خبرونه
د ازادي راډیو د درې خبریالانو اووم تلین شو

د ازادي راډيو درې خبریالان، عباد الله حنانزی، سباوون کاکړ او فرشته محرم درانۍ د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي په ۱۰ مه د کابل په شش درک سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شول. دې چاودنې له لویه سره د نهو افغان خبریالانو ژوند واخیست.
تر دې پیښې وروسته د جمهوري نظام د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته ویلي و چې د دې ځانمرګي برید په تړاو پنځه تنه تورن نیول شوي چې له محاکمې وروسته درې تنه یې په اعدام محکوم شوي او دوه تنه یې په لس او څوارلس کلونو زندان محکوم شوې دي.
د دوه زره یوویشتم کال د اګست په پنځلسمه چې کله طالبانو بیا ځلي کابل ونیو د افغانستان ټول زندانونه مات شول او بندیان وتښتیدل، دا معلومه نه ده چې د نهو خبریالانو په جرم محکوم کسان هم په دې زندانونو کې ول که نه ول.
په شش درک کې پر خبریالانو د ۱۳۹۷ کال د غویي د لسمې نیټې د برید مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته د بې کیفیته خوړو د واردولو ادعا تایید کړه

د خوړو نړیوال پروګرام WFP د طالبانو د روغتیا وزارت هغه ادعا تایید کړه چې ویلي یې و، د ملګروملتونو دې ادارې د خپلو مرستو په ترڅ کې افغانستان ته بې کیفیته مقوي خواړه وارد کړي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي تور لګولی و، چې WFP ۶۷۵۰ متریک ټنه خواړه چې د استفادې نه وو، افغانستان ته راوړي دي.
د WFP د افغانستان د څانګې د عامه اړیکو مسوول فیلیپ کروپ Philippe Kropf آزادۍ راډیو ته وویل چې د دې ادعا له اورېدو سره سم دې ادارې د دې خوړو پر وېش سمدستي بندیز ولګاوه او پرځای یې نور خواړه برابر کړل.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې د دې مسئلې په اړه یې تحقیقات پیل کړي او یادونه یې کړې چې دا بې کیفیته خواړه پر خلکو نه دي ویشل شوي.
پر اوکراین د روسیې تازه حملو مرګ ژوبله اړولې ده

پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو تازه حملو دوه کسان وژلي دي.
اوکرایني چارواکي وايي د روسیې پوځ نن د اوکراین په ځینو سیمو د بې پیلوټه الوتکو حملې وکړې چې په نتیجه کې یې په اودیسې ښار کې لږترلږه دوه تنه ووژل شول. د چارواکو په وینا د دې حملو پرمهال چې تر نیمې شپې پورې یې دوام وکړ د اوکراین په یوولسو سیمو کې د خطر زنګونه ووهل شول.
د اودیسې والي اولیه کیپر پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې په دې حملو کې پنځه نور کسان هم ټپیان شوي دي.
له ایران او پاکستان څخه سلګونه کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څخه نژدې زر کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس راپور ورکوي چې پرون (د غويي یا ثور ۱۰مه) له بېلابېلو بندرونو څخه ۹۵۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې. د خبر له مخې ۲۷۰ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم، ۳۰۰ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۲۳۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا، ۱۴۲ کورنۍ د نیمروز د وریښمو د پله او شپږ نورې کورنۍ د هلمند د بهرامچه بندر له لارې هېواد ته راورسېدلې.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمیشنرۍ د ارقامو له مخې په تېره اپریل میاشت کې له ایران او پاکستانه له دوه نیم لکو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
ملګري ملتونه د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره استوګنځي جوړوي

ملګري ملتونه وايي افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د خپلو شریکانو په مرسته په ننګرهار او نورو ولایتونو کې استوګنځي جوړوي.
د ملګروملتونو د بیامیشتېدنې پروګرام یو- ان هبیټاټ نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د یوه خوندي استوګنځي لرل د راستنېدونکو کډوالو د باعزته ژوند لومړنی ګام دی.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ ویلي دي چې په تېره اپریل میاشت کې له ایران او پاکستان څخه له دوه نیم لکو ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي چې دېری یې په زور او جبر ایستل شوي او دې مسئلې د ملګروملتونو په وینا د افغانستان بشري بحران نور هم ژور کړی دی.
امریکا او اوکراین یوه مهمه اقتصادي موافقه لاسلیک کړه

د امریکا او اوکراین حکومتونو د چهارشنبې په ورځ یوه اقتصادي موافقه اعلان کړه.
دا موافقه وروسته له هغه لاسلیک شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو اوونۍ پرلهپسې فشار راووړ چې اوکراین دې د هغو میلیارډونو ډالرو پوځي او مالي مرستو تاوان ورکړي چې واشنګټن د روسیې د یرغل پر ضد د اوکراین د دفاع لپاره برابرې کړي دي.
یوې اوکراینۍ چارواکې د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغې د حکومت په استازیتوب یو تړون لاسلیک کړی چې د (د امریکا او اوکراین د بیا رغونې د پانګونې صندوق) رامنځته کوي. د دې تړون هدف دا دی چې د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي ودې یو مناسب چاپېریال رامنځته شي.
د اوکراین د صدراعظم لومړۍ مرستیالې یولیا سویریدینکو پر ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي:
«موږ له متحدو ایالتونو سره یو ځای یو صندوق جوړوو چې نړیوالې پانګې زموږ هېواد ته جذب کړي.»
نن د مې لومړۍ د کارګرانو نړيواله ورځ ده

د کار نړیوال سازمان (ILO) په خپله ویبپاڼه کې د دې ورځې په مناسبت لیکلي، په داسې حال کې چې مصنوعي ځیرکتیا (AI) ورځ تر بلې پرمختګ کوي، ډېر خلک خپلې دندې له لاسه ورکوي.
د سږ کال شعار «روغتیا او خوندیتوب په کار کې» دی، چې د کاري چاپېریال د خوندیتوب او روغتیا پر ارزښت ټینګار کوي.
خو په افغانستان کې زرګونه کارګران په سختو شرایطو کې، له روغتیايي بیمې، د خوندیتوب وسایلو او قانوني ملاتړ پرته کار کوي.
تر دې وړاندې ډېر کارګران د سکرو په کانونو او ساختماني کارونو کې د خرابو کاري شرایطو له امله له خپل ژونده بې برخې شوي دي.
د سویډن پولیسو یو زلمکی د څو تنو د ویشتلو په تړاو ونیوه

د سوېډن پولیسو یو تن په اوپسالا ښار کې د سې شنبې د ورځې د ډزو په تړاو نیولی دی.
د راپورونو له مخې، یوه زلمکي د ښار په مرکز کې په یوه سلماني کې پر خلکو ډزې وکړې، او بیا د یوه سکوټر په وسیله وتښتېد خو پولیسو تعقیب کړ.
پولیسو د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې نیول شوی کس تر ۱۸ کلونو کشر دی.
د سوېډن پولیسو په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د برید درې واړه قربانیان د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري، که څه هم د سیمې د پولیسو مشر، اریک اکرلوند وویل چې د هغوی هویت تر اوسه سم نه دی تایید شوی.
د سوېډني رسنیو د راپور له مخې، پولیس دا امکان هم څېړي چې ښايي دا پېښه د جنايي بانډونو له فعالیتونو سره تړاو ولري.
د امریکا یو شمېر تقاعد شویو پوځي افسرانو وویل امریکا باید افغان متحدانو ته شا وانه ړوي

د امریکا یو شمېر تقاعد شویو پوځي افسرانو له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې د افغان متحدانو د بیا میشتېدو پروګرام ته دوام ورکړي، او خبرداری یې ورکړی چې د دې نوښت پرېښودل به د خپلو نړیوالو شریکانو په وړاندې د امریکا باور زیانمن کړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د ولسمشر ټرمپ د اجرایي فرمانونو له مخې د کډوالو د منلو موقت بندیز د پای ته رسېدو په حال کې دی. دغه فرمانونه سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي ټرمپ له بېرته راتګ لږ وروسته صادر شوي وو، چې په لړ کې یې د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرامونه هم وځنډېدل چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی وو.
تر دې دمه، د ټرمپ ادارې لا نه ده څرګنده کړې چې دا پروګرام به بیا پیلوي که به یې پای ته رسوي.
فاکس نیوز راپور ورکړی چې د اپرېل په ۱۰مه، د سپینې ماڼۍ د بودجې او مدیریت دفتر د بهرنیو چارو وزارت ته یو لړ وړاندیزونه کړي چې په هغو کې د افغانانو د انتقال د هڅو د همغږۍ ادارې (CARE) لپاره د اضافي مالي ملاتړ درول شامل دي.
د دغه وړاندیز له مخې، شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالره پاتې بودیجه به د CARE پروګرام د تدریجي بندېدو لپاره وکارول شي، تر څو دا پروګرام د ۲۰۲۵ مالي کال تر پایه وتړل شي.
م.م وايي، له ایران او پاکستانه تر ۲۵۰ زره زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي، د روان کال په اپرېل میاشت کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲۵۰ زره زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې د فشار او زور له کبله بېرته استول شوي، او دې چارې د افغانستان له مخکې څخه سخت بشري وضعیت لا خراب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، له دې شمېر څخه شاوخوا ۹۶ زره کسان په زوره ایستل شوي، په داسې حال کې چې نژدې ۱۵۴ زره نور په خپله خوښه بېرته ستانه شوي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي: «د افغانانو په پراخ ډول بېرته ستنېدا، د بشري مرستو پر محدودو سرچینو نور فشار هم راولي او د هغو میلیونونو خلکو وضعیت لا خرابوي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هلې ځلې کوي.»
جنوبي کوریا وايي، د شمالي کوریا ۶۰۰ پوځیان د اوکراین په جګړه کې وژل شوي

د جنوبي کوریا استخباراتي ادارې ویلي، د شمالي کوریا نژدې ۶۰۰ سرتېري چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې یې برخه اخیستې وه، وژل شوي دي.
د جنوبي کوریا د استخباراتو ملي ادارې د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد پارلمان ته ویلي چې په مجموع کې تر اوسه د شمالي کوریا شاوخوا ۴ زره ۷۰۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپور له مخې، له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې د الوتکو او ریلګاډي په وسیله شمالي کوریا ته کابو ۲ زره پوځیان وړل شوي دي. د وژل شویو سرتېرو مړي هم تر انتقال وړاندې په روسیه کې سوزول شوي او ایرې یې خپل هېواد ته وړل شوي دي.
دا راپور له هغه وروسته خپور شوی چې دوې ورځې مخکې شمالي کوریا په لومړی ځل ومنله چې خپل ځواکونه یې د روسیې د ملاتړ لپاره دغه هیواد ته استولي، څو د کورسک سیمې ځینې برخې له اوکرایني ځواکونو بېرته ونیسي.