د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

نجیب ازاد: پر پاکستان د هند له بریدونو وروسته هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې پراخې جګړې د پیل امکان کم دی


پر پاکستان د هند د تازه بریدونو په وړاندې به د پاکستان ځواب څه وي؟ په دې او د موضوع په نورو اړخونو اجمل اند د امریکا د ویسکانسن پوهنتون له استاد نجیب ازاد سره خبرې کړي دي. له ښاغلي ازاد په سر کې پوښتل شوي دي چې ایا دا د دواړو اتومي وسلو لرونکیو هېوادونو ترمنځ د یوې پراخې جګړې پیل دی؟


هند د چهارشنبې سهار وختي (د ثور ۱۷مه / د مې ۷مه) اعلان وکړ چې د پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په سیمه کې یې پر نهه ځایونو پوځي بریدونه کړي.

اسلام‌اباد ویلي، چې د هند په بریدونو کې په پاکستان کې ۸ تنه وژل شوي دي. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا بریدونه "جګړه‌ییز اقدام" بللی او ویلي یې دي چې هېواد یې حق لري ورته "قوي ځواب" ورکړي.

د هند د بریدونو په وړاندې به د پاکستان ځواب څه وي؟ د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکیچ کومه خوا روان دی؟ په دې او د موضوع په نورو اړخونو اجمل اند د امریکا د ویسکانسن پوهنتون له استاد نجیب ازاد سره خبرې کړي دي.

له ښاغلي ازاد په سر کې پوښتل شوي دي چې ایا دا د دواړو اتومي وسلو لرونکیو هېوادونو ترمنځ د یوې پراخې جګړې پیل دی؟

XS
SM
MD
LG