د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۸

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که هر څوک له ایرانه تېل واخلي، بندیز به پر ولګول شي


د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد یا شخص چې له ایران څخه تېل واخلي، بندیز به پرې ولګول شي او له متحدو ایالتونو سره به هېڅ ډول سوداګري نه شي کولی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا خبرداری د پنجشنبې په ورځ، د ثور ۱۱مه وروسته له هغه ورکړ چې د تهران د اتومي پروګرام د حل لپاره خبرې د شنبې ورځې ته وځنډېدې.

ښاغلي ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې لیکلي: «د ایران د تېلو یا پتروکیمیايي محصولاتو هر ډول پېر باید سمدستي ودرول شي.»

هغه زیاته کړه: «هر هېواد یا شخص چې له ایران څخه هر ډول تېل یا پتروکیمیايي محصولات واخلي، سمدلاسه به له ثانوي بندیزونو سره مخامخ شي، او هېڅ ډول او په هېڅ بڼه به د متحدوایالتونو سره سوداګري نه شي کولی.»

د اسوشیتډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، لا څرګنده نه ده چې د امریکا ولسمشر به دا بندیزونه څنګه عملي کوي. ټرمپ له دې وړاندې هم ګواښ کړی و چې پر هغو هېوادونو به بندیزونه ولګوي چې له ایران څخه تېل واردوي.

د ټرمپ د پنجشنبې د ورځې خبرداری ښايي له چین سره د تاوتریخوالي خطر لا زیات کړي، چې د ایران د تېلو لوی پیرودونکی بلل کېږي—په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له وړاندې د تعروفو د جنګ له امله سختې ترینګلې دي.

د امریکا ولسمشر پر چین ۱۴۵ سلنه تعرفه لګولې ده، ترڅو هم د فدرالي عوایدو کچه لوړه کړي او هم له پیکینګ سره تجارتي کسر راکم کړي.

د امریکا د انرژۍ ادارې د تېر کال په اکتوبر کې د تېلو د لېږد د تعقیبي معلوماتو پر بنسټ وویل چې «چین د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د ایران د تېلو او مایع ګازو د صادراتو ۹۰ سلنه پیرودلي ده.»

د اوپک په وینا، ایران د مارچ په میاشت کې د تېلو ورځنی تولید ۳ میلیونه او ۳۳۵ زره بېرلو ته رسولی، چې د تېرې میاشتې پرتله ۱۲ زره بېرله زیات دی.

د ټرمپ ګواښ څو ساعته وروسته هغه و چې عمان اعلان وکړ د ایران د اتومي پروګرام په اړه ټاکل شوې خبرې چې د مې په درېیمه (۱۳ غويي) د ایران او امریکا ترمنځ ترسره کېدلې، ځنډېدلې دي.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي: «موږ د لوژستیکي دلایلو له امله د امریکا او ایران ترمنځ د شنبې ورځې ناسته بېرته تنظیموو. نوې نېټه به د دوه اړخیز توافق پر بنسټ اعلان شي.»

بوسعیدي چې تر دې دمه یې د درې پړاوه خبرو منځګړیتوب کړي، نور جزئیات نه دي ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د خبرو د ځنډېدو دلیل «لوژستیکي او تخنیکي ستونزې» بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، چې تازه د ملي امنیت د سلاکار دنده هم پر غاړه اخیستې، یو ځل بیا ټینګار کړی چې که ایران د اتومي بریښنا غوښتنه لري، نو کولی شي غني شوی یورانیم وارد کړي.

XS
SM
MD
LG