي.

په سویس کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي نصیر احمد اندېشه په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: " د سفارت د غوښتنې پر بنسټ د سویس فدرالی حکومت د کډوالو ادارې د قومیت پر بنسټ له دې هیواده د پښتو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه د نویه زورشر زایتونګ راپور په بشپړ ډول رد کړو."

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ هم په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي سویسي چارواکو ډاډ ورکړی چې له دې هیواده د قومیت پر بنسټ د افغانانو د ایستلو موضوع هیڅ وخت تر بحث لاندې نه وه.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا مهمه موضوه ده ځکه په افغانستان کې طالبانو سره د پښتنو یو ګڼل او د دغې ډلې تر ولکې لاندې د دوی د امنیت او ملاتړ خبره به د هر بنسټ له خوا چې وي "ناسمه، له تبعیضه ډکه او زیانمنونکې وي. "

په ورته وخت کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان له دې ډلې راحله تلاش د سویس د کډوالو د ادارې له لوري د دغه راپورنو د ردولو په هرکلي سره وايي یوه افراطي ډله په یو قوم پورې تړل او بیا د هغه قوم غړو ته سزا ورکول تبعیض دی.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:

" همدا اوس هم ښايي پښتانه د طالبانو له لوري ډېر زیانمن وي او پښتو د دې ډلې پر ضد زیاته قرباني ورکړي، له بده مرغه په افغانستان کې ټول قومونه د طالبانو د تګلارو قربانیان دي، دا چې یو څوک له خپل هیواده وځي او په یو بل هیواد کې پناه غواړي معنا دا چې په خپل هیواد کې په امن کې نه دی او کوربه هیواد د نړیوالو قوانینو له مخې حق نه لري چې دوی ډیپورټ کړي، نو موږ د سویس د حکومت له وروستي وضاحته هرکلی کوو او دا چې وې ویل په دې اړه اصلا بحث نه دی شوی. "

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ یوې سویسې ورځپاڼې خبر ورکړی وو چې د دغه هېواد د کډوالو د ادارې چارواکو په خپلو اسنادو کې د قومیت پر بنسټ د افغان کډوالو په ځانګړې توګه پښتنو د ایستلو یوه حساسه نظریه مطرح کړې ده.

سویس د روان لمریز کال په حمل کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره نوې تګلاره اعلان کړه چې له مخې یې هغه مجرد او روغ افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنه یې د سویس د حکومت له لوري رد شوې او په دغه هېواد کې کورنۍ ونه لري، ممکن په ځانګړو شرایطو کې افغانستان ته ستانه کړل شي. وې

په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي و چې دا پرېکړه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو د وخت په پرتله اوس د ښه امنیتي او اقتصادي وضعیت له امله شوې ده.

سویس په تېر ۲۰۲۴ کال کې پنځه تنه افغان وګړي چې د د دغه هیواد د کډوالو د ادارې د بیان پر بنسټ مجرمان او د سویس داخلي او بهرني امنیت ته ګواښ وو، بیرته خپل هېواد ته ستانه کړل.

XS
SM
MD
LG