دغه موندنه په افغانستان کې د مرستو د ژور بحران ښکارندويي کوي، چې د نړیوالو مرستهکوونکو، په ځانګړي ډول د امریکا، د مالي مرستو تر بندېدو وروسته رامنځته شوی.
راپور ښيي چې د مرستو له پوښښ پاتې شویو اړمنو افغانانو سلنه د تېر کال له ۳۳ څخه سږکال ۴۸ ته لوړه شوې.
دا د ۲۰۲۱ م کال راهیسې، چې طالبان واک ته رسېدلي، اړو افغانانو ته د مرستو د رسېدو تر ټولو ټیټه کچه ښيي.
دا راپور، چې په کې تر ډېره د اپرېل په میاشت کې د افغانانو اقتصادي وضعیت څېړل شوی او د سهشنبې په ورځ ریلیف ویب خپور کړی، زیاتوي: "که څه هم د مرستو وېش اکثره موسمي بڼه لري، خو اوسنی بدلون د پرلهپسې کلونو په پرتله د مرستو د کموالي د دوام نښه ده."
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، که د بېوزله افغانانو لپاره د بدیل ملاتړ لاره چاره ونه موندل شي، "دا وضعیت به د خوراکي خوندیتوب، بازار غوښتنې او د کورنیو د پېرلو وړتیا ته جدي ګواښ پېښ کړي."
ملګري ملتونه وایي، افغانستان ته بشري مرستې له ۲۰۲۲ کال کې ۳.۸ میلیارده ډالرو څخه په ۲۰۲۴ کې ۱.۷ میلیاردو ته راکمې شوې دي. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې د امریکا د مرستو بندیز د نغدي مرستو بهیر ټکنی کړ، په ځانګړي ډول هغو پروګرامونو ته چې د ډالري مرستو پر اساس تمویلېدل.
د مرستو له کمېدو سره یو ځای، هېواد لا هم له اقتصادي رکود سره مخ دی. بیکاري زیاته شوې او سوداګر د پور اخیستو ته اړ شوي دي. د ریچ راپور ښيي چې ۵۲ سلنه پلورونکي د توکو د برابرولو لپاره پور ته اړ شوي، اکثره دا پورونه د عرضهکوونکو یا خپلوانو له لورې ورکړل شوي، ځکه رسمي مالي خدمتونه لا هم محدود دي.
سره له دې چې مرستې کمې شوې، خو د ښارونو په بازارونو کې د اساسي توکو بیې نسبي ثبات لري، چې دا د بازارونو د مقاومت نښه بلل شوې. خو راپور خبرداری ورکوي چې دغه ثبات تر شا یوه بله جدي ستونزه پټه ده، او هغه دا چې د کورنیو عواید مخ په کمېدو دي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې اقلیمي اغېزو او ناوړه شرایطو اغېزمنې کړې دي.
راپور وايي، دا وضعیت په داسې حال کې رامنځته شوی، چې افغانستان له سختې ژمي څخه د پسرلي او دوبي خوا ته روان دی. که د تمویل بهیر بېرته پیل نه شي او مرستهکوونکي همغږي اقدام ونهکړي، نو راتلونکې میاشتې به د خوراکي خوندیتوب، خوارځواکۍ او بېځای کېدو له اړخه خطرناکې وي.